چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

نوښت د چين باکيفيته پرمختګ هڅوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 22, 2025
in نړیوال خبرونه
0
نوښت د چين باکيفيته پرمختګ هڅوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

نړۍ ختيځ ته پام اړولی، ځکه چين د علمي ټېکنالوژۍ په نوښت خپله نوې بڼه ښودلې او د خلکو توجه يې راجلب کړې ده.

چين پدې وروستيو کلونو کې د مصنوعي ځيرکتيا، د  کوانټوم مخابراتو، فضايي څېړنې او د ژور سمندر د کشف په شمول ډېرو برخو کې داسې پرمختګونه کړي، چې د اقتصاد د خوځنده ځواک تغير يې ترې ښکاري. دغه تغير  چې د نوښت په محوريت يې ترسره کوي، نه يوازې خپله پرمختيايي لاره بدله کړې، بلکې نړۍ ته يې هم نوی پرمختيايي مسیر برابر کړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په چين کې ټېکنالوژۍ بېلا بېلو سکټورونو ته بدلون ورکړی دی. په کروندو کې تخمونه د ډرون په وسيله شيندل کېږي او  پټي او فارمونه د لویې ډېټا د سیسټم پرمټ څارل کېږي. د چين په فاريکو کې له روبوټونو او G۵ تخنيک څخه په استفادې د محصولاتو د توليد موثريت لوړ شوی دی. په ښارونو کې د مصنوعي ځيرکتيا په وسیله ترافيک اسانه شوی او  ګڼه ګوڼه پکې ډېره کمه شوې ده. پخوا چين نړيواله فابريکه بلل کېده، خو نن په يادو بدلونونو سره د نوښت نړيوال مرکز ګرځيدلی دی.

چين د يادو بدلونونو په پار ډېرې پانګونې کړې دي. دغه هېواد په ۲۰۲۴م کې د څېړنې په برخه کې ۳.۶ ټريليونه يوان لګولي، چې د ۲۰۲۰م کال په پرتله نږدې ۵۰ سلنه زياتوالی ښيي او د څېړوونکو شمېر يې په نړۍ کې لومړی ځای نيسي.

د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان راپور ښيي، چې چين په لومړي ځل د نوښت د نړيوالې درجه بندۍ په لومړيو لسو ځایونو کې قرار لري. د دغه سازمان عمومي مدير ويلي، چين په نړۍ کې د نوښت مهم مخکښ هېواد ګرځېدلی دی.

د چين برياليتوبونه د دغه هېواد په ځانګړو برتريو پسې تړاو لري.

چين داسې پراخ بازار لري چې د نوښت ازموينې ته يې لوی ډګر  برابر کړی دی. دغه هېواد بشپړ صنعتي ځنځير هم لري، چې تخنيکونه ترویجوي. دغه راز حکومت او بازارونه ګډې همکارۍ هڅوي او د کليدي تخنيکونو په څېړنه کې ډېرې مرستې کوي.

د چين د اقتصادي ودې لارې چارې د اصلي بدلونونو په حال کې دي. د چين اقتصاد به پخوا پر کاري ځواک او سرچينو ډېره تکيه لرله، خو اوس يې خوځنده ځواک د لوړ موثريت او نوښت له لارې رامنځته شوی دی.

شمېرې ښيي، له ۲۰۰۰م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې په چين کې د ټولو فکټورونو د توليد کچه يا ټي اېف پي په اوسط ډول هر کال ٪ ۳.۶ زیاتوالی موندلی او د مصنوعي ځېرکتيا او نورو نويو تخنيکونو پر مټ نوره هم د ډېرېدو په حال کې ده.

په چین کې په توليدي سکټور کې څرګند تغيرونه راغلي دي. په تېرو پنځو کلونو کې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۳۰ ځيرکې فابريکې او  ۱۲۶۰ داسې عصري فابريکې چې وسايل يې پر 5G تخنيک سمبال دي، جوړې شوې دي. دغه راز په دغه هېواد کې د صنعتي روبوټونو شمېر د نړۍ تر نيمايي هم زياته برخه نیسي.

چين څه باندې یو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه نفوس لري چې ۴۰۰ ميليونه تنه یې منځني عايد لرونکي دي. د دې ډلې په لرلو سره په دغه هېواد کې لوی بازار رامنځته شوی او نوي تخنيکونه پکې په  اسانۍ مروج کېږي. د بېلګې په توګه په کليو کې د فصلونو د لو کولو او راټولولو ځيرک ماشين په يوه دقیقه کې ۶۰۰ کيلوګرامه فصل راټولولی شي. په روغتونونو کې ډاکټران د روبوټونو په مرستې دقیق عمليات کوي. په زړکتونونو کې ځيرکو وسايلو د زړو کسانو ژوند لا خوندي او اسانه کړی او  دغو لاسته راوړنو په رښتيني ډول د خلکو د ژوند کيفيت لوړ کړی دی.

لويې نوښتګرې پروژې هم د خلکو ژوند ته ښه والی راولي. ګړنديو اورګاډو د خلکو تګ راتګ اسانه کړی او د نورو صنايعو د پرمختګ سبب هم شوي دي. هغه هوايي تخنيکونه چې د سوداګريزو ګټو لپاره ترې استفاده کيږي، د کروندو مدیريت يې لادقیق کړی او ټاکل شوې، بازاري پيمانه به يې په روان کال کې ۲.۸ ټريليونو يوانو ته ورسيږي.

په تېرو څو کلونو کې د چین اقتصادي حجم په وار سره له ۱۱۰ ټريليونو یوانو، ۱۲۰ ټريليونو يوانو او ۱۳۰ ټريليونو يوانو څخه اوښتی او ښايي په ۲۰۲۵م کال کې له ۱۴۰ ټريليونو يوانو څخه هم پورته شي. د چين د اقتصادي حجم زياتوالی نه یوازې د توکو په کميت، بلکې په کيفيت، موثريت او نوښت کې هم ښکاري.

د چين پرمختيايي لار د لوېديځو هېوادونو له ماډلونو سره فرق لري. چين د بازار او حکومت دواړو  رول ته اهميت ورکوي، د اقتصادي ودې د موندلو ترڅنګ، د بېوزلۍ د کمولو او د کليو د بيا سمسورتيا او نورو تدبيرونو له لارې عدالت هڅوي او دغه راز پر ورخلاصون ټينګار لري او د کمربند او لارې په وسيله له نورو هېوادونو سره ګډه وده مومي.

د چين پرمختګ دا ثابته کړې، چې هر هېواد له خپل ملي وضعيت سره سمه پرمختيايي لار پيدا کولی شي.

Previous Post

فطرت: هېڅ پاکستانی پلاوی کابل ته نه‌دی راغلی

Next Post

بېجينګ د شي شا ټاپوګانو قلمرو ته د استراليا د پوځي الوتکې د ننوتلو په اړه موقف څرګند کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
بېجينګ د شي شا ټاپوګانو قلمرو ته د استراليا د پوځي الوتکې د ننوتلو په اړه موقف څرګند کړ

بېجينګ د شي شا ټاپوګانو قلمرو ته د استراليا د پوځي الوتکې د ننوتلو په اړه موقف څرګند کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شمالي وزیرستان کې د جمعيت علما اسلام دوه ديني عالمان وژل شوي

شمالي وزیرستان کې د جمعيت علما اسلام دوه ديني عالمان وژل شوي

جولای 15, 2022

چین پلان لري د اګیست ۱۵مه نېټه د ایکولوژيکي چاپېریال د ساتنې دولتي ورځ وټاکي

جون 27, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ