پاپوا ګینه کې د ځمکې ښویېدو له امله د مړو شمېر ۶۷۰ کسانو ته رسېدلی. رویټرز خبري اژانس ویلي، چې په دې پېښه لږ تر لږه ۱۵۰ کورونه تر خاورو لاندې شوي دي. په راپور کې تراوسه د شلو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی او زیاته شوې ده، چې تراوسه د ۵ کسانو مړي د خاورو له لاندې راېستل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د پېښې د قربانیانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی. ویل کیږي، چې تر خاورو لاندې د بندو پاتې شویو کسانو د اېستلو لپاره عملیات د ابتدایي وسایلو په واسطه روان دي، خو د پېښې قربانیانو ته په کتو سره اړتیا ده چې په دې عملیاتو کې له درنو ماشینونو کار واخیستل شي.












