چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

يو ثابت چين د نړۍ لپاره ګټور دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 9, 2026
in نړیوال خبرونه
0
يو ثابت چين د نړۍ لپاره ګټور دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سږکال له پيل راهيسې د نړۍ په ډېرو سیمو کې‌ له لاتيني امریکا څخه تر منځني ختیځ پورې شخړې راپورته شوي او د نړیوالو اندېښنې يې راپورته کړې دي.

چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړی هېواد دی او د اوسني نړيوال وضعيت په اړه يې دريځ څه دی؟ دغه هېواد به د نړۍ د سولې، امنيت او پرمختګ د ساتنې په برخو کې څه رول ولوبوي؟

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اوسمهال نړيوال نظام ډېر ويجاړ شوی او د ملګرو ملتونو مرکزي مقام ورځ تر بلې کمزوری کېږي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د تېر کال په سپتمبر کې د شانګهای همکارۍ سازمان په تيان جين سرمشريزې کې د نړيوالې حکومتولۍ وړاندیز مطرح کړ او پکې يې پنځه اساسي نظريې ((د حاکميت مساوات، د نړیوالو قوانینو حاکمیت ته غاړه اېښودل، د څو اړخیزم عملي کول، د خلک محوره پرمختيايي لارې غوره کول او په ژمنو عمل کول)) وړاندې کړې دي.

د شي جين پينګ ياد وړانديز څه باندې د ۱۵۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش همغه وویل، چې د رئیس شي جين پينګ د نړيوالې حکومتولۍ د وړانديز موخه د ملګرو ملتونو له نظر سره سمون لري.

چين نه يوازې وړانديزونه مطرح کړي، بلکې پلي کړې يې هم دي. د ساري په توګه، دغه هېواد په تېر يو کال کې منځګړی نړیوال سازمان جوړ کړی، د کمبوډيا او تایلنډ ترمنځ‌ د شخړې د حل لپاره يې هڅې کړي، د شانګهای همکارۍ سازمان او د برېکس هېوادونو ميکانيزم له لارې يې د سراسري جنوب خپلواک پرمختګ ته وده ورکړې…. چین د نړیوالې سولې او ښې حکومتوالۍ لپاره هڅې کوي.

د ايران اوسني وضعيت د نړیوالې پاملرنې راجلب کړې دي. د چين دريځ څرګند دی او له بېلابېلو خواوو څخه يې بیا بیا د اوربند غوښتنې کړې دي.

چين د منځني ختيځ له يو شمېر هېوادونو سره نژدې تبادلې ساتلي، منځني ختيځ ته به ځانګړی استازي ولېږي او د ايران او د منځني ختيځ مسئلې د حل لپاره به پنځه فقره ييز اصل وړاندې کړي، څو په سیمه کې کړکېچن وضعيت ارام شي.

د فرانسې « لې فيګارو Le Figaro» ورځپاڼې ويلي، چې په اوسنۍ بدلېدونکې نړۍ کې د چین ثابت رول ورځ تر بلې اهميت پيدا کوي.

اوسمهال د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه غونډه او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه غونډه په پلازمېنې بېجينګ کې روانې دي او د دې هېواد د ۱۵م پنځه کلن پلان د طرحې په اړه پکې بحثونه کېږي.

د چين پنځه کلن پلان نه يوازې د دغه هېواد د پرمختګ نوې نقشه ده، بلکې د نړيوالو همکاريو نوې هيلې يې هم راټوکولې دي.

د اروپا، اسيا، شمالي امريکا او د لاتيني امريکا د ډېر هېوادونو مشرانو د تېر کال له پای راهيسې له چين څخه لیدنې کړي او هيلې يې ښودلي، چې له دغه هېواد سره همکارۍ لا ژورې او ګډې ګټې ترلاسه کړي.

چين يوازې د خپل پرمختګ لپاره هڅې نه کوي، بلکې غواړي نړۍ هم ورسره ګډ پرمختګ ومومي.

په تېرو پنځو کلونو کې د چين د اقتصاد منځنی زياتوالی ۵ اعشاريه ۴ سلنې ته رسېدلی او د نړيوال اقتصاد د زیاتوالي خدمت يې څه باندې ۳۰ سلنې ته رسېدلی دی.

چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې د لوړې سويې ورخلاصون ته وده ورکړي او دغه هېواد به نه يوازې د نړیوالې فابريکې په توګه رول ولوبوي، بلکې نړيوال بازار به هم جوړ کړي او په دوامدار ډول به د نړۍ د اقتصاد د زياتوالي لپاره ثابت خوځنده ځواک برابر کړي.

اوسنۍ نړۍ د لوی بدلون په حال کې ده،‌ په داسې حال کې يو ثابت چين نه يوازې د چينايانو لپاره، بلکې د نړيوالو لپاره هم ګټور دی.

Previous Post

قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

Next Post

تېر کال د چین څارنواليو ۳ ميلیونه او ۴۶۷ زره قضيې حل کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
تېر کال د چین څارنواليو ۳ ميلیونه او ۴۶۷ زره قضيې حل کړي

تېر کال د چین څارنواليو ۳ ميلیونه او ۴۶۷ زره قضيې حل کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د مزار- شبرغان ګازو پایپلین پروژې چارې پیل شوې

د مزار- شبرغان ګازو پایپلین پروژې چارې پیل شوې

جولای 9, 2023
افغان پوله؛ تاجکستان او روسیه خپلو کې همکاري ډېروي

افغان پوله؛ تاجکستان او روسیه خپلو کې همکاري ډېروي

دسمبر 28, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ