د پکتيکا په ټولو ولسوالیو کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د ۷۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو ذخيره کولو ۲۵ کوچني چکډېمونه جوړیږي، چې د دوو چکډمونو چارې یې نن د دغه ولايت په سروبي او مټاخان ولسواليو کې عملاً پيل شوې. د مسوولينو په وينا د پاتې نورو چکډمونو چارې به هم د روانې اونۍ تر پايه پيل شي.












