سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home معلوماتي خپرونې

وال ‌مارت

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 12, 2021
in معلوماتي خپرونې
0
وال ‌مارت
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

وال مارت د خوراکي او نورو توکو تر ټولو ستر شرکت دی. یاد شرکت په نړۍ کې د پلورنځیو او سوپر مارکېټونو تر ټولو ستره سره تړلې شبکه لري. دا شرکت په نړۍ کې له رویال داچ او اکسان موبیل وروسته د نړۍ تر ټولو ستر شرکت دی. په نړۍ کې له مالي اړخه د نړۍ تر ټولو د ډېرې ګټې وټې مالک شرکت دی.

د دې شرکت مالک سام والتون دی، هغه په ۱۹۱۸ کال کې د اکلاهام په کینګفیشر کې زېږیدلی دی. تر پنځه کلنۍ پورې یې له خپله پلار سره په مزرعه کې په کرکېله بوخت و، وروسته یې د اقتصادي ستونزو له مله کرکېله پرېښوده، د خپلې کورنۍ له ټولو غړو سره یې دا پرېکړه وکړه چې ځمکه به پلوري او پر ځای به یې سوداګري پیل کوي. هغه همداسې وکړل، په ۱۹۶۲ کال کې یې د امریکا په ګوټ ګوټ کې په سوداګرۍ پیل وکړ. ده او ورور یې باد ولتون په همدې کال کې د امریکا په آرکانزاس کې یو کوچنی او دودیز دوکان پرانیست. وروسته یې له همدې ځایه خپل کاروبار ته وده ورکړه.

You might also like

فولکس واگن

  پاناسونیک

فیسبوک

دغه شرکت په ۲۰۱۱ کال کې د نړۍ تر ټولو ستر عمومي شرکت دی، دوی د نړۍ په ۵۰۰ غوره شرکتونو کې چې د پلورنځیو او خوراکي توکو د پلور لپاره کار کوي، لومړی مقام لري. همدارنګه دا په نړۍ کې تر ټولو ستر د عامه خدماتو شرکت دی، چې تر دوو میلیونو ډېر کارکوونکي لري.

اوس هم د والمارت ملکیت د والتون له کورنۍ سره دی او د یاد شرکت د ۴۸ سلنه سهام ملکیت لري. وال مارت شرکت په نړۍ کې ۸۵۰۰ څانګې لري، یادې څانګې د نړۍ په ۱۵ هېوادونو کې فعالې دي. یاد شرکت په همدې والمارت نامه د امریکا د متحده ایالاتو په پنځوسو ایالتونو کې فعالیت کوي. په مکزیک کې یې سوداګریز نوم والمکس دی، په برېتانیا کې اسدا، په جاپان کې سیو او په هند کې هم د بست پرایس په نوم فعالیت کوي. په برازیل، آرجنتاین او کاناډا کې هم په بېلو نومونو پانګونې او څانګې لري.

سره له دې چې وال مارت په امریکا کې پېژندلی شوی نوم دی، خو دا شرکت په بېلو سوداګریزو برخو کې فعالیت کوي او نوم یې په نورو هېوادونو کې هم مشهور دی. په شمالي امریکا، برېتانیا، جنوبي امریکا، چین او نورو هېوادونو کې بریالی شرکت دی.

سام والتون په نړۍ کې په افسانوي پلورونکي شرکت مشهور دی، هغه په ۱۹۶۲ کال کې وال مارت جوړ کړ، مخکې مو هم یادونه وکړه چې د یوه کروندګر زوی و، پلار یې قرضداره و، کور یې وپلوره، ځمکه یې هم وپلورله او په کاروبار پسې ووت. والتون باوري و چې که کوچنی دوکان ولري، خو د هر چا د اړتیا وړ توکي پکې وي، مشتریان به دې ډېر شي او کار به دې بریالی شي. تاسې اوس هم چې کله وال مارت ته دې ننه شی، هر هغه شی چې غواړی پيدا کولی یې شی. هغه وايي، په کاروبار کې موسکا او نیک سلوک تر ټولو ښه اعلان دی، تاسې له خپل مشتري سره مرسته وکړئ، وخاندئ او په ځينو مسایلو کې وړې ټوکې ورسره وکړئ. هغه به ویل، تاسې که هر ځای یی، خو پام مو وي چې له یو بل سره په غیر مستقیمه توګه همکاران یی، نو د دې لپاره چې ټوله نړۍ په خوښۍ ژوند وکړي، ښه ده چې موسکا او له یو بل سره کمک هېر نه کړئ.

نوموړي یو کتاب هم لیکلی چې مېډ این امریکا نومېږي. والتون په دې کتاب کې خپل ټول باورونه او تګلارې روښانه لیکلې دي. په ۱۹۹۲ کال کې ومړ او پر ځای یې د هغه زوی رابسون والتون د شرکت مشر وټاکل شو. رابسون له کلمبیا پوهنتون د حقوقو په برخه کې دکتورا اخیستې وه او په ۱۹۶۹ کال کې له وال مارت سره یو ځای شوی و. لی اسکات هم د دې کمپنۍ بل پیاوړی مدیر دی چې ورځ تر بلې د خپل شرکت د ودې او پرمختګ لپاره کار کوي. اسکات د پتسبرګ له پوهنتون فارغ دی او د سوداګرۍ په برخه کې ښه تجربه لري.

وال مارت شرکت په ۱۹۶۲ کال کې رسماً خپل فعالیت پیل کړی دی، خو مخکې له دې چې رسمي فعالیت پیل کړي، کارونه یې د سام والتون او باد والتون لخوا پیل شوي وو. د ۱۹۴۰ کال په جون میاشت کې سام والتون خپل فعالیت د جي سي پي کمپنۍ یوې څانګې ته نېږدي په دس مونیز کې پیل کړ. والتون ۱۸ میاشتې په هغه ځای کې کار وکړ. په ۱۹۵۴ کال کې والتون د باتلر له وروڼو سره معرفي شو، دوی د بن فرانکلین په نامه د زنجیري کمپنیو مالکان وو، د دوی په وړانديز یې په آرکانزاس ښار کې د همدې کمپنۍ یوه څانګه پرانیسته. په وروستیو کلونو کې والتون ډېره ګټه وکړه، هغه بریالی شو چې خپله سرمایه څو برابره کړي، خو وروسته د پلورنځي څښتن خپل قرارداد نوی نه کړ او والتون اړ شو چې خپل کارځای پرېږدي او بل ځای ته ولاړ شي.

په ۱۹۵۰ کال کې والتون په بنتون کې ویل چې د والتونز ۱۰ او پنځه په نامه پلورنځی یې پرانیست، نوموړي په دې پلورنځي کې له یوې نوې ستراتيژۍ کار واخیست، هغه په دې توګه د تخفیف کچه لوړه کړه، په دې توګه د پلور کچه هم لوړه شوه او مشتریان ډېر ورته رامات شول. د ۱۹۶۲ کال په جون کې والتون پر دې بریالی شو چې ۱۱ نور پلورنځي هم پرانیزي. هغه خپل پلورنځي په وال مارت ونومول او په دې توګه نو یو کروندګر پر دې بریالی شو، چې ډېر پلورنځي پرانیزي.

هغه په وروستیو پنځو کلونو کې ۲۴ پلورنځي پرانیستل، خپلو پلورنځیو ته یې په آرکنزاس ایالت کې پراختیا  ورکړه او پانګه یې ۱۲،۶ میلیونو ډالرو ته ورسېده.

په ۱۹۶۰ کال کې وال مارت په چټکۍ د پراختیا په حال کې و، وړو  وړو ښارونو ته یې هم د فعالیت لمن پراخه شوه، تر دې چې په ۱۹۷۰ کال کې یې د پلورنځیو شمېر ۳۸ او  د کارکوونکو شمېر یې ۱۵۰۰ ته ورسېد. کلنی پلور یې هم په هغه وخت کې ۴۴،۲ میلیونه ډالره و.  

په ۱۹۸۰ کال کې یاد شرکت تر دې هم پراخ شو، د پلورنځیو شمېر یې  ۱۱۹۸ ته ورسېد او د کلني پلور کچه یې ۱۵.۹ میلیاردو ډالرو ته لوړه شوه. په دې وخت کې نو ۲۰۰ زرو کسانو کار ورسره کاوه.

په همدې کال کې دې شرکت په سپوږمکیو باندې ۲۴ میلیونه ډالره پانګونه وکړه. دوی په دې توګه د خپلو کمپنیو ټولې څانګې د یو طرفه ویډیويي اړیکې له لارې سره وتړلې. په هغه وخت کې نو دا د نړۍ تر ټولو ستره خصوصي د سپوږمکۍ شبکه وه. په دې توګه نو مرکزي دفتر په دې قادر و چې خپلې کمپنۍ کنټرول او د خلکو اړتیاوې په ګوته کړي.

په ۱۹۸۹ کال کې وال مارت په ۲۶ ایالتونو کې فعالیت درلود، دوی د خپلې اصلي څانګې تر څنګ د توکو یو ستر نندارتون هم جوړ کړ. په ۱۹۹۱ کال کې یې په مکسیکو کې لومړنۍ څانګه پرانیسته او په دې توګه یې نو په نړیوالو بازارنو کې ګام کېښود. په ۱۹۹۵ کال کې یې په ارجنټاین او برازیل کې هم څانګې پرانیستلې. وروسته وال مارت بریتانیا ته ننوت او د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت یې ایسدا کمپنۍ واخیسته او هلته یې خپل محصولات بازار ته وړاندې کړل.

سام والتون په ۱۹۹۲ کال کې په آرکانزاس کې ومړ او لوی زوی یې رابسون والتون مدیره هیت وټاکل شو. وروسته یې نړیوالې څانګې پرانیستې او بابي مارتین د شرکت عمومي مدیر وټاکل شو. دغې شرکت په ۱۹۹۷ کال کې د لومړي ځل لپاره د سلو میلیاردو ډالرو پلور تجربه کړ، چې د چين له پلورنځیو سره یو ځای یې بیا پلور ۱۱۸ میلیاردو ډالرو ته ورسېد.

په ۱۹۹۸ کال کې یې وال مارت ټلویزیوني شبکه جوړ کړه، نوم یې هم وال مارت و، دوی میوزیکونه خپرول، سوداګریزې خبریاتوې یې خپرولې، فلمونه به یې خپرول او دې شبکې د ۲۰۰۵ کال د احصاصې له مخې، په میاشت کې ۱۳۰ میلیونه کتونکي لرل.

په ۲۰۰۰ کال کې لی اسکات د وال مارت د عامل مدیر په توګه معرفي شو، په دې وخت کې د پرچون پلور په برخه کې وال مارت د نړۍ په پنځوسو غوره کمپنیو کې لومړی مقام خپل کړ. په ۲۰۰۵ کال کې وال مارت پر ۶۲۰۰ قلمه موادو باندې پانګونه کړې وه، دوی ۳۸۰۰ پلورنځي لرل، دوی په دې وخت کې ۱،۶ ميلیونه کارکوونکي لرل، د پلور کچه یې هم ۳۱۲ میلیاردو ډالرو ته لوړه شوې وه.  دوی په کاترینا کې د طوفان له امله له زیانمنو سره ۱۸ ميلیونه ډالره مرسته وکړه. په ۲۰۰۶ کال کې له المان په بشپړه توګه ووتل او خپل ۸۵ پلورنځي یې په مترو ډله باندې وپلورل.

وال مارت دمګړۍ د انساني نیرو له اړخه د نړۍ تر ټولو ستر شرکت دی، ۲،۲ میلیونه کسان کار ورسره کوي او دمګړۍ یې ۶۲۰۰ پلورنځي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې فعال دي. په وال مارت کې کار په ساعتي بڼه دی او تر ټولو ښه کاري فرصتونه پکې برابريږي. په دې شرکت کې ۸۱۵ زره ښځې هم کار کوي، د پلورنځيو تر څنګ معاینه خانې لري او د خپلو مشتریانو درېیمه برخه روغتیايي لګښت هلته پرېکوي. په امریکا کې د وال مارت په څانګو کې ۳۷۵ زره غیر امریکایان هم کار کوي.

Previous Post

بېزنس سټنډرډ: بایډن په مسوولانه ډول د افغان جګړې ختمول غواړي

Next Post

سوله ييزه اتومي انرژي او پرمختللي هېوادونه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

فولکس واگن
معلوماتي خپرونې

فولکس واگن

by Spogmai Radio
اگست 9, 2021
  پاناسونیک
معلوماتي خپرونې

  پاناسونیک

by Spogmai Radio
اگست 2, 2021
فیسبوک
معلوماتي خپرونې

فیسبوک

by Spogmai Radio
جولای 26, 2021
توشیبا
معلوماتي خپرونې

توشیبا

by Spogmai Radio
جولای 12, 2021
نیسان کمپنۍ
معلوماتي خپرونې

نیسان کمپنۍ

by Spogmai Radio
جولای 5, 2021
Next Post
سوله ييزه اتومي انرژي او پرمختللي هېوادونه

سوله ييزه اتومي انرژي او پرمختللي هېوادونه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ویوو د اېکس۶۰ لړۍ دوه پیاوړي ځیرک موبایلونه معرفي کړل

ویوو د اېکس۶۰ لړۍ دوه پیاوړي ځیرک موبایلونه معرفي کړل

جنوري 6, 2021
د هلمند په هره ولسوالۍ کې د اوبو یو یو چکډېم جوړیږي

د هلمند په هره ولسوالۍ کې د اوبو یو یو چکډېم جوړیږي

مې 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved