سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home معلوماتي خپرونې

ټویټر

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 18, 2021
in معلوماتي خپرونې
0
ټویټر
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ټویټر یوه ټولنیزه شبکه ده. دا شبکه کاروونکي ته اجازه ورکوي، چې ۱۴۰ توري لکیل وکړي. هغه پیغام چې کاروونکی یې پر خپل ټویټر لیکي، په انګلیسي کې ټویټ ورته وايي. ټویټر د  ۲۰۰۶ کال په مارچ کې د جک دورسي لخوا جوړ شوی او د همدې کال په جون کې یې کار پیل کړ. دغه کوچنی بلاګ دمګړۍ تر ۳۱۵ میلیونه ډېر فعال کاروونکي لري. په ورځ کې ۳۴۰ میلیونه ټويټونه د ټویټر پر پاڼه خپرېږي. تر ۱،۶ میلیارده پورې لټونې پکې کېږي. ټویټر په لومړي سر کې یو شعار درلود: «څه کار کوی؟» خو وروسته دا شعار پر «څه کېږي؟» واوښت. د ټویټر یوه ځانګړنه د لیکلو محدودیت دی، تاسې کولی شی یوازې او یوازې ۱۴۰ کلیمې ټویټ وکړی. پر ټویټر د لیکنو تر څنګ، ویډیوګانې، انځورونه او لنډ انمېشنونه هم خپرولی شی.

د ټویټر کلمه له ټویټ  څخه اخستل شوې چې د کوچنیو مرغانو د اواز په مانا ده. دا هم یوه ټولینزه شبکه ده چې د همدې کمپنۍ له لوري پرمخ وړل کېږي. دا شبکه د جک دورسي نوح کلاس  بیز سټون او ایون ویلیمز لخوا د ۲۰۰۶ کال د مارچ په ۲۱مه جوړ شو، خو د جولای په ۱۵مه یې فعالیت پیل کړ. دا شبکه اوسمهال په ټوله نړۍ کې تر ۵۰۰ میلیون زیات کاروونکي لري او دا له هغه څخه ۲۷۱ میلیون فعاله کاروونکي  دي، چې له فېسبوک څخه وروسته په دویمه  درجه کې راځي. خو له فېسبوک څخه  دومره توپير لري  چې په فېسبوک کې ورته پوسټ وایي، چې څومره وغواړی هومره لیکنه کولای شو او په ټویټر کې ورته ټویټ وایي چې یوازې د ۱۴۰ حرفونو په اندازه لیکنه پکې کېږي. د یوې څېړنې له مخې، هره ورځ په دغه شبکه کې خلک د ۳۴۰ میلیونو په شاوخواکې ټویټونه کوي. له ټویټر څخه زیاتره وخت هغه کسان کار اخلي چې ډېر مشهوره وي او یا زیات ملګري ولري. په ټویټر کې څوک مجبوره نه دي چې یو بل کس د ځان ملګري کړي څو د هغه لیکنې وګوري، فقط هغه شخص دې فالو کړي او د هغه ټولې لیکنې به لیدل کیږي. هغه مشهوره کسان چې غواړي خپلو مینه والو ته د ځان په اړه څه ولیکي، نو له همدې شبکې څخه کار اخلي، هغه که یو فلمي ستوری وي او که یوه سیاسي څېره.

You might also like

فولکس واگن

  پاناسونیک

فیسبوک

د ټویټر مرکزي څانګه په سانفرانسیسکو کې ده. په بوستون، نیویارک او سن آنتونیو کې هم استازولۍ لري. ټویټر د لسو غوره وېبسایټونو په کتار کې اتم ځای لري. ټویټر په لومړي سر کې یوه پروژه وه چې د اوبیویس له لوري جوړه شوه. لومړنۍ نسخه یې د یوه داخلي سرویس په توګه د اوډې او لخوا وکارول شوه او مکمله نسخه یې د ۲۰۰۶ کال د جون په ۱۵مه معرفي شوه، خو د ۲۰۰۶ کال په اکټوبر کې د ټولو په اختیار کې ورکړل شوه. دغه شبکه ډېره ژر د خلکو د پام وړ وګرځېده، تر دې چې د ۲۰۰۷ کال په مارچ کې یې د اورادرز په جشنواره کې د غوره ویبسایټ جایزه خپله کړه.

دغه شرکت په لومړي سر کې په کالفورنیا کې ثبت شوی دی. دفترونه یې د نړۍ په نور برخو کې هم شته دي. ځينې سرورونه یې په سن انتونیو او بوستون کې هم شته. تاسې کولی شی په ټویټر کې وړیا ثبت‌نام وکړئ. تاسې له بېلو لارو کولی شی خپل ټویټر ته لیکنې ورزیاتې کړئ. تر ډېره یې خلک په موبایل کې کاروي چې ګټور دی او خلک کولی شي خوند ترې واخلي. تاسې په ټویټر کې کولی شی تر ډېره هغه مطالب واچوی چې ستاسې په شاوخوا کې تېرېږي. کېدای شي تاسې متاثر کړي او یوه ټویټ ته مو اړ کړي. ټویټر او د معلوماتو ځای پر ځای کول کولی شي په نړۍ کې مثبت تاثیر پرېږدي.

د ټویټر کاروونکي ورځ تر بلې ډېرېدل، دوی هم خپل کارونه په ښه توګه مخ ته وړل. هڅه یې کوله چې د خپلو کاروونکو او مشتریانو رضایت خپل کړي. په ۲۰۱۱ کال کې یې د ټولو کاروونکو شمېر تر ۲۰۰ میلیونو واوښت. هره ورځ تر ۲۰۰ میلیونو ټویټرونه هم ورباندې کېدل. دا عدد په یوه ورځ کې پوره ۸۱۶۳ ټوکه د جګړې او سولې له ناول سره برابر و. که تاسې غواړی چې د یوې ورځې تول ټویټونه ولولی، نو ۳۱ کاله وخت نیسي. که دا ټول ټویټونه کتاب شي البته د یوې ورځې ټویټونه،  نو ۱۴۷۰ فوټه کېږي چې د یوه لوړ برجه په اندازه به لوړ وي. په لومړي وخت کې دومره ټویټونه  نه کېدل. د ۲۰۰۷ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۴ سوه زره کسانو ټویټ کړی و. ټویټر ډېره سریع وده تجربه کړه. یو کال وروسته یې هره ورځ پر پاڼه پاندې ۱۰۰ ميلیونه ټویټونه کېدل. اوس په هره ثانیه کې د ټویټر کاروونکي لږ تر لږه ۷۵۰ ټويټونه استوي.

د وروستیو شمېرو له مخې، دمګړۍ ټویټر هره ورځ یوازې ۳۱۷ میلیونه فعال کاروونکي لري. یوه په زړه پورې خبر خو دا ده چې که ټویټر وغواړي چې له خپلو کاروونکو یو هېواد جوړ کړي، نو شايي د وګړو شمېر یې تر ۵۰۰ میلیونو واوړي. د ټویوټر ۹۰ سلنه کاروونکي هره ورځ لږ تر لږه یو ټويټ کوي.

د دغه ټولنیزې شبکې بنسټګر ولیامز بیز استون او جک دورسي دی. لومړنی ټویټ په ټویټر کې جک دورسي د ۲۰۰۶ کال د مارچ په ۲۱مه په ۹:۵۰ دقیقو کړی دی.

ټویټر ستاسې په خوښه ستاسې اکونټ له منځه وړلی هم شي. هغه ستاسې له اکونټ سره سم ستاسې ټول مواد هم له منځه وړي. ټویټر خپلو کاروونکو ته دا وړتیا ورکوي چې خپله پاڼه په خپله خوښه ډیزاین کړي. د ډيزاین برخې ته ورشئ او څنګه مو چې زړه وي، د خپل ټویټر پاڼه ډيزاین کړئ.

کله چې په ۲۰۰۶ کال کې ټویټر جوړ شو، نو ځينو خلکو یې د امنیت په اړه اندېښنه لرله. مایکل ارنګتون، وویل، ټویټر یې خوښ شو، خو دا چې زما ملګري یا څارونکي ټول ویني، نو په اړه یې د نا امنۍ احساس کوم. د ټویټر ټول پوسټونه عمومي دي، خو کاروونکی کولی شي هغه خصوصي یا ځانګړي کړي. ټویټر د خپلو کاروونکو امنیت ته خاص ارزښت ورکوي، خو هغه معلومات د ټویټر له نورو کاروونکو نه پټوي چې د ټویټر په نظر مهم او اړین دي. ټویټر د امنیت له نظره تر ډېره خوندي دی، خو که هغه سپارښتنې عملي کړئ چې ټویټر یې درته وايي.

هغه څه چې ټويټر یې ځانګړی کړی دی، دا دي چې ټویټر په خبري برخه کې پوره اغېز لري. ډېری خبریالان، چارواکي او د چارواکوو ویاندویان په دغه پاڼه کې اکونټونه لري او کوښښ کوي چې شېبه په شېبه معلومات له خلکو سره شریک کړي. ډېری خبریالان هم له ټویټر مطلب را اخلي او خپروي یې، ویلی شو چې ټویټر د نړۍ تر ټولو چټکه خبر رسوونکې شبکه ده. ټویټر وايي، په دې برخه به هم کار کوي چې څنګه د خبریالانو لپاره ځينې ځانګړې اسانتیاوې رامنځ ته کړي او په وینا یې دې برخې ته به د خبر اطاق نوم ورکوي.

په فضا کې هم ټویټر کارول کېږي. د ټویټر لومړنی پیغام چې له فضا راغلی، هغه تی جی کریمر را استولی دی، هغه د ۲۰۱۰ کال د جون په ۲۲ مه له فضا یو ټويټ وکړ. ناسا شرکت هم پر ټویټر ډېره تکیه کوي او په دې شبکه کې ډېر فعال دي. دوی په دې برخه کې ځان ته ځانګړي امکانات برابر کړي دي او همدا راز یې خپلو کاروونکو ته ځانګړي اپلکشنونه جوړ کړي دي، څو وکړی شي هر څه په سمه توګه تر سره او په وخت معلومات له کاروونکو سره شریک کړی شي.

پر ټویټر خطرناکه پانګونه وشوه، پر دغه ټولنیزه شبکه لا هومره باور نه و شوی، خو شریکانو دا خطر په ځان ومانه او پر هغه یې ۵۷ میلیونه ډالره پانګونه وکړه. د دغه مبلغ کره شمېرې د ځینو ملحوضاتو له امله نه دي خپرې شوې. په لومړي سر کې پر ټویټر له ۱ تر ۵ میلیونه پانګونه شوې وه. په دویم پړاو کې بیا پانګونه ورباندې وشوه، دا ځل نو د پانګونې کجه ۲۲ میلیونو ډالرو ته رسېده او دا ۲۰۰۸ کال و. په ۲۰۰۹ کال کې د درېیم ځل لپاره پانګونه ورباندې وشوه چې اندازه یې ۵ میلیونو ډالرو ته رسېده.

ټویټر ورځ په ورځ وده کوله او په ۲۰۱۰ کال کې یې د شرکتونو د تبلیغ لپاره یوه طرحه وړاندې کړه. د هغه په وسیله شرکتونو کولی شوی چې د غوره ټویټونو د اخیستو له لارې خپل تبلیغات وکړي. څو ورځې وروسته ټویټر اعلان وکړ چې څو سترو شرکتونو په دې برخه کې د خپلو اعلاناتو د خپرولو وړاندیز کړی دی. په دې ډله کې سوني پیکچرز، ردبول، بست بای، او ستار باکس وو.

د ټویټر شریکانو د ۲۰۱۰ کال په سپرلي کې د اعلانونو خپرول پیل کړل، چې کلنی عاید یې ۴۵ میلیونو ډالرو ته لوړ شو. سره له دې چې ځينې زیانونه یې وکړل، خو کم وو، بیا هم د ۲۰۱۰ کال تر پایه د ۱۰۰ میلیونو ډالرو ګټې وړاندوینه شوې وه. دغه وړاندوینه په ۲۰۱۱ کال کې ۱۱۰ میلیونه ډالره اټکل شوې وه، په همدې توګه د ټویټر د شرکت قېمت له دومره ګټو وټو سره ۳،۵ بیلیونه ډالرو ته لوړ شو. ټویټر اعلانونه او سوداګریزې خبرتیاوې خپل کار وګرځاوه.

انترتینمنت ویکلي مجلې، ټویټر د لسیزې په لسو غوره وېبسایټونو کې راوستی دی. والستریت ژورنال ورځپاڼه بیا وایي، ټویټر نه یوازې خلکو ته ګټه رسولې ده؛ بلکې زیانونه یې هم ورته رسولي دي. د ورځپاڼې په باور، په لومړي سرک کې کاروونکو داسې فکر کاوه چې دا یې ملګرو ته د لاسرسي تر ټولو ښه لار ده، خو وروسته پوه شول چې پر ټویټر معتاد شوي دي. د ورځپاڼې د شنونکو په باور، دا چې خلک پر ټویټر معتاد شوی، یو علت یې دا دی چې هلته کمې کلمې لیکل کېږي، د خلکو زړه نه تنګوي او لوستل یې دومره ګران کار نه دی. نو ځکه خلک ډېره مینه ورسره لري، خو که دغه شمېره لوړه شي او ډېر کلمات پکې ځای شي، نو بیا به یې مینه وال راکم شي.

ټویټر په ډېری هېوادونو کې د ستونزو سبب شوی دی. په ۲۰۱۱ کال کې انګلستان د کابینې غونډه را وغوښته او په هغه کې یې پرېکړه وکړه چې په هېواد کې د ټولنیزو رسنیو په تېره ټویټر کارونه محدوده شي. د دوی په باور، په هغه وخت کې راپورته شوي جنجالونه د همدې ټولنیزو شبکو له امله وو. په دې جلسه کې ټولنیزې شبکې د شوروشونو او لاریونونو اصلي لامل بلل شوې وې. په دې توګه نو پولیسو ته دا واک په لاس ورغی چې په موقته توګه په ځينو سیمو کې ټولنیزې رسنۍ بندې کړي.

ټویټر اوس هم یوه فعاله او پرمختللې ټولنیزه شبکه ده چې له فیسبوک او نورو شبکو سره د رقابت لپاره ولاړه ده. اصلي مرکز یې په امریکا کې دی، خو په ځينو نورو هېوادونو کې یې هم سرورونه فعال دي. کلنۍ ګټه‌وټه یې تر ۲ میلیاردو ډالرو اوړي. زرګونه کسان کار ورسره کوي او اوسنی مدیر یې هم جک دی. هغه پر کاره سړی دی، هڅه او کوښښ کوي او وايي، یوازینی هدف مې دا دی چې د خلکو تر منځ اړیکې نږدې کړم او خلک له یو بل سره وساتم.  

Previous Post

څنګه مثبت لیدلوری خپل کړو؟

Next Post

په کابل ښار کې د نږدې ۷۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت څلور کیلومتره سړک جوړيږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

فولکس واگن
معلوماتي خپرونې

فولکس واگن

by Spogmai Radio
اگست 9, 2021
  پاناسونیک
معلوماتي خپرونې

  پاناسونیک

by Spogmai Radio
اگست 2, 2021
فیسبوک
معلوماتي خپرونې

فیسبوک

by Spogmai Radio
جولای 26, 2021
توشیبا
معلوماتي خپرونې

توشیبا

by Spogmai Radio
جولای 12, 2021
نیسان کمپنۍ
معلوماتي خپرونې

نیسان کمپنۍ

by Spogmai Radio
جولای 5, 2021
Next Post
په کابل ښار کې د نږدې ۷۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت څلور کیلومتره سړک جوړيږي

په کابل ښار کې د نږدې ۷۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت څلور کیلومتره سړک جوړيږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بلینکن: بن سلمان به؛ تر ډېره واکمن وي، باید ګډ کار ورسره وکړو

بلینکن: بن سلمان به؛ تر ډېره واکمن وي، باید ګډ کار ورسره وکړو

اپریل 28, 2021
د کابینې غونډه؛ د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تایید شوه

د کابینې غونډه؛ د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تایید شوه

اپریل 1, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved