چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

ولې زلمي خلیلزاد په ناڅاپي ډول استعفا وکړه؟

ژباړه: رحمت الله هڅاند

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 10, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
ولې زلمي خلیلزاد په ناڅاپي ډول استعفا وکړه؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

الباوابا نیوز کې راغلي: د دې سره سره چې د زلمي خلیلزاد کور په واشنګټن کې دی. خو زلمی خلیلزاد به په افغانستان کې د تل لپاره د امریکا ګټو ته د ژمن په توګه یادېږي. (هغه خلک چې سیاسي موقف کې قرار لري ورته ویل کېدل چې زلمی خلیلزاد به افغانستان ته راځي. خو تر ننه پورې دا هسې یو خیال دی)

افغان الاصل امریکايی زلمي خلیلزاد د  ۲۰۰۱ د سپټمبر له پېښې وروسته د جورج ډبلیو بوش سره په افغانستان د طالبانو رژیم په لمنځه وړلو کې هم همکاري کړې وه. خو پدې وروستیو کې يې له خپلې دندې استعفا ورکړه.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د دې په اړه کره معلومات نشته چې خلیلزاد ولې داسې په ناڅاپي ډول خپله دنده پرېښوده، خو داسې ویل کېږي، چې خلیلزاد خوشحاله نه ښکارېده، چې د امریکا نوي ولسمشر جوبايډن ټول امریکایي عسکر له افغانستانه د خپلې سري پرېکړې پربنسټ  له افغانستان وویستل.

خو دا رښتیا هم لږ ګونګه موضوع ده، چې زلمی خلیلزاد د افغانستان موضوع د حل لپاره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مرسته بېرته دندې ته راستون  شوی وه، تر څو په افغانستان کې ورور وژنه او کورنۍ جګړې ختمې کړي. او پدې هېواد کې سولې راوستلو ته لاره هواره کړي. خلیلزاد هغه څوک وه، چې افغان حکومت او طالبان سره په یوه میز کېنول، او په دوحه کې د سولې هغه خبرې د ۲۰۲۰ کال راهيسې پیل وې په ښه شان سره پرمخ بوتلې. په دوحه کې د سولې له خبرو هدف دا وه، چې دواړه لوري سره په یو میز کیني او سره یوځای شي او یو ټول شموله حکومت رامنځته کړي.

راځئ چې د نړۍ بیلا بېل خبري آژانسونه د خلیلزاد په اړه څه وایي:

اناتولي چې یو ترکي خبري آژانس دی را اخیستې: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د خلیلزاد له هڅو مننه کړې، او داسې ویلي (له خلیلزاد منندوی یو چې په لسیزو یې  امریکا ته خدمت کړی). او دا یې هم ویلي چې د زلمي خلیلزاد پخوانی مرستیال ټام ویسټ د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شي.

ځانګړی استازی ټام ویسټ چې د امریکا امنیتي سلاکارانو په ډله کې هم دنده ترسره کړې، او په خپلو سیاسي هڅو سره به د مرکزي او جنوبي آسیا د موضوعاتو په هکله  ( د بهرنیو چارو وزیر) سره سلا مشورې او همکاري کوي، او په دوحه کې به د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه   د کابل له استازو سره یو ځای شي، او په افغانستان کې  به د امریکا پر ګټو سره خبرې کوي.

خلیلزاد د دواړو ټرمپ او بایډن د ولسمشرۍ پرمهال د امریکا لپاره بریالی استازیتوب وکړ، او د ټرمپ او طالبانو ترمنځ خبرو اترو او  د مخالفتونو له منځه وړلو کې کلیدي رول ولوباوه، او  دواړه لوري يې دې موافقې ته سره  ورسول چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې ټول امریکایي عسکر له افغانستان ووځي او تردې نېټې پورې به طالبان په امریکایي عسکرو حمله نه کوي.

په دغه توافقنامه هغه وخت غبرګونونه راوپارېدل، چې افغان حکومت ته هېڅ پاملرنه نه وه شوې، او بایډن بیا له افغانستان د امریکایي عسکرو د وتلو موضوع اګست میاشتې ته وځنډوله. د خلیلزاد د استعفا پرېکړې موضوع په داسې مهال رامنځته کېږي، چې د امریکایي عسکرو په بشپړ وتلو څه باندې  یوه نيمه میاشت پوره کېږي، او د دې په منځ کې په افغانستان کې یو حکومت ړنګ او پرځای بل حکومت رامنځته شو. له هغې وروسته چې طالبانو په کابل ولکه ټينګه کړه امریکا څه د پاسه ۱۲۰۰۰۰ خپل متحدین او خپلې راتلونکې ته اندېښمن افغانان له افغانستان ووېستل.

یو پي آی: بیا په سیاسي ډګر کې د خلیلزاد د دندو یادونه کړې. د خلیلزاد د ۲۰۰۳م تر ۲۰۰۵ م په افغانستان کې د سفیر په توګه دنده درلوده. او هممهاله  ځينې نورو ادارو سره هم کار کوو، او ۲۰۰۵م تر ۲۰۰۷ په عراق کې د سفیر په توګه دنده پرمخ بېوله، او ۲۰۰۷م تر ۲۰۰۹م پورې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي په توګه پر دنده بوخت و. د ټرمپ تر ادارې لاندې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو  اوږدې جګړې د ختمولو لپاره د طالبانو سره د خبرو د مخ بېولو لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه په دنده وګومارل شو. د سولې د خبرو په دغه  تاریخي پړاوونو کې دواړه لوري تېر کال د فبروري په میاشت کې دغه توافق ته ورسېدل، چې امریکایي عسکر به بشپړ ډول له افغانستان وباسي، او د اګست میاشتې په وروستیو کې امریکا خپل ټول سرتېري په بشپړ ډول له افغانستان ووېستل.

او همدارنګه یو ایراني تلویزیون ویلي:ـ خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ماتې خوړل او په قطر کې د سولې خبرو ناکامېدو له امله استعفا ورکړه: خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو وزار ته ویلي وو، په داسې مهال چې امریکا د افغانستان په اړه د نوې پالیسۍ غوره کولو پړاو ته داخلېږي، د دندې پرېښودو  لپاره ښه وخت دی.

خلیلزاد لیکي: (زه سبا له خپلې دندې استعفا ورکوم، پداسې مهال چې د افغانستان په اړه مونږ نوې پالېسي غوره کولو پړاو ته داخلېدو، ما دا فیصله  وکړه، چې د دندې پرېښودو لپاره مناسب وخت دی). چې دغه معلومات د یو ایراني ویب سایټ لارې لاسته راغلي.

خلیلزاد وایي دا منم، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سیاسي جوړ جاړی نور د رامنځته کېدو وړ نه دی، چې د دې لپاره ډېر علتونه شته، چې په راتلونکې ورځو او هفته کې درسره شریک کړم.

هغه زیاته کړه چې د راتلونکي لپاره زما پلان یوازې په هغه مباحثو او مناقشو کې ګډون نه کول چې څه به واقع کېږي، بلکې په هغو مناقشو او مباحثو کې ګډون کول چې څه باید تر سره شي.

په ټوله کې په ټولنیزو رسنیو خلک راضي ښکارېدل، چې زلمي خلیلزاد استعفا ورکړه، خو یو پکې سپینه خبره کړې و، چې پدې کې هېڅ شک نشته چې افغانستان د لوی بحران څخه زلمي خلیلزاد او پاکستان بچ کړ.  دلته یو شمېر کمنټونه دي چې د خلکو لخو لیکل شوي:

او بل ویلي دي، چې تاریخ هېڅکله د چا ښه نه یادوي.  د افغانستان لپاره دا پړاو تر ټول د ظلم او د بشریت لپاره تر ټولو د ناورین پړاو دی. د افغانستان تسلیمېدل ترهګرو طالبانو ته او بې ګناه خلکو لخوا د افغانستان پرېښودل.

بل دا لیکلي: امریکا حکومت باید د طالبانو  تېرې کړنې وڅېړي، او هغې ته په کتو له دوی سره عمل وشي. خلیلزاد د تېرو دریو کلونو راهيسې، طالبان  امریکا او افغانستان ته  قدرت لرونکي ور وپېژندل، او هر څه يې  بې له کومې بدلې طالبانو ته وروسپارل.

اساساً د خلیلزاد استعفا د افغانستان د مسلې په ارتباط د امریکا د شل کلن حضور د فصل تړل او د ټام وېسټ په راتګ سره د نوي فصل پرانيستل دي.

Previous Post

د اوکراین ختیځ کې هم خلکو ته له کورونو د وتلو امر شوی

Next Post

متقي ایران ته: افغان کډوالو سره ناسم چلند د دواړ هیوادونو په اړیکو منفي اغېز کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
متقي ایران ته: افغان کډوالو سره ناسم چلند د دواړ هیوادونو په اړیکو منفي اغېز کوي

متقي ایران ته: افغان کډوالو سره ناسم چلند د دواړ هیوادونو په اړیکو منفي اغېز کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

نيکمرغي د کوښښونو پر مټ راځي!

نيکمرغي د کوښښونو پر مټ راځي!

مې 1, 2024
افغان حکومت: له نړۍ او امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو

افغان حکومت: له نړۍ او امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو

مې 17, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved