د بهرنيو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفير احضار کړی او خوست او کونړ کې يې د هغه هيواد د هوايي بريدونو په تړاو خپل اعتراض ور سپارلی دی. د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي له پاکستاني سفيره د خوست او کونړ په څېر پېښو د بيا تکرار د مخنيوي غوښتنه کړې ده. هغه ويلي يې چې د ورته پېښو تکرار د دواړو هيوادونو اړيکې ترينګلې کوې او بدخواهانو ته د ناوړه استفادې موقع په لاس ورکوي. ويل کيږي چې د پاکستان د سفير په احضاريه ناسته کې د ملي دفاع وزارت مرستيال ملا شيرين اخند هم ګډون درلود.












