چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې واشګنټن په لاتيني امريکا کې پوځي حضور پياوړی کوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 3, 2025
in نړیوال خبرونه
0
ولې واشګنټن په لاتيني امريکا کې پوځي حضور پياوړی کوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ارجنټاين حکومت د سپتمبر په دېرشمې نېټې امريکايي ځواکونو ته اجازه ورکړې، چې د دغه هېواد دننه دې له ارجنټايني ځواکونو سره ګډ تمرينونه وکړي.

د ارجنټاين د حکومت دغې پرېکړې د ارجنټاينانو او هم د نړيوالو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

متحده ايالات په لاتيني امريکا او کارابين سيمې کې څومره ځواکونه لري؟ موخه يې څه ده؟ د یادې سيمې په هېوادونو کې د امريکايي ځواکونو شتون په څه مانا دی؟

امريکا په کارابين سیمې کې څومره ځواکونه ځای پر ځای کړي؟

متحده ايالات د لاتيني امريکا په ډېرو هېوادونو کې پوځي حضور لري او د کيوبا په ګوانټانامو کې یې د سمندري پوځ اډه هم جوړه کړې او په ډول ډول لارو چارو يې د کولمبيا، هندوراس او سلوادور په شمول ځينو هېوادونو کې د پوځي اډو د کارونې حق ترلاسه کړی دی.

که څه هم د اسيا او ارام سمندر او منځني ختيځ په پرتله په لاتيني امريکا کې د واشنګټن پوځي پيمانه نسبتاً کمه ده، خو د پوځي حضور ډولونه يې ډ‌ېر دي.

په کارابين سيمې کې د امريکا د پوځي حضور موخه څه ده؟

واشنګټن له اوږدې مودې راهيسې لاتيني امريکا ته د ځانګړي انګړ په نظر ګوري. امريکايي ځواکونه له سړې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته هم د ستراتيژيک منطق په پلمه له لاتيني امريکا نه دي وتلي او په انعطاف منونکو لارو چارو يې د دې سیمې په مهمو ځايونو کې پوځي حضور ساتلی دی. د دې ترڅنګ امريکا په سيمې کې له خپلو پوځي اډو او تاسيساتو څخه په استفادې د اوبو مهم کانالونه او د سيمې حالات څاري او د پوځي ځواکونو د چټک ځای پر ځای کولو وړتياوې یې ساتلي او په وروستيو کې يې په لاتيني امريکا او کارابين سيمې کې خپل پوځي حضور نور هم پياوړی کړی دی. د بېلګې په توګه، امريکا په وروستیو کې په سيمې کې د نشه يي توکو له قاچاقبرو سره د مبارزې په پلمه وينزويلا ته نږدې کارابين سمندري سيمې ته پوځي بېړۍ لیږلي او تر اوسه يې د نشه يي توکيو د قاچاقبرو يوازې څو بېړۍ ويجاړې کړي او څو قاچاقبر يې وژلي دي.

شنونکي وايي، واشنګټن له نړيوالو مجرمينو سره د مبارزې په پلمه په لاتيني امريکا او کارابين سیمو کې خپل پوځي حضور پياوړی کوي او رښتينې موخه يې دا ده چې په سيمې کې خپل سياسي کنټرول لا پیاوړی کړي او د سوداګرۍ، اقتصاد او د اوبو کانالولو په هکله پر اړوندو هېوادونو فشارونه واچوي، څو سرونه ورته ټيت او خپلې اقتصادي ګټې پرې تضمين کړي.

د بوليويا ولسمشر البیرتو ارس کاتاکورا په لاتيني امريکا کې د واشنګټن نوی دفاعي جوړښت سیمې ته د نوي استعمار د بیا راتګ په مانا بللی دی. نوموړي د سپتمبر په ۲۵مې نېټې د ملګرو ملتونو د اتيايمې عمومي اسمبلۍ په معمولي بحثونو کې ويلي، چې په کارابين سيمې کې د امريکا د پوځي حضور رښتينې موخه دا ده، چې دغه هېواد د وينزويلا د نفتو په شمول طبيعي سرچينې غلا کړي او د ازادۍ، ډيموکراسۍ د زيامنېدو او د پوځي ادارې د پرمخبيولو له لارې لاتيني امريکا او کارابين سيمه بيا کنټرول کړي.

د سيمې هېوادونه د امريکا پوځي حضور څنګه بولي؟

د امریکايي او ارجنټايني ځواکونو ګډ پوځي تمرينونه د اکتوبر په وروستۍ لسيزې کې د دې هېواد د مارديلپلاتا په شمول څو ځایونو کې پيل شوي، خو د دغه هېواد دننه یې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د ارجنټاين د تيرا ديل فوګو د ټاپوګانو والي په یوې اعلاميې کې په دغه هېواد کې له بهرني پوځي حضور سره سخت مخالفت ښودلی او ويلي يې دي، چې دغه کړنه به د دغه هېواد ملي حاکميت ته سخت زیان ورسوي. سربېره پردې د ارجنټاين څو پارلماني غړو او څو غير حکومتي سازمانونو، ټولنو او خبري رسنيو هم په دغه هېواد کې د بل هېواد له پوځي حضور سره مخالفت ښودلی دی.

د کارابين سیمې مشرانو د ملګرو ملتونو د اتيايمې عمومي اسمبلۍ د معمولي بحثونو په څنډې کې په سيمې کې د امريکا له پوځي حضور سره کلک مخالفت کړی دی.

د برازيل ولسمشر لولا داسې ويلي، چې په کارابين سیمې کې پوځي لاسوهنې به د نړۍ نورو هېوادونو ته هم بشري ناورينونه ورسوي او په خبره یې، لاتيني امريکا باید د کوم هېواد پوځي حضور ته اجازه ورنه کړي.

Previous Post

د چين او سينګاپور مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو ټينګېدو د ۳۵مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل

Next Post

ملګرو ملتونو د چين سوله ساتونکو ځواکونو ته د سولې ميډالونه ورکړل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
ملګرو ملتونو د چين سوله ساتونکو ځواکونو ته د سولې ميډالونه ورکړل

ملګرو ملتونو د چين سوله ساتونکو ځواکونو ته د سولې ميډالونه ورکړل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

استقامت د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

استقامت د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

مارچ 11, 2020
په تېرو شپږو میاشتو کې چين کې د بهرنيو تصديو او دولتي تصديو واردات او صادرات لسګونه سلنه زيات شوي

په تېرو شپږو میاشتو کې چين کې د بهرنيو تصديو او دولتي تصديو واردات او صادرات لسګونه سلنه زيات شوي

جولای 24, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ