روان کال د چین او اروپا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کاليزې او د ملګرو ملتونو د جوړېدو له اتيايمې کاليزې سره برابر دی او اوس يې دوه اړخيزې اړيکې په کليدي پړاو کې واقع دي.
د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د جولای په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې د اروپايي شورا له رئيس کوستا او د اروپايي ټولنې د کمېسيون له رئيسې وان ديريون سره وليدل او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د راتلونکي پرمختګ په هکله يې درې ټکي بيان کړل. هغه په دې ليدنو کې پر متقابل درناوي او د همکاريزو اړيکو پر اهمیت ټينګار کړی او دغه راز يې تائيد کړې چې دواړه خواوې بايد پر ورخلاصون او همکاريو ټينګار ولري، خپلمنځي اختلافونه دې لرې کړي، څو اړخیزم دې پلی کړي او د نړيوالو اصولو او نظم ساتنه دې وکړي. ياد دوه رئيسان د چین او اروپايي ټولنې د مشرانو په ۲۵مه غونډه کې د ګډون لپاره بېجینګ ته راغلي او ويلي يې دي چې د شي جین پينګ له خوا مطرح شوي ياد درې ټکي ډېر مهم دي. هغوی باور ښودلی چې چين به لا پرمختګونه ومومي، نو ځکه اروپا له چين سره د سوداګريزو اړيکو د پرېکون په لټه کې نه ده. د دوی په خبره اروپا او چين بايد له نړيوالو ننګونو سره په ګډه مقابله وکړي. تر کتنې وروسته دواړو خواوو له اقليمي بدلون سره د مقابلې په اړه د چين او اروپا د مشرانو ګډه اعلاميه خپره کړه.
د چين د ژن مين پوهنتون د نړيوالو اړيکو پوهنځي پروفيسور وانګ يي وي د سي اېم جي له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې د شي جین پينګ له خوا مطرح شویو درېیو ټکیو د چين او اروپا ترمنځ د همکاريو، د خپلمنځي خنډونو د لرې کولو او له نړيوالو ننګونو سره د ګډې مقابلې لپاره ستراتيژيک لارښود برابر کړی او د دوه اړخيزو اړيکو راتلونکو ۵۰ کلنو پرمختګ ته يې حياتي ځواک ورکړی چې دا د نړۍ لپاره يو ښه زيری دی.
دی زیاتوي چې چين او اروپا د نړۍ د دويم او درېيم اقتصاد په توګه ډېرې ګډې ګټې لري او د دواړو خواوو ترمنځ د بنسټيزو ګټو ټکر نشته. د هغه په وینا اوس چین له اروپا سره د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکې ټينګې کړې او ځانونه يو د بل د سوداګرۍ او پانګونو مهم همکاران بولي. د معلوماتو له مخې کلنی دوه اړخیز سوداګريز ارزښت د اړيکو د ټينګېدو په پيل کې له دوه ميليارډه او څلور سوو مليونو امريکايي ډالرو څخه د ۲۰۲۴ م کال کې تر ۷۸۵ ميليارډه او ۸۰۰ مليونو امريکايي ډالرو لوړ شوی او دوه اړخيزه پانګونه له صفر څخه تر ۲۶۰ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې ده. د جرمني د موټرو د صنعتي ټولنې رئيس ويلي چې له چین سره د اقتصادي اړيکو د شتون له کبله نه یوازې جرمني بلکې ټولې اروپا پرمختګ او سمسورتيا موندلې او ارزښتونه يې هم پیدا کړي دي.
نو د چین او اروپا ترمنځ د همکارۍ راز په څه کې دی؟ راز يې په متقابل درناوي، د توپيرونو د موجوديت ترڅنګ د مشترکاتو لټون، ورخلاصون او همکارۍ او د ګډو ګټو پر بنسټ ګډ برياليتوبونه دي. د نړيوال وضعيت د پېچلېتوب او د سوداګرۍ ساتونکې کړنې د شدت په حال کې چين او اروپا څنګه د دوه اړخيزو اړيکو په مخ کې پراته خنډونه لرې کړي او دغو اړيکو ته پرمختګ ورکړي؟ د رئيس شي جين پینګ پورته یاد شوي درې وړاندیزونه د يادې پوښتنې ځواب دی او دا وړاندیزونه د اروپا له خوا منل شوي هم دي.
نو چين او اروپا څنګه يو بل ته وګوري چې دا د دوی د اړيکو له بنسټيز لوري سره تړاو لري. په وروستيو کې اروپا نه يوازې چين همکار نه، بلکې په اقتصادي سيالۍ او نړیوال نظم کې دښمن بللی چې په همدې وجه د چين پر وړاندې کله کله د دوی په دريځونو کې تضادونه رامنځته کوي، خو چين تل اروپا همکار بولي. کله چې د چین او اروپا مشران يو له بل سره ګوري، نو چین تل له اروپا سره اړيکو ته د پرمختګ ورکولو مثبت نيت ښودلی دی.
چين هيله لري چې اروپا د چينايانو له خوا انتخاب شوې لار او نظام، د چین کليدي ګټو ته درناوی ولري او د چین له پرمختګ او سمسورتيا څخه ملاتړ وکړي. متقابل درناوی او تفاهم او ملاتړ بايد د چين او اورپا ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو سمه لاره وي.
د چین او اروپا ترمنځ د اړیکو له ټينګېډو راهيسې پنځوس کالونه تېر شوي دي. اوس دغه اړيکې په نوي پيل کې واقع دي. خو مهمه نه ده چې نړیوال وضعيت څنګه بدلېږي، همکارۍ بايد د دغو اړيکو اصلي موضوع وي.











