چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

پاکستان د امت سرمایه که د افغان ولس داړونکی؟

وحیدالله توحیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 8, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
پاکستان د امت سرمایه که د افغان ولس داړونکی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پاکستان ظاهراً د یو ازاد مسلمان هېواد په توګه تر دې شعار لاندې رامنځته شو، چې په هند کې ډېر مسلمانان د هند له ظلمونو څخه ژغوري او د هغوی لپاره حق غواړي څو هندي مسلمانان ازاد وي.

د پاکستان د رامنځ ته کیدو او اتومي کیدو ستره موخه دا وه چې اسلامي او عربي نړۍ د اسراییلو له وحشت او بریدونو وژغوري، خو متاسفانه دغه دواړه موخې تر سره نه شوې.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

پاکستان برعکس خپلو شخصي ګټو پسې لاړو او دلته خپل ګاونډ هېواد افغانستان کې په ورانکاره فعالیتونو بوخت شو او دلته یې د ځینو مجبورو افغانانو نه په استفادې د جګړې اعلان وکړ، چې لسیزې کیږي افغانان په دې بدمرغه جکړه کې راګیر دي.

پاکستان هغه هېواد دی چې د افغانستان څلویښت کلنې جګړې میدان یې ګرم ساتلی او د خپلو ګټو په خاطر یې ځینو غربي هیوادونو ته دا زمینه برابره کړې، چې په افغانسان کې لاسوهنه وکړي او د دغه هېواد امنیت، اقتصاد او فرهنګ تر اغېز لاندې راولي، څو دغه هېواد پرمختګ ونه کړي او په دې سره د نوموړي هیواد ګټې په خطر کې ونه لوېږي.

له عمره کم، خو چالاک پاکستان!

له نن څخه ۷۲ کاله مخکې په ۱۹۴۷ کال کې له افغانستان سره په ګاونډ کې د پاکستان په نوم یو هېواد په ناڅاپي توګه له برېټانوي هند څخه وزیږېده. له زیږېدو څخه تر اوسه د سیمې، نړۍ او په ځانګړې توګه د ختیځ او لوېدیځ ګاونډیانو لپاره د یوه ناعلاجه مرض په شکل دوام کوي.

پاکستان د حالاتو په پيچ و خم کې ځان وساته او له سیاسي ځیرکۍ یې کار واخیست، داسې چې د خپل عمر په دیرش کلنۍ کې يې په سیاسي ډګر کې پنځه زره کلن افغانستان را وپرځاوه.

پاکستان څه غواړي؟

پاکستان په څلورو عمده دلایلو په افغانستان کې خپل ستراتېژیک اهداف غواړي تر لاسه کړي.

دا څلور عمده دلایل دا دي:

د پاکستان د داخلي امنیت پېچلتیاوې، د بهرني امینت ننګونې، د کورني سیاست متحرکات او د اقتصادي سرچینو لټون.

پاکستان د خپل ژوند د بقا لپاره له پیل څخه د اسلامي مبارزینو په نوم مختلفې ډلې تغذیه کړې دي او د ځان لپاره یې یو ستراتېژیک هدف ټاکلی او خپلې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ګټې یې له افغانستان سره په همدې پورې تړلې دي.

د پاکستان لومړی ستراتیژیک هدف دا دی چې افغانستان له هند سره نږدې اړیکې ونه لري او د افغانستان بهرنۍ پالیسي د پاکستان په خوښه او تر اغېز لاندې وي.

 دویم هدف یې دا دى چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې مېشت پښتانه له افغانستان سره یوځای نه شي او یا چېرې د پښتونستان په نوم بېل هېواد جوړ نه شي.

د دې لپاره چې دغه هدف کامیاب کړي، د دې پر ځای چې پښتنو ته د تعلیم زمینه برابره کړي، په لاس کې یې ټوپک ورکړ او په خپلو کې یې سره په جنګ واچول.

د پاکستان بل هدف دا دی چې په افغانستان کې په خپله خوښه یو داسې دولت رامنځته کړي، چې د دوی ګټې له خطر سره مخ نه کړي. د دې لپاره یې ځانګړي پلانونه جوړ کړي چې په هغه وخت کې پاکستان د افغانانو له مجبوریتونو څخه په استفادې ګټه واخیسته او د دوی لپاره یې په خپل هېواد کې روزن ځایونه جوړ کړل  او د پاکستان علماوو په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکړه چې له دې سره په افغانستان کې جګړې لا زور واخیسته، حال دا چې په اوس وخت کې د نړۍ معتبرو علماوو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هممهاله فتوه ورکړه، چې په دې هېواد کې جګړه هیڅ توجیه نه لري، ځکه دواړو طرفونو ته مسلمانان وژل کیږي.

په اوس وخت کې هم پاکستاني علماء په افغانستان کې د جهاد فتوه ورکوي او وایي چې افغانستان کې باید یو اسلامي نظام رامنځته شي، حال دا چې په پاکستان کې داسې د فحشا مرکزونه دي، چې په ګرده نړۍ کې یې مثال نشته او د شرابو کارخاني پکې شته. تازه یې یو چینایي شرکت ته د شرابو جوړولو اجازه ورکړې ده.

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی دی چې پاکستان غواړي امریکایي ځواکونو ته په خپله خاوره کې اډې ورکړي، دا چې د پاکستان علماء به په دې اړه څه فتوه ورکوي؟ وخت به یې ثابته کړي.

د پاکستان هغه هدف چې غواړي ممکن ورته ورسیږي.

طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی څو هغه غوښتنې چې پاکستان له افغانستان څخه کوي ومني، او په پایله کې یې د اسلامي امارت په نوم نوی دولت په افغانستان کې رامنځته شي.

Previous Post

ډان ورځپاڼه: طالبان غواړي؛ د امریکا تر وتلو وروسته ښارونه کلابند کړي

Next Post

روشن مخابراتي شرکت د حکومت څه باندې ۲.۳۷ میلیارده افغانۍ پوروړی دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
روشن مخابراتي شرکت د حکومت څه باندې ۲.۳۷ میلیارده افغانۍ پوروړی دی

روشن مخابراتي شرکت د حکومت څه باندې ۲.۳۷ میلیارده افغانۍ پوروړی دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هېواد په ځينې برخو کې د پولیو ضد واکسین پیلیږي

د هېواد په ځينې برخو کې د پولیو ضد واکسین پیلیږي

جنوري 22, 2023

Best Live Dealer Blackjack Sites

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved