د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد يونس راشد هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د یوې خبري غونډې پرمهال په دغه ولایت د انلاين کاروبار د مرکز جوړېدو خبر ورکړی. نوموړي ویلي، پلان لري، څو په ټول هېواد کې د انلاين کار وبار مرکزونه جوړ کړي، ترڅو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي. د راشد په خبره، چې د انلاين کار پرمټ ځوانان کولی شي، چې د نړۍ په کچه بېلابېلو پروژو ته لاسرسی پیدا او ښه عواید ترلاسه کړي. د قاري راشد په وینا، د ځوانانو معینیت په پلازمینه کابل کې ١٠٠٠ ځوانانو ته د زده کړو او ليليې زمینه برابره کړې ده. په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس وایي، چې په دغه ولایت کې ځوانان له ډېرو ستونزو سره مخ دي او باید دې برخه کې کوټلي ګامونه واخیستل شي.










