د هندي دولت له لوري د کرونا ضد واکسینو د تر لاسه کولو لپاره د انلاین نوم ثبتونې له هڅو سره سره په یاد هېواد کې د دغې وبا له امله د مړه شویو کسانو شمېر تر دوه لکه اوښتی دی. په هند کې د کرونا وبا د تازه څپې له خپرېدو سره په دغه هېواد کې په تېره یوه اوونۍ کې نږدې هره ورځ ۳۰۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي. د تازه راپورونو له مخې تر اوسه په دغه هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۸ میلیون او ۳۷۶ زره کسانو ته رسېدلی دی. روغتیایي کارپوهانو بیا ویلي چې د مړه شویو او ناروغو کسانو شمېر تر هغه ډېر دی چې راپور یې ورکول کېږي.












