
د آسيايي ژمنيو لوبو د نهم پړاو په څنډه کې د فبرورۍ په لسمه نېټه د چين د هې لونګ جيانګ ولايت په هاربين ښار کې د آسيايي ژمنيو لوبو او د چين د غير مادي کلتوري اثارو په نوم فرهنګي فعاليت تر سره شو.
د مغولستان، تايلنډ، فيليپين، ويتنام، هند او نيپال د لوبډلو نږدې ۲۰ لوبغاړو، د لوبډل مشرانو او د رسنيو استازو په دغه فعالت کې ګډون وکړ او د چين د غير مادي کلتوري اثارو په اړه يې معلومات تر لاسه او د ډيوې اختر د رارسېدو له خوشحاله فضا څخه يې خوند واخيست.













