طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، په تېرو درې ورځو کې د هرات، فراه، لغمان، اروزګان، سرپل او خوست په ګډون د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۴ تنه مړه شوي او یو تن لادرکه دی. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې د دغو سېلابونو په پایله کې د استوګنې ۱۴۰ کورونه وران شوي او تر دوو زرو ډېر څاروي هم لهمنځه تللي دي. بل خوا د ټولګټو وزارت ویاند وايي، د سېلابونو او د غره د ښویېدو له امله د بدخشان، تخار، غور او نورستان ولایتونو ځینې لارې په لنډمهالي توګه تړل شوې دي. اخوا، د بېلابېلو ولايتونو ځينې اوسېدونکي وايي، چې د دغو سېلابونو په پایله کې ډېر مالي زیانونه ور اوښتي دي او له اړندو ادارو او مرستندویو بنسټونو غواړي چې پر ستونزو یې غور وکړي.












