د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۳۱مې نېټې له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي، چې هغه به په اردن کې د امریکا پر اډو د ایران د بریدو غچ اخلي او پر دغه هېواد به سخت بريدونه وکړي.
ټرمپ ویلي، د امریکا د هوايي دفاع سیسټم د ایران د بریدونو پر مهال یوازې يو توغندی پرېښودلی او نور ټول يې په هوا کې ور شنډ کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت او پوځ د اګست په ۳۱مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې ځواکونو يې پر لارک ټاپو د امریکا د برید په ځواب کې په اردن او متحده عربي اماراتو کې د امریکا څو هدفونه په نښه کړي او د امریکايي ځواکونو اېم کيو -۹ ( MQ-9) بې پېلوټه الوتکه یې هم ویشتلې ده.
د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت د اګست په ۳۱مې نېټې په یوې اعلامیې کې هغه راپورونه رد کړي، چې په ګواکې پر منهاد هوايي اډې د توغندیو برید شوی دی.













