د جګړو له شدت او د ولسوالیو له پرله پسې سقوط سره جوخت، ملي دفاع وزارت وايي چې په لسو ولایتونو کې یې د طالبانو په ضد د جګړې په موخه زرګونو کسانو ته وسلې ورکړې دي. د یاد وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي چې دا وسلې یې د ولسي پاڅونوالو تر نامه لاندې په تخار، بغلان، جوزجان، سرپل، فاریاب، کندز، بلخ، پروان، کندهار، کاپیسا او بادغیس ولایتونو کې پر زرګونو کسانو وېشلي ترڅو د طالبانو پر ضد په روانه جګړه کې برخه واخلي.
که څه هم فواد امان د دغو ولسي پاڅونوالو کره شمېر نه ښيي، خو زیاتوي چې د دغو کسانو شمېر زرګونو تنو ته رسیږي. د نوموړي په خبره: «له شک پرته له افغان ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ او د هغوی ترڅنګ درېدل ډېر ګټور دي، د وضعیت په تغیر او ښه کېدو او همدارنګه د تروریستي ډلو په ماتولو کې به ګټور وي.»
دا په داسې حال ده چې تازه د ملي دفاع وزارت سرپرست بسم الله محمدي هم په خپل پیغام کې له خلکو څخه وغوښتل ترڅو په خپلو سیمو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او په خبره یې، دفاع وزارت چمتو دی چې ورته لازم امکانات ورکړي.
په ورته مهال د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش هم ویلي، چې د طالبانو پر ضد او له جمهوریت څخه د دفاع لپاره پراخ ملي مقاومت د رامنځته کېدو په حال کې دی. هغه زیاته کړې: «د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ پراخ ولسي پاڅونوال او پراخ ملي مقاومت د دولت تر حاکمیت لاندې چوکاټ کې د جمهوریت د دفاع او دښمنانو د ځپلو لپاره د رامنځته کېدو په حال کې دی.»
یو شمېر پخوانیو جهادي او سیاسي مشرانو هم په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د خپلو کسانو د منظم کولو خبر ورکړی دی.
خو یو شمېر پوځي شنونکي او د بشري حقونو مدافع بنسټونه پر نامسوولو کسانو د وسلو وېش ګواښوونکی بولي او خبرداری ورکوي، چې که حکومت په دې برخه کې له پوره دقت څخه کار وانه واخلي، افغانستان به د تېر په څېر یو ځل بیا د واک پر جزیرو بدل شي. دوی دغه راز وايي چې افغانان په تېر کې هم له نامسوولو وسله والو او ملېشو بدې خاطرې لري او حکومت دې په لوی لاس هېواد د یو بل ناورین پر لور نه بیايي.
د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي: «دغه کار ډېر خطر ناک دی… دا روښانه ده چې دوی دولت نشي نیولی او د افغانستان په داخل کې به قومي، ژبني او مذهبي مسائل زیات شي.»
د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل هم وايي، چې نامسوول وسله وال په تېرو څو لسیزو کې پر ګڼو بشري سرغړونو او جرمونو تورن دي، خو که دولت بیا هم پر دغو کسانو وسلې وېشي، د راتلونکو هر ډول ناوړه پایلو مسوولیت به د حکومت پر غاړه وي. نوموړی زیاتوي: « دوی پر ګڼو بشري سرغړونو تورن دي، پر دوی باید عدالت پلی شي، د حکومت له لوري د وسلو پر ورکړې به دوی نور هم پیاوړي شي او ډېر بشري حقونه به نقض کړي، دا چاره د اندېښنې وړ ده».
ملي دفاع وزارت داسې مهال پر خلکو د وسلو د وېش خبره کوي، چې په دې وروستیو کې د نامسوولو وسله والو فعالیتونو ډېرېدو خلک اندېښن کړي او وايي چې دغه کسان ترې په زور باج اخلي او له دوی سره ناوړه چلند کوي.












