چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په ټېکساس کې د کډوالو د مړينې تر شا حقيقت څه دی؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 30, 2022
in نړیوال خبرونه
0
په ټېکساس کې د کډوالو د مړينې تر شا حقيقت څه دی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا پوليسو د ټېکساس ايالت په سنټ انتونيو ښار کې يوې لارې کې د کډوالو پنځوس جسدونه موندلي دي. دغې پېښې نړۍ ته ټکان ورکړی او په وروستيو کلونو کې د کډوالو د مړينې تر ټولو لويه پېښه بلل شوې ده.

نړيوالې ټولنې پر دغې پېښې خواشيني او حيرانتيا څرګنده کړې ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر په يوې اعلاميې کې د يادې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې، خو امريکايي سياستوالو بيا سياسي ننداره پيل کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د ټېکساس ايالتي مشر ګريګ ابوټ، چې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی دی، پر ټولنيزو رسنيو ليکلي، چې ولسمشر جو بايډن بايد د دغو کډوالو د مړينې پړه پر غاړه واخلي.

 بايډن په يوې اعلاميې کې ویلي، چې د امريکا د ملي امنيت وزارت پر يادې پېښې څېړنې پيل کړې دي.

ابتدايي څېړنې ښيي، چې دغه تراژيدي د قاچاقبرانو له خوا رامنځته شوې ده.

دا لومړی ځل نه دی، چې په امريکې کې دغسې پېښه رامنځته کيږي، خو دا تر ټولو ډېره ټکان ورکوونکې بلل شوې ده.

په امريکې کې ورته پېښې بيا بيا رامنځته شوي، خو د دغه هېواد حکومت يې د مخنيوي په برخه کې ګامونه نه پورته کوي. د ساري په توګه به يې دلته د څو پېښو يادونه وکړو.

 په ۲۰۱۷م کال کې د امريکا په سنټ انتونيو ښار کې لس تنه کډوال په يوې لارۍ کې د اکسيجن د نشتون، د سختې تودوخې او د اوبو د کمښت له امله مړه شوي وو او په ۲۰۰۳م کال کې د ۱۹ کډوالو جسدونه د دې ښار په جنوب ختيځ کې د يوې لارۍ په کنټينر کې موندل شوي وو.

امریکا ولې د ناقانونه کډوالو مسئله نشي حل کولی؟

 امريکا د کډوالو ستونزه نه حل کوي او تر ټولو مهم لامل يې دا دی، چې د دغه هېواد دننه د ګوندونو سیالۍ کيږي او هر چارواکی د خپل ګوند د برياليتوب لپاره هلې ځلې کوي.

په امريکا کې روان کال د پارلمان ټاکنې تر سره کيږي او د مهاجرينو مسئله د جمهوري غوښتونکو او ډيموکراتانو ترمنځ د سيالۍ يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.

 د امريکا پليتکول (Political)مجلې په يوې مقالې کې ليکلي، چې د کډوالو مسئله د امریکايي سياستوالو لپاره د سیاست ښه وسيله ده.

ولسمشر جون بايډن د خپل ماموريت مودې له پيل مخکې ژمنه کړې وه، چې د مهاجرينو قانوني مسوده به اصلاح کړي، خو په دغه هېواد کې د دوو ګوندونو د سيالۍ له کبله د يادې مسئلې حل کې پاتې راغلی دی.

په امریکا کې د سياسي افراطيت او د ګوندونو د شديدې او سختې سيالۍ له امله د ناقانونه مهاجرينو مسئله تر اوسه نه ده حل شوې. امريکا متحده ایالاتو ته له ۲۰۱۸ کال راهيسې د مرکزي امريکا د ناقانونه مهاجرينو شمېر په پر له پسې توګه زيات شوی دی.

د مکسيکو خبري رسنيو خبر ورکړی، چې په روانه مياشت کې د لاتيني امريکا لس زره کډوال د دې هېواد له جنوب څخه امريکا ته تللي، چې شمېر يې د روان کال له پېل راهيسې تر ټولو زيات دی.

د امريکا حکومت وايي، چې په ټېکساس ايالت کې د کډوالو پر مړينې يې څېړنه روانه ده. واشنګټن له څو کلونو راهيسې د لاتيني امريکا د ځينو هېوادونو په کورنيو چارو کې پر لاسوهنې تورن دی او د ناقانونه مهاجرينو له مسئلې ګټې پورته کوي او خپله باداري او تسلط لټوي.

د مکسيکو ولسمشر لوپيس وايي، که واشنګټن نه غواړي، چې کډوال يې هېواد ته ورشي، نو  د اقتصادي پرمختګ لپاره دې د منځنۍ امريکا له هېوادونو سره مرستې وکړي.

لوپېس وايي، چې هغه د کډوالو مسئلې او اقتصادي مرستو په اړه له ولسمشر جو بايډن سره هم غږیدلی دی، خو په دې برخه کې واشنګټن ډېر ورو روان دی.

نوموړي زياته کړې، چې واشنګټن د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال او هم اوس د بايډن په مشرۍ حکومت وايي، چې په منځنۍ امريکا کې به څلور ميليارډه امريکايي ډالره پانګونه وکړي، خو تر اوسه پورې يې سل ميليونه امريکايي ډالره بودجه منظور کړې ده.

 جو بايډن د امريکايي هېوادونو په سږنۍ سرمشريزه کې ژمنه کړې، چې د مهاجرينو او اقتصادي پرمختګ د ستونزو د لېرې کولو لپاره به له لاتيني امريکایي هېوادونو سره مرسته وکړي، خو تر اوسه پورې يې په عمل کې نه ده ثابته کړې او د دې ترڅنګ هغه د امريکا او لاتيني امريکايي هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريزو اړيکو پلان هم اعلان کړ، خو د فرانسې اې اېف پي خبري رسنۍ وايي، چې بايډن يوازې په وينا کې ژمنه کوي، داسې ژمنې نه کوي، چې د عمل جامه ور واچوي او د ياد پلان د پلي کولو لپاره پانګونه وکړي.

د سلواډور د مهاجرينو د چارو څېړونکی سيسار ريوس وايي، چې واشنګټن همیشه وايي، چې د کډوالو مسئله به له بېخه حل کوي، خو تراوسه يې په عمل کې هيڅ هم نه دي کړي. ریوس وايي، که امريکايي سیاستوال د لاتيني امريکا خلکو ته پاملرنه غواړي او د بادارۍ له لټولو څخه لاس اخلي، نو د کډوالو د بشري حقونو د تضمين لپاره دې جدي تدبيرونه ونيسي.

Previous Post

چين: په امریکا کې د ناقانونه کډوالو مړینه خواشینوونکې ده

Next Post

شي جين پينګشي جين پينګ له کاري لام چنګ سره وليدل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جين پينګشي جين پينګ له کاري لام چنګ سره وليدل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په اروپا کې د کرونا دویمه څپه خورا خطرناکه ښودل شوې ده

په اروپا کې د کرونا دویمه څپه خورا خطرناکه ښودل شوې ده

سپتمبر 27, 2020
ایراني چارواکي: امریکا پر ملکي تاسیساتو بریدونه کړي دي

امريکايي ځواکونو د ايران پر هرمزګان ولايت بريدونه وکړل

جولای 18, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved