چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په افريقا کې د امريکا د پانګونو او مرستو تر شا څه دي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 17, 2024
in نړیوال خبرونه
0
په افريقا کې د امريکا د پانګونو او مرستو تر شا څه دي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا سپينې ماڼې په دې وروستيو کې خبر ورکړی، چې ولسمشر جوبايډن د توپان له کبله جرمني او انګولا ته خپل سفر ځنډولی دی.

جوبایډن کابو کال وړاندې ويلي وو، چې هغه به له انګولا څخه ليدنه وکړي، خو تراوسه يې د بېلا بېلو عواملو له کبله دغه سفر ځنډولی دی. اوس يې د ماموريت د پای وروستۍ سلګۍ دي او په دغه هېواد کې ولسمشريزو ټاکنو ته تياری روان دی. نو ايا هغه به په داسې حال کې، چې په امريکا کې ټاکنيزې مبارزې شروع دي، له افريقايي هېوادونو څخه ليدنه وکړي او که نورې پلمې به لټوي؟

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

امريکا له افريقا سره د مرستو ډېرې ژمنې کړي، خو زياتره يې نه دي پوره کړي.

اوسمهال په نړۍ کې د لويو هېوادونو ترمنځ سیالۍ په سختېدو او نړيوال جوړښت د تنظمېدو په حال دی، نو امريکا هم له افريقايي هېوادونو سره دوستانه رويه غوره کړې او په ظاهره يې ورته ښه نيت څرګند کړی دی. امريکا له افريقايي هېوادونو سره د پرمختګ ژمنې کړي، خو ایا د عمل جامه به هم ور واچوي؟

دلته به همدې موضوع ته لږ تم شو او په ځينو ټکو کې به يې روښانه کړو.

په تېرې نيمې پېړۍ کې نړيوال جوړښت بدلون کړی او د افريقا پر وړاندې د امريکا رويه هم بدله شوې ده.

امريکا د سړې جګړې پرمهال د شوروي اتحاد پر وړاندې سخته سيالي وکړه او د تېرې پېړۍ له پنځمې لسيزې راهيسې يې له افریقا سره ډېرې مرستې کولې، خو د شوروي اتحاد د ټوټه کېدو او د افريقا د پرمختيایي ستونزو په رامنځته کېدو سره يې افريقايي هېوادونو ته شا واړوله او د دغې لویې وچې ارزښتونه یې کم او يا په هيڅ وبلل.

د امريکا د وخت ولسمشر کلينټن د افریقا د اقتصادي او سیاسي اغېزو د پياوړتيا او د امریکا د نړيوالې ستراتيژۍ په تنظيمېدو سره يو ځل بيا له افريقا سره اړيکې تر غور لاندې ونيولې او هلته يې زياتې پانګونې وکړې او له افريقا سره یې خپلې اړيکې نوې همکاريزې اړيکې وبللې، خو له کلېنټن وروسته له جورج بوش تر جوبايډن پورې، واشنګټن د افريقا پر وړاندې بېلې تګلارې غوره او قانوني مسودې خپرې کړي او له افريقايي هېوادونو سره یې د همکاريو د پياوړتيا تکل کړی دی.

دلته به د افريقا د پرمختګ او فرصت په تړاو قانوني لايحه(AGOA)ته لږ تم شو، چې د ۲۰۰۰ م کال په مې کې د امريکا د پخواني ولسمشر کلينټن له خوا لاسليک شوې ده. د دغې قانوني لايحې له مخې افريقايي هېوادونو کولی شول، چې زياتې ګټې واخلي او څه باندې دېرشو افريقايي هېوادونو ترې امتيازونه هم ترلاسه کړي، خو د اقتصادي ځواک او پرمختیایي سويې په شمول ډېرو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ پراخ واټن موجود و، نو امريکا ترې څو چنده ګټې پورته کړې دي.

ځينو افریقايي هېوادونو او شرکتونو د يادې مسودې له مخې امريکا ته توليدات صادرول، خو ټولو افریقايي هېوادونو ته یې ګټې ونه رسولې. دا هم بايد هېره نه کړو، چې دغې لايحې له افريقا څخه امريکا ته د نفتو، طبيعي ګازو او مهمو کانونو د صادرولو او افريقا ته د امريکايي توليداتو د زیاتوالي او په دې لویې وچې کې د امريکايي تصديو د پانګونو د پراخوالي لپاره اسانتياوې هم برابرې کړې وې او دغه راز واشنګټن د دې مسودې له مخې پر هغو افريقايي هېوادونو، چې غواړي امتيازونه ترې ترلاسه کړي، غږ کړی و، چې د بازاري اقتصاد د جوړولو، پر قانوني ادارې د ټينګار کولو، د سياسي چارو د څو اړخيز کېدو، د فساد پرضد د مبارزې او د بشري حقونو د ساتنې په برخو کې د امريکا اړتياوې پوره کړي. په بله او اسانه ژبه يې ويلی شو، چې امريکا افريقايي هېوادونو ته د امتيازونو ترڅنګ ډېر سياسي شرایط او خنډونه هم جوړ کړي وو او د سوداګريزو امتيازونو د لغوه کولو په پلمه به یې افريقايي هېوادونو ته ګواښونه کول.

امريکايي سياستوالو په افريقا کې د يادې قانوني لايحې په پرتله د پانګونې بلې نوې پروژې یا د لوبيتو دهليز جوړلو ته هم لېوالتيا ښودلې ده.

د چين د عصري نړيوالو اړيکو د څېړنيز انسټيټيوټ د افریقايي چارو د څېړنيز مرکز مشر لي ون تاو په دې اند دی، چې امريکا د دې دهليز په اړه اوازې جوړوي، پروپاګنډ خپروي او دروغ وايي.

نوموړی وايي، امريکا د دغه دهليز جوړونه په افريقا کې د بنسټيزو تأسيساتو د پرمختګ لپاره خپل او د اروپا خدمتونه بولي، خو دا حقيقت نه لري.

څرنګه چې چین مخکې له مخکې د دې دهليز د جوړولو لپاره کليدي کارونه ترسره کړي او د دې سیمې تر ټولو لوی خدمت کوونکی دی. د دې دهليز وېبپاڼې په يوې مقالې ويلي، که چين نه وای، نو د دې دهليز اوسنۍ بڼه به نه وه.

اوس پوښتنه دا ده، چې ولې امريکا دغه دهليز په نظر کې نیولی؟

شنونکي يې لامل د دغه دهليز د کانونو غني سرچېنې يادوي، چې واشنګټن تر پام لاندې نېولې دي.

امريکا له افريقا سره د مرستو په نوم د سيمې د ځينو هېوادونو په کورني نظام کې ګډوډۍ راپورته کړي او د مرستو تر شا خپلې موخې ترلاسه کوي او هیڅ صميمیت نه ښيي.

واشنګټن د پانګونو او مرستو په نوم په افريقا کې باداري لټوي او غواړي پر سيمې خپلې اغیزې وساتي، خو افريقايان د امريکا په شومو موخو پوی شوي او خپل باور يې بایللی دی.

Previous Post

له ایران او پاکستانه سلګونه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

Next Post

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ وده مثبت اقتصادي تحرک ښيي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين د بهرنۍ سوداګرۍ وده مثبت اقتصادي تحرک ښيي

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ وده مثبت اقتصادي تحرک ښيي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یوه چنایي شرکت د نفتو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

یوه چنایي شرکت د نفتو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

فبروري 1, 2024
روان کال په بغلان ولایت کې ۷۶ ټولګټې پروژې پلې شوي

روان کال په بغلان ولایت کې ۷۶ ټولګټې پروژې پلې شوي

اکتوبر 16, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ