چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

په سوریه کې د ناټو عسکر څه کوي؟

لیکوال: عبدالله لغمانی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 20, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
په سوریه کې د ناټو عسکر څه کوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

اوسمهال دا پوښتنه تر هر وخت څخه ډېره مهمه ده چې د سوريې جګړه تقريباً نوره پای ته رسېدلې او د داعش تروريستی ډله؛ لکه، د نورو لویو او وړو تروریستي سازمانونو په څېر په کوچنيو ډلو وېشل شوې او په ډېرو برخو کې خو ان له منځه تللې، خو بيا هم د امریکا او اروپا نظامي ځواکونه د سوريې د عربي جمهوریت پرېښودلو ته بېړه نه لري او نه ترې وځي.

خو په هر صورت، ځينې شنونکي وايي چې داسې شواهد شتون لري چې د ناټو د “تروریزم ضد” عملیات د سوريي د وګړو د ځورولو، غلا او مشکوکو سفرونو لپاره یوازې یو پوښ دی او دوی کوښښ کوي چې ځينې تاريخي اثار لوټ او له همدې ځايه نورو سيمو ته د خپلو راتلونکو پلانونو د پلي کولو لپاره پاتې شي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

دا کار دوی د سوریې د ناپېژندل شوي ډیموکراتیک ځواک لخوا پرمخ وړي او له دې نظامي ډلې سره د دوی مستقیم نظامي او غير نظامي ملاتړ سره پرمخ وړل کېږي او د سوريې د ځينو سيمو په ګډوډولو کې هم دا ډله رول لري.

 دا معلومه ده چې خورا ارزښتناک تاريخي اثار کيندل کېږي او راټولېږي او بيا د ناټو ځینو هېوادونو په ځانګړې توګه فرانسې ته لېږدول کېږي او له دې کار سره د فرانسې ان د دولت تر کچې ملاتړ په برخه دی او ګويا د تاريخي اثارو لوټ کول په سوريه کې د ناټو لخوا په دولتي کچه پر مخ روان دي.

خو له بله اړخه ناټو بيا نړيوالو ته داسې ښايي چې دوی ګواکې د سوريې د بيارغونې او د اوبو بندونو د چارو لپاره په کيندنو او جوړولو مصروف دي، د مثال په توګه، د Deir ez-Zur په سيمه کې د اوبو د يوه بند د کيندلو او پلان جوړونې په بهانه فرانسويانو غوښتل چې دلته ځينې تاريخي اثارو او مهم لاسوندونو ته لاسرسی پيدا کړي او په يو دول یې له دې هېواده وباسي، په داسې حال کې چې ډېر ژر د بند د جوړولو له کار څخه لاس پر سر شول او له کيندلو وروسته یې سمدستي دا سيمه پرېښوده او غنيمت یې تر لاسه کړل.

کټ مټ لکه په دويمه نړيواله جګړه کې به چې نازي المان سيمې نيولې او بیا به یې د هغو سيمو د تاريخي اثارو او کلتوري ارزښتونو په محوه کولو لاس پورې کاوه، ترڅو د خلکو او ملت اړيکه یې له تېرمهال او تاريخ سره پرې شي او چې دا اړيکه د يوه ملت پرې شوه، بيا ډېر په اسانه له منځه ځي او ډېر په اساني سره تر کنترول لاندې راتللی شي، خو د تاريخي ارزښتونو خرابول او له منځه وړل د ملتونو له ډېر توند غبرګون سره هم مخ کېږي؛ لکه، په دويمه نړيواله جګړه کې چې جرمني ځواکونو د ځينو ملتونو له ارزښتونو سره دا کار کاوه او د خلکو او ملتونو له توند عکس العمل سره به مخ کېدل.

په کرېمیا کې د نازیانو له وېرې او هم د لوږې له امله سیمه‌ییزو خلکو خپل ځينې تاریخي اثار وپېرل او وار له مخکې دوی داسې لوږې ته برابر شوي وو، چې د دغو اثارو په پلورلو لاس پورې کړي او د دوی د ژوندي پاتې کېدو په بدله کې المانيانو ترې اخیستل. خلکو د مړه کېدو له وېرې د تاریخي ارزښتونو سره بېل شوي وو او يوازې د ژوندي پاتې کېدو په فکر کې وو، خو د لرغون پېژندونکو د سازمان د څېړنو له مخې، د دې سيمې کلتور او اثارو ته يې خورا ډېر زيان ور واړوه.

په لاتينه امريکا کې جرمنيانو د خلکو په احساساتو ملنډې ووهلې، د هغوی تاريخي اثار یې ترې راټول کړل او همدارنګه کې په ختيځه اروپا کې د اوکراين، کرېمیا او قفقاز د سيمو پخواني ځايونه وکيندل او هغه ټول اثار یې د غنيمت په توګه جرمني ته ترې يووړل او يا به یې له خلکو څخه په ډېره ناڅيزه بيه اخيستل او هغو ته به یې ډوډۍ او خوراکي توکي په بدل کې ورکول او په دې ډول یې خلک تر خپل استثمار او استعمار لاندې راوستل. فرهنګي او کلتوري وراني تر بلې هرې ورانۍ او زيان رسونې د خلکو د افکارو په خرابولو او غلام کولو کې جوت رول لري.

له بده مرغه نن سبا هماغه لوبه په سوريه کې هم روانه ده ، د ناټو ځینې نور هېوادونه هماغه د جرمنيانو په پلونو پل ږدي او کټ مټ هماغسې کار تکراروي. د فرانسې هغه خلک چې يو وخت د جرمني د فاشيست نظام پر وړاندې جنګېدل او دا کار یې د جرمنيانو ډېر بد او بدترين باله، نن یې زامن او لمسیان هماغسې کارونه کوي او د ملتونو د کلتوري ارزښتونو د غارت او محوه کولو په چارو لګيا دي.

په داسې حال کې چې فرانسه د نړۍ د کلتوري ميراثونو د ساتنې د سازمان (يونسکو) کور هم دی او په ۱۹۷۰ز کال کې یې د بنسټ ډبره په فرانسه کې د فرانسويانو په غوښتنه او هڅونه اېښودل شوې او ګویا ښودل یې چې د نړۍ د نورو متلونو په پرتله ډېر فرهنګي ارزښتونو ته په درنښت قايل دي، خو بيا هم يونسکو سازمان د فرانسې په دغو کارونو سترګې پټې کړې دي، خو لکه د ملګرو ملتونو نورې برخې چې هېواد او هېوادبازي او ډلبازي پکې روانه ده، په يونسکو کې هم همدا کار تر سترګو کېږي او نور متحدين یې دې کار ته چندانې د بد کار سترګه نه ګوري.

د فرهنګي ملکیتونو د ساتنې کنوانسیون په څرګند ډول د نړۍ د هر ملت تاریخي میراث اهمیت په ګوته کوي. دلته هېڅ بله خبره شتون نه لري، هر فرهنګي ارزښت او هر قسم اثار په هغه ملت پورې اړوند دي، د کوم ملت په قلمرو کې چې د کيندنو په پايله کې پيدا کېږي او په هر حال او ان جنګ کې باید د هغو ساتنه وکړل شي او متخاصمې خواوې بايد په احترام ورته قايلې وي، له ورانولو او ماتولو یې په کلکه ډډه وکړي.

په هرصورت، دا موضوع یوازې په تاریخ او کلتور پورې محدوده نه ده. داسې معلومات هم شته چې لوېدیځ کارپوهان، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې تر نامه لاندې په سوریه کې تر کنټرول لاندې سیمو کې د کانونو د موندلو لپاره د جیولوژیکي سپړنې کارونه هم کوي، ترڅو نفت او نور د ژوند او ګټې مهم عناصر ومومي او د هغو د هضمولو او ځان ته وړلو لپاره خېټه پرې واچوي او لکه له نورو عربي هېوادونو په تدريج سره ترې ټول دغه توکي وزبېښي او خپلو هېوادو ته یې ترې يوسي.

Previous Post

د مولاناجلال الدین بلخي پوهنتون

Next Post

د چين ټکنالوژي به د افغان زعفرانو د لا پرمختګ سبب شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د چين ټکنالوژي به د افغان زعفرانو د لا پرمختګ سبب شي

د چين ټکنالوژي به د افغان زعفرانو د لا پرمختګ سبب شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

فليپين له امريکا څخه خوږه خرما يا زهر اخيستي ؟

فليپين له امريکا څخه خوږه خرما يا زهر اخيستي ؟

نوومبر 3, 2024
بامیانو کې د ۳ میلیونه په لګښت د څښاک اوبو شبکه جوړېږي

بامیانو کې د ۳ میلیونه په لګښت د څښاک اوبو شبکه جوړېږي

جنوري 21, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved