پوتین د مرکزي اسیا د هېوادونو له مشرانو سره د لیدنې په موخه تاجکستان او عشق آباد ته سفرونه کوي. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې ولسمشر پوتین تاجکستان ته لاړ شي او په دې هېواد کې پر روان وضعیت د تاجکستان او ترکمنستان له ولسمشرانو سره خبرې اترې ولري.
له هغه وروسته عشق آباد ته ځي او هلته د سیمې د هېوادونو په یوه مهم کفنرانس کې ګډون کوي. په دې کنفرانس کې د ایران، آذاربایجان، قزاقستان او روسیې ولسمشران ګډون کوي. په دې کنفرانس کې به هم په سیمه کې پر روان وضعیت او له یادو هېوادونو سره د روسیې پر همکاریو او د اړیکو پر پراختیا بحثونه کېږي.












