د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر پيسکوف د اګست په ۳۰مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې له اوکراين سره په ترکيې کې د سولې د خبرو لپاره خلاصه رویه لري، خو د دواړو خواوو ترمنځ د سوله ييزو خبرو د بيا پيل لپاره تر اوسه کوم مناسب شرايط نه دي برابر شوي.
پيسکوف تاس خبري اژانس ته ويلي، که چېرې د روسيې، امريکا او اوکراين د مشرانو په ګډون درې اړخيزه غونډه ترسره شي، نو موخه به يې يوې موافقې ته رسیدل وي او دا به يوه ساده معامله نه، بلکې ډېره پيچلې پروسه به وي او ډېر جزئيات به پکې شامل وي.
د امريکا د اکسيوس په نوم خبري ويبسايټ د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه خبر ورکړی و، چې د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې مشر جون راتکليف په دې وروستيو کې روسيې ته تللی و او روسي لوري ته یې د امريکا، روسيې او اوکراين د مشرانو د درې اړخيزې غونډې وړانديز کړی دی.
اکسیوس د دغه وړانديز موخه د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو هڅه بللې ده.














