د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي، هېواد به یې د ګاونډي افغانستان په اړه خپلې رغنده او متوازنې تګلارې ته دوام ورکړي. میرضیایف د ازبکستان د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې په مراسمو کې ویلي، تاشکند د افغانستان په اړه د متوازن او څو اړخیز بهرني سیاست پر مخ وړلو ته ژمن دی. هغه زیاته کړې، ازبکستان به د ۲۰۲۷ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د خپلواکو هېوادونو د غورځنګ مشري هم پر غاړه واخلي.













