چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

ولې دروغ وایو؟

ژباړه: احسان الله کریمي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 28, 2021
in روغتیا او ژوند
0
ولې دروغ وایو؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

زه بیخي ښه یم، مینه درسره لرم، وروسته اړیکه درسره نیسم، دا جامې دې ډېرې ښایسته دي، دا… دا هغه دروغ دي چې هره ورځ یې موږ او تاسو نورو ته وایو، ډېره ګرانه خبره ده چې په اوس وخت کې دې داسې څوک پیدا شي، چې هغه دې دروغ نه وي ویلي.

هغه کوم علتونه دي چې موږ ډېری وخت د رښتیا په پرتله دروغو ته ترجیح ورکوو یا داسې ګڼو چې په دروغ خبره به مو نور د رښتیا باور وکړي؟ موږ په همدې مقاله کې درته هغه علتونه ښيو.

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

دروغ ویل هر کال میلیاردونه ډالر تاوان حکومتونو ته رسوي، ټولنیزې اړیکې له منځه وړي او کله ناکله خو حتی د انسانانو د مرګ سبب هم کیږي. دروغ ویل ډېر علتونه لري، چې موږ یې درته ځینې ډېر مهم هغه دلته له تاسې سره شریکوو. دا علتونه د ارواپوهانو د څېړنو په پایله کې تر نورو مهم بلل شوي دي:

۱ـ په خپله دروغ خبره پوهېدل

ډاکتر بلا دی‌پائولو ارواپوه او د ویرجینیا پوهنتون استاد په دې باور دی، چې دروغ ویل نن ورځ د هرچا د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده. د نوموړي څېړنه ښيي چې میرمنې او نارینه د ټولنیزو اړیکو پر مهال په هرو پنځو اړیکو کې د ۱۰ دقیقو په تېرېدو سره یوځل دروغ وایي، چې په یوه اونۍ کې په خپلو کارونو کې ۳۰ سلنه دروغ وايي. د هغه د څېړنې له مخې، نارینه د ښځو په پرتله د ځان په اړه ډېر دروغ وايي څو نور تر خپل اغېز لاندې راولي، په داسې حال کې چې ښځې د نورو د احساساتو د کنټرول لپاره بیا ډېر دروغ وایي.

د اوکلند پوهنتون د بازارموندنې څانګې استاد ډاکتر کیم سروتا په ۲۰۱۰ کال کې یې یوه څېړنه کړې، چې په ۱۰۰۰ کسانو یې تر سره کړې ده، هغه وایي ۶۰ سلنه خلک هره ورځ دروغ وايي.

سروتا او بل ملګري تیموتي لوین یوه بله جالبه څېړنه هم تر سره کړې ده، دوی وايي د دروغو په اړه یې چې کومه څېړنه تر سره کړې، په همدې کې پنځه سلنه خلکو درواغ ورته ویلي دي.

ولې دروغ وايو؟

ډاکتر فلدمن د دروغو ویلو اووه دلیلونه دا بللي دي:

۱ـ چاپلوسي

تاسو به لیدلي وي، ځینې وخت چې نور ستاسو ستاینه کوي، تاسو ښه پوهېږی چې هغوی ستاسې په اړه دروغ وايي، هغه څه چې دوی یې ستاسې په اړه وايي، هغه هیڅ په تاسو کې نه وي؛ خو دی يې ستاسو د رضایت او خوشاله کېدو لپاره وايي، دا وخت کې دا کس یا غواړي اړیکې درسره ټينګې کړي او یا هم د کوم کار په خاطر دا کار کوي.

۲– په ټولنه کې د خپل نېک نوم ساتلو په خاطر

حتماً به تاسو خپله هم دا کار کړی وي چې ځینې وخت یو څوک تاسو ته مېلمستیا وکړي او ستاسو زړه نه وي، چې ورشی، نو په دې وخت کې یې غوښتنه په درغو ویلو ردوی. د بېلګې په توکه ورته وایی، زړه مې ډېر غواړي چې درسره تللی وای، خو بدبختانه سردرد یم، یا کار لرم چې هغه باید خلاص کړم. په دې وخت کې زموږ او ستاسو له دروغو ویلو څخه هدف دا دی، چې ټولنیزې اړیکې مو له منځه ولاړې نشي او هغه کس رانه خپه نشي.

۳- نورو ته قناعت ورکول

ځینې وخت چې یو کس غواړي تاسو ته قناعت درکړي، یا په بل ډول غواړي توکي درباندې وپلوري، په دې وخت دروغ وايي، دغه چاره په بازارموندنه کې بیخي څرګنده ده. د بېلګې په ډول، تاسې ځی بازار ته او غواړی چې د کمپیوټر لپاره موس واخلی، خو موس مو په زړه نه دی جوړ او پوهېږی چې ښه کیفیت نه لري؛ خو دوکاندار تر هغه درته د هغه موس په اړه خبرې کوي، څو یې چې درباندې پلورلی نه وي؛ پوهېږی دا ټولې خبرې درته دروغ کوي او هغه هم یوازې او یوازې د دې لپاره چې هغه موس درباندې وپلوري.

۴– له خپل بد چلند د دفاع په خاطر

که د ماشومتوب وخت ته لاړ شو، هغه وخت کې چې به ماشوم د کوم کور ښیښه ماته کړه، په پوره باور سره به یې ویل، چې دا کار ده نه دی کړی؛ خو اوس چې کله لوی شوو هم همدا کار کوو، د خپلو تېروتنو د پټولو لپاره دروغ وایو، ځینې وخت داسې هم کیدای شي چې د خپل همزولي او خپلوانو په خاطره هم دروغ ووایو څو هغوی ته جزا ورنه کړي.

۵ـ خپلو هیلو ته دې رسېدو لپاره

د تېر حالت خلاف ځینې وخت خپلو هیلو ته دې رسېدو په خاطر هم دروغ وایو، د بېلګې په توګه، ځینې وخت غواړو یوه رسنۍ کې کار وکړو، کله چې د نوموړې رسنۍ دفتر ته ورځو د ځان په اړه دروغ ورته وایو څو هغه رسنۍ کې موږ ته کار راکړي؛ ځکه دا مو یوه هیله ده چې په رسنۍ کې کار وکړو. ممکن تاسې هم ډېر کله دا کار کړی وي.

۶­ـ نور تر ثاتیر لاندې راوستل

ځینې وخت د دې لپاره دروغ وایو، چې نور تر خپل تاثیر لاندې راولو او هماغه وي چې بیا له ځانه ورته بیخي ملایکه جوړوو. دغه ډول کسان تمه لري چې خلک ورسره مینه وکړي او یا د نورو تر نظر جذاب ورشي، دا هغه شیان دي چې ځینې وخت موږ دروغ ویلو ته مجبوروي څو مو نور تر تاثیر لاندې راشي، چې دا په راتلونکي کې هېڅ ښه پایله نه ورکوي.

۷– د مخکنیو دروغو پټول

ځینې وخت د دې لپاره هم دروغ وایو چې مخکې دروغ خبره مو راپسې سپينه نه شي، هغه خبره ده چې وايي یو دروغ سل دروغ نور زیږوي.

۸- په کارځای کې دروغ

درواغجن کسان ډېری وخت په دفتر یا کارځای کې دروغ وايي. د بېلګې په ډول کومه ورځ چې دفتر ته نه ځي، وايي: ناروغ یم، کور کې مې ضرور کار پيدا شو، ملګری مې مړ دی، نن نشم کولای دفتر ته درشم او …

په ۲۰۲۰ کال کې په زرګونو امریکایي کارګرو باندې د یوې تر سره شوې څېړنې پایلې ښيي چې:

  • نارینه د ښځو په پرتله له کار څخه د تښتېدلو لپاره ډېر دروغ وايي
  • ۹۰ سلنه خلک چې عذرونه کوي او له دندې تښتېدلي، هیڅکله نه دي پېژندل شوي
  • په اوسط ډول هر شخص اووه مختلفې بهانې له کار څخه د تېښتې لپاره کوي
  • ځوانان د پاخه عمر لرونکو کسانو په پرتله ډېر دروغ وايي
  • یوازې ۲۷ سلنه دروغجن خلک په خپلو کړنو پښېمانه دي او ۴۱ سلنه نورو بیا ویلي، چې دوی چمتو دي چې بیا هم دروغ ووایي.
Previous Post

افغان حکومت پاکستان ته: زموږ په څېر، ترهګرۍ سره بې توپیره مبارزه وکړئ

Next Post

تاسو به يې جوړوی؛ خو و به يې غځوی!‎‎

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
تاسو به يې جوړوی؛ خو و به يې غځوی!‎‎

تاسو به يې جوړوی؛ خو و به يې غځوی!‎‎

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سږ کال په کندهار کې د شاتو د تولید کچه لوړه شوې

سږ کال په کندهار کې د شاتو د تولید کچه لوړه شوې

فبروري 23, 2026
مجاهد: افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي

مجاهد: افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي

اپریل 16, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved