د هند په کشمیر کې یوې کندې ته د یو بس د غورځېدو له امله ۱۰کسان مړه او ۵۵ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه نن هغه وخت رامنځته شوې چې یو بس موټر، هندي زیارت کوونکي له پنجاب ایالت څخه کترا ښار ته لېږدول چې جمو سیمې ته نږدې یوې کندې ته وغورځېد. ویل کیږي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي د پېښې ځای ته ورغلي او د ژغورنې عملیات روان دي. د سیمه ییزو پولیسو قوماندان د څرګندونو له مخې، د دې پیښې مړه او ټپیان د بیهار ایالت اوسیدونکي دي. هند په نړۍ کې د سړکونو د خرابوالي له امله د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري او هر کال په سلګونو زره کسان په کې مړه او ټپیان کېږي.












