چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په امریکايي ټاکنو پورې زموږ تړلی برخلیک

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 1, 2020
in تبصرې
0
په امریکايي ټاکنو پورې زموږ تړلی برخلیک
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ټاکل شوې چې د نومبر په درېیمه په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي او ډېری افغانان فکر کوي چې د افغانستان د سولې او جګړې راتلونکی د دې ټاکنو له پایلو سره تړلی دی. که ټاکنې اوسنی ولسمشر ټرمپ وګټي، نو د دې ډېره شونتیا ده چې له طالبانو سره یې کړې هوکړه پوره عملي شي، بهرني ځواکونه ووځي او په کور دننه هم د جوړجاړي شونتیا شته؛ خو که ټاکنې جوبایډن وګټي، نو له طالبانو سره د شوې هوکړې په اړه د امریکا له اړخه د بیا کتنې شونتیا شته. که څه هم بایډن داسې څه نه دي ویلي، خو هغوی چې د امریکا او طالبانو د هوکړې مخالف دي، له بایډن همدا تمه لري.

د افغانستان په تړاو د ډونالډ ټرمپ او بایډن تګلارې سره ورته ښکاري، یوازې په دومره توپیر چې بایډن وايي له داعش سره به د جګړې لپاره یوه برخه امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي. که څه هم تر نوماندۍ وړاندې بایډن ویلي وو چې افغانستان باید پاکستان ته وسپارو او له هغه ځایه خپل ځواکونه را وباسو. اوس چې د امریکا ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، د امریکا او طالبانو د هوکړې پلویان تمه لري چې ټرمپ ټاکنې وګټي او په دې سره به دا هوکړه پوره عملي شي. له همدې امله په زړه کې دا هیله لري چې ټاکڼې ټرمپ وګټي؛ خو د افغانستان د حکومتي چارواکو په ګډون، د طالبانو او امریکا د هوکړې مخالفین بیا تمه لري چې ټاکنې بایډن وګټي او آن داسې ویل کېدل چې د افغانستان حکومت په همدې تمه تر اوسه پورې د سولې په لاره کې خنډونه جوړول، د بندیانو خوشې کول یې ځنډول او ټوله هڅه یې دا وه چې د امریکا تر ټاکنو پورې لوی پرمختګونه وځنډوي. سره له دې چې بایډن د افغانستان په تړاو ډېر څه نه دي ویلي او داسې دریځ یې هم نه دی خپل کړی چې په افغانستان کې یې د هغه پلویان یا غوښتونکي تمه لري، خو بیا هم یوه برخه کسان فکر کوي چې ښايي هغه له ټرمپ څخه متفاوته تګلاره ولري او له طالبانو سره شوې هوکړه لغوه کړي او یا هم له سره ورته کتنه وکړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د افغانستان په تړاو که د امریکا تګلارې ته ژوره کتنه وشي، داسې نه ښکاري چې هلته به د ولسمشرانو په بدلون پکې اساسي تغیر راشي. ښايي څه واړه بدلونونه راشي، خو له افغانستان څخه به ټول یا لویه برخه امریکايي ځواکونه وځي او امریکا به دلته د یو پیاوړي ملګري په لټه کې وي چې ګټې یې خوندي کړلی شي. له همدې امله د امریکا ټاکنې به د افغانستان پر سوله او جګړه کوم اساسي اغېز ونه لري.

څه چې د افسوس وړ دي او ډېره دردوونکې ده، هغه دا چې زموږ برخلیک یو مخ زموږ له لاسه وتلی دی او دلته واکمنان او لوبغاړي هر څه په امریکا کې د ولسمشر په بدلون پورې تړلي ګڼي. دا د یوه ملت او هېواد لپاره ډېره دردوونکې ده. زموږ سیاسیون او د جګړې دواړه اړخه باید له دې امله د شرم او خجالت احساس وکړي چې مسایل په امریکايي ټاکنو پورې تړلي ګڼي. دا واقعاً دردوونکې ده او موږ به تر هغو له دې ذلت څخه خلاص نه شو، څو چې خپلې ستونزې خپله سره حل نه کړو او د پردیو له سیوري ځان خلاص نه کړو.

Previous Post

کرنې وزارت: سږکال په هېواد کې د ناکو حاصلات نږدې اوو زرو ټنو ته رسېدلي

Next Post

ایا له ځان سره خبرې د لېونتوب نښه ده؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ایا له ځان سره خبرې د لېونتوب نښه ده؟

ایا له ځان سره خبرې د لېونتوب نښه ده؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

م.م د بشري استوګنې پروګرام؛ خوست کې د یوه ښوونځي ودانۍ رغولې

م.م د بشري استوګنې پروګرام؛ خوست کې د یوه ښوونځي ودانۍ رغولې

فبروري 15, 2026
امریکايي رسنۍ: امریکا له منځني ختیځ د شاتګ په حال کې ده

امریکايي رسنۍ: امریکا له منځني ختیځ د شاتګ په حال کې ده

جون 22, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved