سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home راشه ورشه

پکتيا

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 29, 2020
in راشه ورشه
0
پکتيا
661
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پکتيا ولايت د افغانستان په سوېل- ختيځ زون کې پروت غرنی ولايت دی، چې ټول مساحت يې ۱۶۸۶۲ کيلومتره مربع او د بحر له سطحې شاوخوا ۱۵۰۰ متره لوړ دی. پکتيا ۱۳ لويې او وړې ولسوالۍ لري چې ډېر اوسېدونکي يې په غرنيو ولسواليو کې ژوند کوي.

د رباني د حکومت پر مهال يې سرشمېرنه نږدې پنځه سوه زره شوې؛ خو په پکتيا کې دا مهال د روغتيايي او مرستندويه ادارو له لوري نارسمي سرشمېرنې څرګندوي، چې پکې د وګړو شمېر تر يو نيم ميلیون پورې رسېږي.

You might also like

پروان

وردګ

غور

پکتيا اوږده تاريخي سلسله لري، د پخوانيو اريايانو مرکز ګڼل شوی او په تاريخي کتابونو کې راغلي چې ټول پښتانه په هغه وخت کې له دې ځايه نورو سيمو ته کوچېدلي او ځای پر ځای شوي دي.

پکتيا شپاړس اداري واحدونه لري چې يو مرکز او ديارلس ولسوالۍ دي. احمداباد، سيدکرم، ميرزکه، احمدخېل، ځاځي اريوب، لجه منګل، جانخېل، څمکني، ډنډې پټان، شواک، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ او زرمت يې ولسوالۍ دي، چې احمداباد او سيدکرم يې هوارې ځمکې او پاتې نورې يې بیا ډېرې غرنۍ سیمې لري.

د مچلغو بند د پکتيا له مرکز ګردېز ښار څخه ۴۰ کيلومتره مخ په سوېل- ختيځه سيمه په احمدابا ولسوالۍ کې موقعيت لري. دغه بند ۱۸۰۰ هکټاره ځمكه خړوبوي او د ۸۰۰ كيلو واټه برېښنا د توليد ظرفيت لري. که څه هم چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې د جوړېدو ژمنې کېږي، خو لا هم نه دی جوړ شوی.

د پکتيا خلک د جرګو او مرکو د خلکو په نامه يادېږي او ډېرې شخړې او لانجې پکې له دې لارې هواريږي او دا يې د کلتور يوه خاصه ځانګړنه ده. په پکتيا کې ډېری تصميمونه د قومونو له خوا نيول کېږي؛ خو د دې تر څنګ لوړ ولور او ډېر نور دودونه هم پکې رواج لري. دغه راز په تېرو يوولسو کلونو کې لکه د نورو ولايتونو په شان پکې فرهنګي چارې هم ګړندۍ شوې دي.

په پکتيا کې پنځه اويا کاله وړاندې د وړانګې په نامه يوه پنځلس ورځنۍ جريده د اطلاعاتو او کلتور رياست په چوکاټ کې خپرېده؛ خو د دېرش کلنو جګړو او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له خپرېدو پاتې وه چې د نوي حکومت په راتلو سره بيا فعاله شوه. دغه راز پکې وخت ناوخت غونډې، ادبي ناستې، مشاعرې، سمینارونه او نورې فرهنګي چارې هم تر سره کېږي.

د ګردېز بالاحصار د پکتيا تر ټولو لوړه او ستره تاريخي سيمه او ودانۍ ده. دغه بالاحصار د ښار ختيځ ته په څلوېښت متره لوړه غونډۍ پروت دى، چې اوږدوالى يې ۱۵۰ متره او پلنوالى يې پنځوس متره ښودل كېږي.

د دغه بالاحصار په اړه د سيمې اوسېدونكي وايي چې سلګونه كاله پرې تېر شوي او په خپل وخت كې واكمنو د يوه سنګر په توګه كار ترې اخیست.

پکتيا د تاريخ په اوږدو کې په خپله غېږه کې ډېر ستر شخصيتونه روزلي او ټولنې ته يې وړاندې کړي دي. پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب الله، ببرک خان ځدراڼ، باچا خان ځدراڼ، مورخ عبدالحی ګردېزي، سرمحقق علي محمد منګل، غلام محمد زرملوال، حيات ګردېزی، استاد ګل زمان، احسان الله درمل، رحيم الله زرمتی او ډېر نور يې مشهور او نوميالي دي.

د نوي حکومت په راتلو سره په تېرو يوولسو کلونو کې په پکتيا کې هم د نورو ولايتونو په شان ډېرې رسنۍ فعالیت کوي. وړانګه، اوښتون، سحر، پکتيا، ولس هيلې، سيدکرم، ميرزکه، افغان ننګ، پکتيا ځوانان او غوټۍ مجلې او سراب او پکتيا غږ جريدې يې چاپي رسنۍ دي. دغه راز ملي ټلوېزيون، ملي، اوښتون، پکتيا غږ، روان اف ام، کاروان او څمکنۍ غږ په دې ولايت کې فعالې راډيوګانې دي.

د دې تر څنګ پژواک خبري آژانس، کليد، بي بي سي، ازادي، سلام وطندار او بيان راډيوګانې او شمشاد، ژوندون، لمر، طلوع، يک او ځینې نور ټلوېزيونونه له کابله هم په دې ولايت کې اورېدل کېږي او ليدل کېږي.

دا مهال په پکتيا کې ۳۴۰ ښوونځي او بېلابېلې ښوونيزې ادارې شته، چې په کې ۸ ديني مدرسې، يوه ميخانيکي، يوه د کرنې مسلکي لېسه او يو کثيرالرشتوي انسټېټيوټ شامل دي، چې ۱۸۰۰۰۰ زره زده کونکي پکې پر زده کړو بوخت دي چې ۴۵۰۰۰ يې نجونې دي.

په پکتيا کې له ۳۴۰ ښوونځيو څخه ۱۶۹ ښوونځي ودانۍ نه لري. پکتيا له پنځو څانګو سره يو دارالمعلمين او يو پوهنتون هم لري.

په پکتيا کې که څه هم چې صنعت ډېره وده نه ده کړې؛ خو په ځينو کليو او بانډو کې لاسي توکي جوړېږي. ځینې کسان د خامک، وړيو، نيمڅي، ټوکرۍ، پوزي، خټين لوښو او نورو کار کوي. پکتيا يو غرنی ولايت دی چې ډېری برخه يې غرونه دي او د کر لپاره کمې ځمکې لري.

سيدکرم، احمداباد او زرمت ولسوالۍ او ګردېز ښار د کرنې وړ ځمکه لري چې تر ډېره په کې غنم، جوار او ځينې نور حبوبات کرل کېږي. په پکتيا کې په دې وروستيو څو کلونو کې د باغونو جوړولو ته هم د خلکو پام اوښتی او د مڼو او نور مېوو باغونه مخ په ډېرېدو دي. د دې ولايت ډېری ځوانان عربي هېوادونو ته د کار روزګار لپاره ځي.

په پکتيا کې ځوانان پر ډېرو لوبو بوخت دي، واليبال، کرکیټ او فوټبال هغه لوبې دي چې په مرکز ګردېز او ولسواليو کې مينه وال لري. دغه ډول ډېری ځوانان بيا د لازمو امکاناتو د نشتون له امله دوديزې لوبې هم کوي چې پکې خوسی، تيږه اچول، غېږ نيول او نور شامل دي.

Previous Post

د ډېرو یخو خوړو زیانونه

Next Post

خوښي په وېشلو لا زیاتېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

پروان
راشه ورشه

پروان

by Spogmai Radio
جنوري 11, 2021
وردګ
راشه ورشه

وردګ

by Spogmai Radio
جنوري 4, 2021
غور
راشه ورشه

غور

by Spogmai Radio
دسمبر 28, 2020
راشه ورشه

غزني

by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2020
سمنګان
راشه ورشه

سمنګان

by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
Next Post
خوښي په وېشلو لا زیاتېږي

خوښي په وېشلو لا زیاتېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د افغانستان بانک سبا ۱۵ ميليونه ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک سبا ۱۵ ميليونه ډالر ليلاموي

مارچ 21, 2023
هېواد کې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی

هېواد کې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی

جولای 13, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved