چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په نړۍ کې د چين د محبوبیت کچه پر له پسې لوړېږي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 2, 2025
in نړیوال خبرونه
0
په نړۍ کې د چين د محبوبیت کچه پر له پسې لوړېږي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په نړۍ کې ګڼو سروې ګانو د لوېديځو رسنيو پروپاګنډ او دروغ په ډاګه کړي او نړيوالو ته يې یو رېښتینی، سوله ييز او دوستانه چين ورپېژندلی او متمدن انځور یې ورته وړاندې کړی دی.

د امريکا پيو څيړنيز مرکز په روان کال کې يو راپور «د نړيوالو د عامه افکارو سروې » خپور کړی، چې له مخې يې په نړۍ کې د چين د محبوبیت اندازه پر له پسې لوړه شوې او  په اړه يې د مثبتو نظريو انډول د تېر کال په پرتله ۵سلنه زيات شوی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د امريکا مورنينګستار شرکت د نړۍ په ۴۱ هېوادونو کې د شاوخوا ۴۹۰۰ لويانو ترمنځ سروې کړې، چې له مخې يې د چين د محبوبیت اندازه ۸ اعشاريه ۸ ښودل شوې ده. خو د امريکا د محبوبیت کچه بیا منفي يو اعشاريه ۵ ياده شوې ده.

دا د دې ښکارندويي کوي، چې په نړۍ کې د چين د محبوبیت کچه د امريکا په پرتله ډېره لوړه ده.

د برېتانيې برنډ پولي شرکت «د ۲۰۲۵م کال د نړيوالو نرمو ځواکونو شاخص» خپور کړی، چې له مخې يې د چين د ګڼو نرمو ځواکونو شاخص لوړ شوی دی.

په راپور کې د چين د نرمو ځواکونو د لوړېدو لاملونه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ هڅونه، دواملرونکی پرمختګ او د چيني برانډونو اغيزې ښودل شوې دي.

په سراسري جنوبي هېوادونو کې د چين د محبوبیت اندازه په لوړېدو ده. د برېتانیې «اېکونومېسټ» مجلې تازه سروې ښيي، چې په لاتیني امريکا کې د چين د محبوبیت کچه په چټکۍ لوړېږي. د برازيل، کلومبيا او وينزويلا په شمول د لاتیني امريکا د ګڼو هېوادونو اوسيدونکو چين د باور وړ ملګری ياد کړی دی.

اوس د لوېديځو هېوادونو ډېرو خلکو د چين په اړه معلومات ترلاسه کړي او دغه هېواد يې پيژندلی دی.

د امريکا مورنينګستار شرکت د سروې په راپور کې ويلي، چې د هالنډ، هاسپانيې، کاناډا او المان په شمول ۱۶ هېوادونو کې د چين د محبوبیت کچه د امريکا په پرتله لوړه شوې ده.

ډېر بهرني ځوانان له چين سره مينه لري.

د پيو څيړنيز مرکز د سروې پایله ښيي، چې په نړۍ کې د چين د محبوبیت کچه په لوړېدو ده.

د برېتانیې ايکونوميست مجلې ويلي، چې د نړۍ د ګڼو هېوادونو د خلکو په نظر کې چين يو ډېر جالب او په زړه پورې هېواد دی او د محبوبیت کچه يې نوره هم په زياتېدو ده.

چين په متزلزلې نړۍ کې يو ثابت ځواک دی

د هاسپانيې لومړي وزير پيډرو سانچيز پيريز کاستيجون رسنيو ته ويلي، چې باداري، ځاني سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې او یو اړخيزم د بېلا بېلو هېوادونو ګټې زيانمنوي. چين پر څو اړخيزم ټينګار لري او دا د نړۍ لپاره ډېره ګټه لري.

نوموړي ويلي، په اوسنۍ نړۍ کې ګډوډي روانه ده او يو اړخيزم او باداري له نړيوال نظم او اصولو سره ټکر لري او که مخه یې ونه نيول شي، نو نړۍ به نوره هم د ګړنګ پر ژۍ ودرېږي.

چين د څو اړخيزم ملاتړی او پلوي دی او په متزلزلې نړۍ کې يو ثابت ځواک يادېږي او نفوذ او اغېزه یې په پراخېدو ده او همدا لامل دی، چې په نړۍ کې د دغه هېواد د محبوبیت اندازه په ډېرېدو ده.

چين باوري او همکار هېواد دی

د روسیې د علومو اکاډمۍ د اقتصاد انسټيټيوټ لوړ پوړې څيړونکي نيکيټا سټيپانوف وايي، ډېرو هېوادونو د چين د ملګرتيا او دوستۍ بڼه منلې او دغه هېواد د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ پلان تطبيق کوي او د ګڼو هېوادونو لپاره د پرمختګ همکار ګرځیدلی دی.

چين د ګډو ګټو پر بنسټ اړيکې پالي او هېوادونو ته متقابلې ګټې رسوي او همدا لامل دی، چې د نړۍ د ډېرو هېوادونو د حکومتونو او خلکو درناوی او ډاډ یې خپل کړی دی.

چين د هېواد د مديريت ثابته نمونه ده

د بوليوي پخواني بهرنيو چارو وزير فيرنانډو هواناکوني ماماني څو ځلې چين ته سفر کړی او د دغه هېواد پرمختګ یې له نږدې لیدلی دی.

نوموړي ويلي، پرمختيايي هېوادونه د مديريت لپاره د رښتينو بڼو او ګټو په لټه دي او د چين د مديريت شکل او ډيموکراتيکې تجربې د بېلا بېلو هېوادونو په ګټه دي او په خبره یې، چين په عمل کې خلکو ته د پرمختګ لارې ښيي او ګټې ور رسوي.

کارپوهان وايي، د يو هېواد د خلکو رضايت د همغه هېواد د پرمختګ بڼه ښکاره کوي.

د يډيلمان په نوم د عامو اړيکو نړيوال مشورتي شرکت د سروې راپور ښيي، په چين کې پر حکومت د خلکو د باور اندازه ډېره ده او په ګردې نړۍ کې يې لومړی ځای خپل کړی دی. راپور وايي، چينايان خپل راتلونکي ته هم ډېر خوشبين دي .

د چين لوړه ټېکنالوژي، کولتور او تګلارې ورځ تر بلې د خلکو پاملرنه جلبوي

د انساني شکله روبوټونو د ځغاستې نړيواله سیالي د روان کال په اپريل کې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه، چې د نړۍ د ګڼو هېوادونو د خلکو پاملرنه يې راجلب کړې وه.

چين د ورخلاصون، شموليت او د ګډو ګټو په علمي نوښتي مفکورې نړۍ ته له انرژۍ ډکه بڼه ښودلې ده. د ارجنتاين د لا پلاټا ملي پوهنتون پروفيسور ګابريل ميرينو په يوې مرکې کې ويلي، د چين علمي او تخنيکي نوښتونه د چيني شکله عصريتوب د پرمخبيولو ترڅنګ د نړۍ پرمختګ ته اينجن هم برابروي.

Previous Post

کرنې وزارت؛ د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ ۳۳م نندارتون پرانیستل شوی

Next Post

مادورو د چین د ولسي جمهوریت د جوړېدو د ۷۶مې کلیزې مبارکي وویله

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
مادورو د چین د ولسي جمهوریت د جوړېدو د ۷۶مې کلیزې مبارکي وویله

مادورو د چین د ولسي جمهوریت د جوړېدو د ۷۶مې کلیزې مبارکي وویله

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

حقاني: د کرکټ لوبغاړي د ټول ملت استازي او د سولې سفیران دي

حقاني: د کرکټ لوبغاړي د ټول ملت استازي او د سولې سفیران دي

مارچ 11, 2022

د چين استازی: په افغانستان کې د شوې غميزې بيا رامنځته کېدل د منلو وړ نه دي

اگست 30, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved