د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانګ ته رسېدلی. تمه ده چې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره اصلي خبرې سبا ته وکړي. د روسیې ولسمشر له ۲۴ کلونو وروسته شمالي کوریا ته سفر کوي. هغه د خپل سفر پیل کې د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا له “ملاتړ” مننه کړې ده. د پوتین او ورسره مل پلاوي چې درېیو الوتکو کې ورغلي دي، تود هرکلی وشو. د پوتین هرکلي ته کیم جونګ اون هم ورغلی و. امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا حکومت تورن کړی چې روسیې ته د خوراکي توکو او پوځي مرستو په بدل کې توپخانې او نورې وسلې ورکوي.












