د چيني لوبغاړو پلاوي د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه په هاربين کې د ژمنيو اسيايي لوبو په نهم پړاو کې تر اوسه د سرو زرو ۲۱ مډالونه ګټلي دي.
د یادونې ده چې دې پلاوي یوازې په یوه ورځ د سرو زرو شپږ مډالونه وګټل.
که څه هم د دې سياليو له پرانيستلو يوازې درې ورځې تېرې شوې، خو د سرو زرو مډالونو عمومي شمېر يې د چيني پلاوي په تاريخ ريکارډ جوړ کړی دی.
باید وویل شي چې چيني پلاوي د ژمنيو اسيايي لوبو په پخوانيو ۸ پړاوو کې د سرزو زرو ټول ټال ۹۴ مډالونه ګټلي. په دې جمله کې يې د ۲۰۰۷م کال په چانګ چون ښار کې د ژمنيو اسيايي لوبو په شپږم پړاو کې د سرو زرو ۱۹ مډالونه ګټلي، چې تر ټولو زيات و.









