چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چينايان د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې څه کوي؟

لیکنه: مینه؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 8, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
چينايان د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې څه کوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

پسرلنی اختر د چينايانو تر ټولو مهم اختر دی. چينايان د پسرلني اختر د را رسيدو په درشل کې خپل کورونه پاکوي او ډول ډول خوندور خوراکونه او نوې جامې چمتو کوي.

 د چينايانو کورنۍ د کرنيز کال د پای ورځې په ماښام او يا د نوي کال د پېل کېدو په لومړۍ شپه راغونډيږي، د خپلو کورونو د دروازو په دواړو غاړو شعري بیتونه او یا هنري ليکنې ځړوي، اور لوبې کوي او په ګډه ماښامنۍ ډوډۍ خوري.

د چينايانو کورنۍ  تر ماښامنۍ ډوډۍ وروسته مجلس ګرموي او بیا د (جياو ځه) په نوم ځانګړی خوراک جوړوي.

چينايان دود لري، چې د کورنۍ غړي يې په ګډه د پسرلني اختر په مناسبت هنري ننداره ګوري او د نوي کال راتګ ته انتظار کوي.

No description available.

(جياو ځه)

د چين مرکزي ټلويزيون له ۱۹۸۳م کال راهيسې د هر کال د ( چو شي) په ماښام د نوي کال او پسرلني اختر د لمانځنې لپاره يوه هنري ننداره جوړوي، چې دغه ننداره په چين کې د ( چون وان) په نوم يادېږي او پوره نوم يې د پسرلني اختر د لمانځنې ماښامنۍ هنري ننداره دی. په چين کې د ( چون وان) ليدل، د ( جياو ځه ) خوړل او د ( چون ليان) نصبول د پسرلني اختر دود ګرځېدلی دی.

د معلوماتو له مخې، د چين ميډيا ګروپ په کوربتوب د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر ماښامنۍ هندري نندارې د کتوونکو د شمېر په شمول په زياتو برخو کې نوي ريکارډونه جوړ کړي دي. په ټوله نړۍ کې يو ميليارډ او ۲۹۶ ميليونو وګړو په ژوندۍ بڼه د تلويزيون، انټرنيټ او ټولنيزو رسنيو له لارې دغه ننداره کتلې ده او کابو ۷ ميليارډو او ۱۳۳ ميليونو انټرنيټ کاروونکو په انلاين ډول دغه هنري ننداره کتلې او خوند يې ترې اخيستی دی.

No description available.

(د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر ماښامنۍ هندري ننداره)

د چينايانو لپاره د پسرلني اختر د رخصتۍ په درشل کې د کورنۍ غړيو راغونډېدل ډېر اهميت لري، نو په دغه موده کې ترافيک ډېر بوخت وي او هر څوک هڅه کوي، چې خپل کور ته ځان ورسوي او له خپلې کورنۍ سره ياد اختر ولمانځي.

د چين کلتور او سيلانۍ وزارت وايي، چې د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې يعنې د جنورۍ له ۳۱ مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۶ مې نېټې پورې ۲۵۱ ميليونو چينايانو د هېواد په داخل کې سفرونه کړي، چې دا شمېر د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې د شمېر په پرتله ۲ سلنه کموالی ښيي او د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې له شمېر ۷۳.۹ سلنې سره کابو برابر دی.

No description available.

( د فبرورۍ۶ مه نېټه، د چين د پلازمينې بېجينګ د اورګاډيو شمالي سټيشين )

د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې د چين سيلانيز عايدات ۲۸۹ ميليارډه او ۱۹۸ ميليونه يوانه ښودل شوي، چې دا شمېر بيا د ۲۰۲۱ م کال د همدې مودې په پرتله ۳.۹ سلنه کموالی ښيي او د ۲۰۱۹ م کال د همدې مودې د عايداتو له  ۵۶.۳ سلنې سره کابو برابر دي.

د چين فلمونو ادارې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې په دغه هېواد کې د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې د فلمونو د ټکټونو د خرڅلاو ارزښت ۶ ميليارډو او ۳۵ ميليونو يوانو ته رسېدلی دی.

چينايانو په دغه موده کې نه يوازې د خپلو کورنيو غړيو او ملګرو سره وکتل، بلکې د ساتيري لپاره سینماګانو ته هم لاړل او هلته يې فلمونه وکتل.

چين د پسرلني اختر په موده کې ۸ فلمونه نندارې ته وړاندې کړي وو، چې پکې ۶ فلمونو له ۱۰۰ ميليونو يوانو څخه زياتې پيسې ګټلې دي او ۱۱۴ ميليونو چينايانو په  ياده موده کې فلمونه کتلي دي.

په چين کې د فبرورۍ تر ۶ مې نېټې پورې د فلمونو د ټکټونو د خرڅلاو عمومي ارزښت ۸ ميليارډو او ۷۱۴ ميليونه يوانه ښودل شوی، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴۲.۵ سلنه زياتوالی ښيي.

No description available.

(چينايان د فلم کتلو په حال کې )

کرونا وبا لا هم په ټوله نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده. د چين د پسرلني اختر په موده کې د لګښت او مصرف چارې هم د کرونا وبا د خپرېدو تر اغېزې لاندې راغلي، خو بیا هم د لګښت توده څپه يې پورته شوې ده. چين تل د خپلو خلکو روغتيا او ژوند ته لومړيتوب ورکوي، په دقيق ډول د کرونا وبا وقايوي او کنټرول چارې ترسره کوي او اغيزمنې عمومي تګلارې ټاکي او اقتصاد ته ثابت خوځښت او پرمختګ ورکوي.

Previous Post

روسیه: د اوکراین پر سر د جګړې احتمال نه شي ردولی

Next Post

هېواد ته د ۳۲ میلیونو ډالرو بشري مرستو بله کڅوړه راورسېده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
هېواد ته د ۳۲ میلیونو ډالرو بشري مرستو بله کڅوړه راورسېده

هېواد ته د ۳۲ میلیونو ډالرو بشري مرستو بله کڅوړه راورسېده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هان جنګ به د امريکا د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي

جنوري 17, 2025
د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د چمن پرلت ۴۰ غړي ټپيان شوي

د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د چمن پرلت ۴۰ غړي ټپيان شوي

جون 7, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved