د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پنټاګون څخه غوښتي، چې د امریکا او کوریا جمهوريت ګډ پوځي تمرینونه “ډېر” کم کړي.
نوموړي د اګست په ۱۶مې نېټې پر ټولنیزو رسنیو ویلي، چې ياد پوځي تمرینونه ډېر لګښت لري او د لګښت لویه برخه يې د امریکا پر غاړه ده او په ټکو يې، دغه پوځي تمرينونه ډيموکراتيکې کوریا ته “پوره نا مناسبه او دښمنانه اشاره” ورکوي.
ټرمپ ویلي، هغه د ډيموکراتيکې کوریا له مشر کيم جون اون سره “ډېره ښه اړیکه” لري او په خبره یې، ” زه پر دې خوښ نه یم چې اوږده موده مخکې امريکا له کوریا جمهوريت سره په ګډو پوځي تمرینونو کې د ګډون موافقه کړې وه”.
نوموړي ويلي، اوس د تمرینونو لغوه کول ډېر ناوخته شوي، خو ملي دفاع وزارت ته يې لارښوونه کړې، چې د امریکا او کوریا جمهوريت ګډ پوځي تمرینونه “ډېر” کم کړي.














