د کابل پولیس وایي، ناپېژنده وسله والو تېره شپه ناوخته، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې، پنځه کسان په ډزو وژلي دي. د کابل پولیسو ویلي، چې دا کسان د یوې کورنۍ غړي وو او له یوه واده څخه خپل کور ته روان وو، چې ناپېژنده وسله والو په نښه کړي دي. پولیس وايي دا د طالبانو کار دی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. پغمان کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې وژل شویو کې یو پخوانی جهادي قوماندان غازي اوریاخېل هم دی. د سرچینې په وینا، نور وژل شوي کسان د غازي اوریاخېل خپلوان دي.











