چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې د بريکس جذابيت په ډيريدو دی؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 27, 2024
in نړیوال خبرونه
0
ولې د بريکس جذابيت په ډيريدو دی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولت رييس شي جين پينګ د چهارشنبې په ورځ د روسیې په کازان ښار کې د بريکس سرمشريزې ته په وينا کې ټيڼګار وکړ چې هېواد یې د بريکس له غړو هېوادونو سره د همکاريو پراخولو ته لېواله دی.

شي دغه راز هغه پرېکړه هم اعلان کړه چې پر بنسټ یې هېوادونه په مشارکت کې شاملېدو ته را بلل کيږي. دا چاره د بريکس په پراختيا کې يو بل مهم پرمختګ دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د رييس شي وينا، چې له پنځو څخه په تېره جنوري کې لسو ته د بريکس د غړو تر ډيريدو وروسته لومړنۍ مخامخ وينا وه، د ميکانيزم د پراختيا لپاره طرحه وړاندې کړه، څو قطبي نړۍ ته یې نوې روحيه ورکړه، په نړيوال سويل کې یې يووالی ټينګ کړ او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د ملتونو تر منځ همکاريو ته لاره هواره کړه.

ګڼ ګټونکي همکارۍ

دا چې نړۍ له جيوپوليټيکي فشارونو، مالي بې ثباتيو، اقليمي بدلون او نورو ننګونو سره مخ ده، همکارۍ یې د ژغورل کېدو يوازينۍ لاره ده.

په تېرو اتلسو کلونو کې چين د بريکس د شريکانو تر منځ د متقابلو ګټورو همکاريو پراختيا ته خپله ژمنتيا ساتلې ده. د شي د چهارشنبې ورځې وينا د لوی بريکس د همکاريو پراختيا ته د چين ليوالتيا لا ډيره په ډاګه کړه.

د لوی بريکس همکارۍ د سرچينو په برابرولو او د پراختيايي فرصتونو په رامنځته کولو کې د لا بهبود راوستلو په مانا دي.

د شانګهای په مرکزيت نوی پراختيايي بانک د بېلګې په توګه يادولی شو چې په مخ پر ودې هېوادونو کې د زيربنايي پروژو او پايدارې پراختيا لپاره مالي سرچينې برابروي. د ۲۰۲۳ کال تر پايه نوي پراختيايي بانک په غړو هېوادونو کې ۱۰۵ پروژې منظورې کړې وې چې د رسمي احصائيو له مخې یې ټوليز ارزښت ۳۵ ميلياردو امريکايي ډالرو ته رسېږي.

رييس شي د چهارشنبې ورځې په وينا کې د نوي پراختيايي بانک د پياوړي کولو غوښتنه هم وکړه او د بريکس له غړو یې وغوښتل چې له بدليدونکي نړيوال اقتصادي نظام سره د مالي سيسټمونو په عيارولو کې مخکښ رول ولوبوي.

د چين – بريکس د مصنوعي ځيرکتيا د پراختيا او همکاريو مرکز او د چين – بريکس د ساينس او ابتکاراتو پارک هم د بريکس د غړو هېوادونو د همکاريو په پراختيا کې اغېزناک رول لوبولی او ټولو غړو ته یې د دې فرصت برابر کړی چې د فضايي څېړنو، بايوټکنالوژۍ، مصنوعي ځيرکتيا او نورو برخو کې ګډ کار وکړي.

له ۲۰۲۳م کال راهيسې بريکس د چين په شيامن کې د نوي صنعتي انقلاب په ابتکاري مرکز کې تر لسو ډير افلاين روزنيز کورسونه دایر کړي چې له اويا د ډيرو هېوادونو تر سلو ډیرو زده کوونکو پکې برخه اخيستې ده.

رئيس شي په خپله وينا کې په بهر کې د لسو نورو روزنيزو مرکزونو د جوړولو زيری هم ورکړ چې د بريکس په غړو هېوادونو کې به زرو تعليمي اداره چيانو، ښوونکو او زده کوونکو ته روزنه ورکړي.

سينهوا خبري اژانس په دبۍ کې د خليج څېړنيز مرکز د سياسي او ستراتيژيکو چارو د څېړونکي احمد العلي له قوله ويلي چې د بريکس د همکاريو ميکانېزم په نړيوال دريځ کې د مخ پر ودې هېوادونو د نفوذ په پراخولو کې مهم رول لوبولی او دا هغه څه دي چې د متحدو عربي اماراتو په لومړيتوبونو کې راځي.

ورخلاصون او ټولشموليت

په ۲۰۱۷م کال کې له بريکس پلس را نيولې بيا په ۲۰۲۴م کال کې د غړو له پلوه د بريکس تر پراخېدو پورې، دغه ميکانېزم د ورخلاصون روحيه، ټولشموليت او د ګټې – ګټې روحيه ساتلې ده.

د رسمي ارقامو له مخې، دا مهال د بريکس د غړو هېوادونو د ناخالصو کورني توليد عمومي ارزښت د نړۍ د ټولو ناخالصو کورني توليد عمومي ارزښت ۳۰ سلنه برخه جوړوي. دغه راز د بريکس د غړو هېوادونو د وګړو ټوليز شمېر د نړۍ د ټولو وګړو نږدې نيمايي دی او سوداګري یې د نړۍ د ټولې سوداګرۍ يوه پر پنځمه برخه ده.

پر دې ټولو سربېره، د نړيوالې سولې لپاره د کارنېګي بنسټ د معلوماتو له مخې د لوی بريکس اقتصادي توليد، چې د پېر ځواک پر بنسټ محاسبه کيږي، دا مهال تر G7 اوښتی دی.

ګڼ شمېر هغه پرمختللي هېوادونه چې د متحدو ايالتونو تر سلطې د لاندې نړۍ د بديل د موندلو په لټه کې دي، بريکس ته مراجعه کوي څو له خپلو پراختيايي حقونو بشپړه ګټه واخلي. پر هغو هېوادونو سربېره چې په تېره جنوري کې له دغه بلاک سره په رسمي ډول يو ځای شوي، د ماليزيا، تايلنډ او اذربايجان په ګډون تر ۳۰ ډيرو نورو هېوادونو هم لېوالتيا ښودلې چې په رسمي ډول د برېکس غړيتوب ته غوښتنليک وړاندې کړي.

رئيس شي د چهارشنبې په وينا کې د نړيوالې حکومتولۍ سيسټم په اصلاح کولو کې د بريکس مخکښ رول ته په اشارې سره وويل چې د بريکس د غړو د شمېر لوړول يوه لويه موخه او د نړيوال وضعيت بدلوونکی مناسبت دی.

د تايلنډ د ملي تحقيقاتي مرکز تر چتر لاندې د چين – تايلنډ د ستراتيژيکو څېړنو د مرکز مشر سوراسېټ تانادتانګ ويلي چې بريکس د مخ پر ودې هېوادونو او غوړېدونکو بازارونو پر رسا غږ او د روان جيوپوليټيک ليدلوري پر نه بدلېدونکې برخې بدل شوی دی چې د لا ډيرې عادلانه او څو قطبي نړۍ د جوړېدو لپاره ځواکمن ابزار برابروي.

د بريکس غړي هېوادونه لويديځوال نه دي، خو دا په دې مانا نه ده چې ګنې دوی د لويديځ ضد دي.

بريکس له جوړېدو راهيسې څواړخيزتوب ته خپله ژمنتيا ساتلې او د داسې نړيوالې حکومتولۍ غوښتنه کوي چې د مخ پر ودې هېوادونو غږ پکې واوریدل شي. دا په نړيوال سويل کې د پرتو هېوادونو منطقي اړتيا ده.

رئيس شي د چهارشنبې ورځې په وينا کې د لوی بريکس همکاريو او د يوه داسې څو قطبي نړيوال نظم رامنځته کولو ته د چين هوډ بيا تازه کړ چې د ټولو لوبغاړو غږ به پکې په مساوي ډول اوريدل کيږي.

Previous Post

پر تايوان د امريکا د وسلو پلور په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت غبرګون

Next Post

اې ایچ ایف: افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو شمېر ډېر شوی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
اې ایچ ایف: افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو شمېر ډېر شوی

اې ایچ ایف: افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو شمېر ډېر شوی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هرات کې د انځرو په حاصلاتو کې کموالی راغلی

هرات کې د انځرو په حاصلاتو کې کموالی راغلی

جون 15, 2023
بغلان کې ترافیکي پېښه؛ شپږ کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي

بغلان کې ترافیکي پېښه؛ شپږ کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي

اگست 27, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved