چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

پراخ اصلاحات د چين وده بيا تعريفوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 14, 2024
in نړیوال خبرونه
0
پراخ اصلاحات د چين وده بيا تعريفوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين په تېره جولای مياشت کې د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمه عمومي غونډه کې تر ۳۰۰ ډير اصلاحي اقدامات اعلان کړل چې د بازار محوره، قانون بنسټي او نړيوالې کچې سوداګريز چاپېريال د رامنځته کولو لپاره د دغه هېواد اراده څرګندوي.

له دې سره سره هم ځينې لويديځ نيوکګر هڅه کوي چې د چين اصلاحات بې اعتباره کړي او وايي، اسمان چې څومره تنيږي، هومره باران نه کيږي. دغه ډول ذهنيت د چين او لويديځ تر منځ د اصلاحاتو د فلسفې ژور توپير ښيي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

له لسيزو راهيسې، د متحدو ايالتونو په رهبرۍ لويديځ هېوادونه پر چين فشار ور ولي چې ليبرال اقتصادي سيسټم ته مخه کړي. د ځينو لويديځوالو کتونکو په نظر يوازې هغه اصلاحات ګټور ګڼل کيږي چې چين پر يوه کپيټلېسټ هېواد بدل کړي.

د چين د اصلاحاتو ستراتيژي روښانه مسير او لارښودونکي اصول دي. د چين د ولسي جمهوريت رييس شي جين پينګ په ځلونو ويلي چې «موږ بايد د لومړۍ او وروستۍ موخې په توګه د ګوند ټوليزې رهبرۍ، د چيني خصوصيت لرونکي مارکسېزم او سوسالېزم، د خلکو ډيموکراټيکې دیکتاتورۍ چې ټولنیز عدالت ته پکې لومړيتوب ورکول کيږي، عدالت او ولسي خيرښېګڼې ته ادامه ورکړو».

دغه ليدلوري په دې مانا دی چې د لويديځو هېوادونو پر خلاف چې ښايي د ولسي خير ښېګڼې په بيه چټکو اصلاحاتو ته مخه کړي، چين غواړي چې خپل کورني وضعيت ته په کتو، تدريجي اصلاحات راولي. دا چاره د اقتصادي ودې او ټولنيز ثبات تر منځ انډول برابروي او تر بېړني بدلون وړاندې په احتياط سره د پلانونو جوړول شوني کوي.

د دغه ډول اصلاحاتو اغېزناکتوب بايد د حقيقي پايلو له مخې و ارزول شي. د چين د وروستيو اصلاحاتو مقياس او پايلې له تاريخي پلوه بې ساري دي او له دې کبله بايد ترې انکار ونه شي چې ګني د لويديځوالو له توقعاتو سره برابر نه دي.

د اصلاحاتو وروستۍ لړۍ سيستماتيکې، ميکانيزمي او بنسټي برخې په نښه کړې دي. د بېلګې په ډول په تېره جولای مياشت کې چين ژمنه وکړه چې خپل کورني وضعيت ته په کتو سره به د نوي، باکيفيته توليدي ځواک د پياوړي کولو لپاره ادارې او ميکانيزمونه ښه کړي، حقيقي او ډيجيټلي اقتصادونه به سره مدغم کړي، د خدماتو سکټور ته به پراختيا ورکړي، زيربناوې به عصري کړي او د اکمالاتي ځنځير او صنايعو امنيت او مقاومت به پياوړي کړي.

د سينهوا خبري اژانس د راپور پر بنسټ، چين تر دې مهاله نږدې ۱۰ زره ډيجيټلي ورکشاپونه او ځيرکې فابريکې جوړې کړې دي او د صنعتي انټرنيټي چوکاټونو شمېر یې ۵۰ ته رسېدلی دی.

دغه هېواد، همدا راز په معلوماتي ټکنالوژۍ، پرمختللو تجهيزاتو، نویو موادو او انرژۍ کې ۴۵ ميلي پرمختللي کلسټرونه رامنځته کړي دي. د جيانګ سو ولايت په چانګ ژو کې د بېټريو د توليد لپاره د اړتيا وړ ۹۷ سلنه توکي موندل کيږي.

د احصائيې د ملي بيورو د معلوماتو له مخې، د چين د پرمختللې ټکنالوژۍ توليدي سکټور د ۲۰۲۴م کال په لومړۍ نيمايي کې ۷/۸ سلنه کلنۍ وده کړې وه چې د چين د توليدي سکټور د ټولو توليداتو په پرتله ۲.۷ سلنه ډيروالی ښيي. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د ۴۱ لويو صنايعو له ډلې ۳۹ هغو کلنۍ وده تجربه کړې چې له شک پرته دغه چټکه وده د چين د اصلاحاتو مستقيمه پايله ده.

ځينې لويديځوال غواړي چې د چين د اصلاحاتو د بهير د بدنامولو له لارې دغه هېواد ته د بهرنۍ پانګې د ورتګ مخه ونيسي. پر دې سربېره، د چين د اقتصادي ودې او نړيوال موقف په لوړيدو سره، نړيوال رقابت له اقتصادي سياليو څخه په تدريجي ډول بنسټي سياليو ته اوښتی دی. له همدې کبله ډيری لويديځ متعصبين چې د لويديځ د اقتصادي سيسټمونو د برترۍ ساتنې په هڅه کې دي، د سوسياليستي هېوادونو له لوري اخيستل کېدونکي ټول اصلاحي ګامونه بې اغېزې بولي.

د لويديځ بدبينۍ ته له پام پرته د چين ودې د اصلاحاتو اهميت ثابت کړی دی.

Previous Post

د اسيا او ارام سمندري سيمو چټک پرمختګ

Next Post

بېجينګ: په فيليپين کې د منځني واټن توغنديو سيستم ځای پر ځای کېدل لمسون کوونکی او خطرناک اقدام دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

بېجينګ: په فيليپين کې د منځني واټن توغنديو سيستم ځای پر ځای کېدل لمسون کوونکی او خطرناک اقدام دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ د چين له پوځ سره تلپاتی مينه لري

شي جين پينګ د چين له پوځ سره تلپاتی مينه لري

جولای 31, 2021
لي چيانګ د اقتصاد نړيوال فورم د نړيوالو متشبثينو په ډيالوګ کې ګډون وکړ

لي چيانګ د اقتصاد نړيوال فورم د نړيوالو متشبثينو په ډيالوګ کې ګډون وکړ

جون 28, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ