سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په نوي کال کې پر پرمختګونو د شي جين پينګ باور

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 6, 2025
in نړیوال خبرونه
0
په نوي کال کې پر پرمختګونو د شي جين پينګ باور

default

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې دمخه د چين ميډيا ګروپ او انټرنېټ له لارې د ۲۰۲۵م کال په مناسبت د مبارکۍ وينا وکړه، چې د چين د مشر پاملرنه ترې احساسېږي او د چيني اقتصاد د باکيفيته پرمختګ او په ۲۰۲۵ کال کې پر پېشرفت د نوموړي د باور ښکارندويي کوي.

د چين دولت رئیس شي جين پينګ له تېرو ۱۲ کلونو راهيسې د نوي کال په مناسبت ويناوې خپروي، د تېر کال ملي لاسته راوړنو ته پکې کتنه کوي او د نوي کال پرمختيايي پلانونه پکې بيانوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په انټرنېټ کې د شي جين پينګ د سږنۍ وينا څو جملې ډېرې ښکته پورته کېږي: د خلکو نيکمرغه ژوند زمونږ لومړنۍ دنده. که څه هم ارمانونه ليرې ښکاري، خو امکان یې شته، چې په کوښښونو یې پوره کړو. هر څوک د چيني شکله عصريتوب د ترسره کېدو په بهير کې رول لوبولی شي. مونږ په سختۍ کې پرمختګونه موندلي او ځواکمن شوي یو او هر يو دې باور ولري.

شي جين پينګ ته د خلکو نيکمرغه ژوند لومړيتوب لري. نوموړی په تېر ۲۰۲۴م کال کې د چين د لسګونو ولايتونو کليوالو سيمو او ښارګوټو ته تللی، له نژدې يې د خلکو ژوند کتلی او د خلکو عايدات، د زړو او کوچنيو ساتنه، ښوونه او روغتيا چې د خلکو پاملرنه هم همدغو ټکو ته ده، د ده په زړه دي او بيا بیا یې ويلي، چې په ګډو هڅو به د خلکو ټولې ستونزې ليرې کوي.

د چينايانو په ژبه کور کوچنی هېواد دی، او هېواد د ټولو کور دی. د چين کمونېست ګوند د ۲۰مې مرکزي کمېټې په ۳مې عمومي غونډې کې د اصلاحاتو څه باندې ۳۰۰ مهم اقدامات وړاندې شوي، چې په هر يوه کې يې باکيفيته پرمختګ او د ولسي خلکو تر ټولو جدي اندېښنې او پاملرنې انعکاس شوې دي. د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نوي کال په مناسبت خپلې وينا کې ژمنه کړې، چې د خلکو امنيت او ژوند به یې تل په زړه کې وي.

له يادې وينا څخه له خوځنده ځواکونو ډک چين کتلای شو. د مثال په توګه، د چين حکومت د مختلفو سيمو له ځانګړتياوو سره سم د نوي کيفيت توليدي ځواکونه روزلي او نوې صنعتي چارې او توليدي موډلونه يې يو په بل پسې رامنځته کړي، د نوې انرژۍ موټرونو توليدي اندازه يې په لومړي ځل له ۱۰ میليونو عرادو نه زياته شوې او د سرکټونو، مصنوعي ځيرکتيا او کوانټوم مخابراتو په شمول ځینو برخو کې یې نوې لاسته راوړنې راڅرګندې شوې دي. د شي جين پينګ د نوي کال وينا کې يادې شوې لاسته راوړنې په نړۍ کې هم تر سترګو کېږي. چين په ځينو ساحو، چې د ساري په توګه یې د نوې انرژۍ موټر یادولی شو، د نړۍ مخکښ ځای خپل کړی او اوس د نړۍ د ټيټ کاربن ايستنې او زرغون چارو لارښوونه کوي.

د چين حکومت په تېر کال کې د اغېزمنو لړيزو تګلارو په پلې کولو سره باکيفيته پرمختګ موندلی، په اقتصادي چارو کې یې ښه والی راغلی او د کورني توليد عمومي ارزښت يې له ۱۳۰ ټريليونو يوانو اوښتی دی. شي جين پينګ د يادو لاسته راوړنو د ستاينې تر څنګ د چيني اقتصاد پر وړاندې نوی حالت هم په ګوته کړی، لکه د نړيوال حالت بې ثباتي، له پخواني نه د اقتصاد نوی خوځنده ځواک پيدا کول او ځينې نور یې يادولی شو او ويلي يې دي، چې دا ټولې ستونزې په نه ستومانه کېدونکو کوښښونو لېرې کېدای شي.

چين په تېر کال کې، که څه هم رنګا رنګ حالات او نوې ننګونې پکې موجودې وې، پرمختيايي ګامونه پورته کړي او د اقتصادي پرمختګ خوځنده ځواکونه يې پر له پسې رامنځته کړي دي. نو چينايان ياد حالت ته کتو، د خپل هېواد پر پرمختګ پوره باور لري.

شي جين پينګ د نړۍ د سختو بدلونونو په اړه په اشارې ويلي، چې د شخړو پای ته رسېدل ټولشموليت ته اړتيا لري او په خبره یې، چين به له نورو هېوادونو سره دوستانه همکارۍ وکړي، يو له بل څخه به غوره تمدنونه زده کړي، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه به په ګډه اباده کړي او د نړۍ لا ښکلې راتلونکې به پرانيزي.

Previous Post

د چين او بوتسوانا مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ۵۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل

Next Post

د چین د خارجه وزارت نوي وياند په کار پيل وکړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چین د خارجه وزارت نوي وياند په کار پيل وکړ

د چین د خارجه وزارت نوي وياند په کار پيل وکړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

جلال اباد کې؛ وسله والو په یوه برید کې اته لمونځ کوونکي وژلي دي

جلال اباد کې؛ وسله والو په یوه برید کې اته لمونځ کوونکي وژلي دي

اپریل 18, 2021

د افریقايي هېوادونو ډېری شخصیتونه د امریکايي ډالرو د تسلط منفي اغېزو مخنیوی غواړي

جون 25, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ