سه شنبه, سپتمبر 1, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Home نړیوال خبرونه

چين او مصر د پرمختګ او ګډې سمسورتيا په لار کې يو د بل ښه همکاران دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 1, 2026
in نړیوال خبرونه
0
چين او مصر د پرمختګ او ګډې سمسورتيا په لار کې يو د بل ښه همکاران دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ به د سپتمبر په لومړۍ نېټه د مصر د ولسمشر عبد الفتاح السيسي په بلنه دغه هېواد ته په يوه رسمي سفر ولاړ شي.

رئيس شي جين پینګ لس کاله مخکې مصر ته تللی و او اوسنی سفر به یې د دواړو هېوادونو د اړيکو د نوي پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره کړي او د چارو شنونکي هم دغه سفر د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ لپاره ډېر مهم او اړين بولي.

You might also like

د شيځانګ په جیلونګ کې د ځمکې ښوېدنې د پیښې د قربانیانو د ماتم مراسم ترسره شول

شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۶مې غونډې کې مهمه وينا وکړه

چین او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

چین به له مصر سره په ګډه د عنعنوي دوستۍ د لا ټينګښت، يو له بل څخه د ملاتړ، د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو د لا پياوړتيا او د عصري کېدو جريان د پرمخبېولو او د دوه اړخيزو اړيکو د نوي پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د سيمې او نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره به خدمتونه وکړي.

رئیس شي جين پینګ د روان کال په مې کې د چین او مصر د ډيپلوماتیکو اړيکو د ټينګېدو د اويايمې کاليزې په مناسبت مصري سیال عبدالفتاح السيسي ته د مبارکۍ پيغام کې ويلي وو، چې هغه د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له ولسمشر السيسي سره به عنعنوي دوستۍ ته ادامه ورکړي او په بېلا بېلو برخو کې به ورسره د دوه اړخيزو همکاريو او تبادلې د لاپياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي، څو د دواړو هېوادونو اړيکې د ستراتيژیکې لارښوونې، پرمختیايی پيوستون او نړيوالو اغېزو په برخو کې لا وغوړېږي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي او د نړيوالې او سيمه ييزې سولې او پرمختګ لپاره لازیات خدمتونه وکړي.

نوموړي په دغه پيغام کې نه يوازې د دواړو هېوادونو د اړيکو د ټينګېدو د اویا کلن پرمختیايي مزل يادونه کړې وه، بلکې د اړيکو د راتلونکي لپاره يې لاره هم روښانه کړې ده.

رئیس شي جين پینګ په ياد پيغام کې ويلي وو، چې چين او مصر د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له اوياوو کلونو راهيسې، که نړيوال او سيمه ييز وضعيت هر څنګه بدل شوی، يو د بل درناوی کړی، د مساواتو پر بنسټ يې اړيکې پاللي، يو پر بل باندې يې باور کړی او هم يې متقابلې مرستې کړې دي.

د چين او مصر اړيکې د پرمختیایي هېوادونو ترمنځ د دوستۍ، يووالي او همکارۍ او د چين او عربي هېوادونو او د چين او افريقا ترمنځ د ډله يیزو همکاریو نمونه جوړه کړې او اوس په نوې زمانې کې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په لور روانې دي.

چين او مصر يو د بل ښه دوستان دي، ګډې موخې او یو پر بل باور لري

د چين او مصر ترمنځ دوستي شاوخوا دوه زرو کالونو پخوا زمانې ته ورګرځي او دواړو هېوادونو پر ورېښمو لارې تګ راتګ کړی دی.

د دواړو هېوادونو خلکو د استعمار او بادارۍ پر وړاندې مبارزې کړې دي. مصريانو په ۱۹۵۶م کال کې د سويز کانال حاکميت بېرته خپل کړ او چين هم همغه مهال له مصر څخه ټينګ ملاتړ کړی و.

مصر په ۱۹۷۱م کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د چين د قانوني څوکۍ د اعاده کېدو لپاره مثبته رايه ورکړې وه. که څه هم نړيوال وضعيت هر وخت په بدلېدو وي، خو دواړو هېوادونو د ستونزو پر وړاندې په سياسي چارو کې متقابل ملاتړ کړی او يو پر بل یې پوره باور ساتلی دی.

رئیس شي جين پینګ په تېرې يوې لسیزې کې له ولسمشر عدالفتح السيسي سره څو ځلې لیدنې کړي، دوستي یې ورسره پاللې او د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ لپاره یې لوی ستراتيژیک لارښود برابر کړی دی.

د دواړو هېوادونو مشرانو په ۲۰۱۴م کال کې پرېکړه وکړه، چې د چين او مصر اړيکې د هر اړخیزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکو ته لوړې کړې او په ۲۰۱۶م کال کې بیا رئیس شي جين پینګ دغه اړيکې نوې سويې ته پورته کړې.

چين او مصر په ۲۰۲۴م کال کې د هر اړخیزو ستراتيزيکو همکاريو د اړيکو د لا ټينګښت ګډه اعلاميه خپره کړه او پکې يې ويلي وو، چې د دواړو هېوادونو اړيکې به په نوې زمانې کې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په لور روانې کړي او لوړه سويه او نوی پرمختګ به ومومي.

د دواړو مشرانو د ډيپلوماسۍ لارښوونه له نړيوالو بدلونونو سره سره د يادو اړيکو ثابت بنسټ بلل کېږي.

چين او مصر د ګډ پرمختګ او سمسورتیا د پرمخبېولو په برخه کې هم يو د بل ښه همکاران دي.

که څه هم دواړه هېوادونه يو له بل څخه لرې دي، خو ګډې موخې لري.

چين او مصر به په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژیکې لارښوونې لاندې په سیاسي چارو کې مقابل باور لا ټينګ کړي، خپلمنځي همکارۍ به لا پیاوړې کړي، د تمدنونو په برخه کې به ډيالوګ لا ژور، يووالی او همکارۍ به لا پياوړې کړي او هم به متزلزلې نړۍ ته د سولې او پرمختګ لازيات حیاتي ځواک برابر کړي.

Previous Post

شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۶مې غونډې کې مهمه وينا وکړه

Next Post

د شيځانګ په جیلونګ کې د ځمکې ښوېدنې د پیښې د قربانیانو د ماتم مراسم ترسره شول

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د شيځانګ په جیلونګ کې د ځمکې ښوېدنې د پیښې د قربانیانو د ماتم مراسم ترسره شول
نړیوال خبرونه

د شيځانګ په جیلونګ کې د ځمکې ښوېدنې د پیښې د قربانیانو د ماتم مراسم ترسره شول

by Spogmai Radio
سپتمبر 1, 2026
نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۶مې غونډې کې مهمه وينا وکړه

by Spogmai Radio
سپتمبر 1, 2026
چین او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی
نړیوال خبرونه

چین او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

by Spogmai Radio
سپتمبر 1, 2026
ایران: د امریکا برید ته به پر وخت او پرېکنده ځواب ورکړو
نړیوال خبرونه

ایران: د امریکا برید ته به پر وخت او پرېکنده ځواب ورکړو

by Spogmai Radio
اگست 31, 2026
پيسکوف: اوس د روسيې او اوکراين ترمنځ د سوله ييزو خبرو د بيا پيل لپاره شرايط نشته
نړیوال خبرونه

پيسکوف: اوس د روسيې او اوکراين ترمنځ د سوله ييزو خبرو د بيا پيل لپاره شرايط نشته

by Spogmai Radio
اگست 31, 2026
Next Post
د شيځانګ په جیلونګ کې د ځمکې ښوېدنې د پیښې د قربانیانو د ماتم مراسم ترسره شول

د شيځانګ په جیلونګ کې د ځمکې ښوېدنې د پیښې د قربانیانو د ماتم مراسم ترسره شول

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کرونا؛ د سوریې پارلماني ټاکنې وځنډېدې

کرونا؛ د سوریې پارلماني ټاکنې وځنډېدې

مې 7, 2020
له ایران او پاکستانه نږدې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

له ایران او پاکستانه نږدې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

فبروري 21, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

د شيځانګ په جیلونګ کې د ځمکې ښوېدنې د پیښې د قربانیانو د ماتم مراسم ترسره شول
نړیوال خبرونه

د شيځانګ په جیلونګ کې د ځمکې ښوېدنې د پیښې د قربانیانو د ماتم مراسم ترسره شول

سپتمبر 1, 2026
چين او مصر د پرمختګ او ګډې سمسورتيا په لار کې يو د بل ښه همکاران دي
نړیوال خبرونه

چين او مصر د پرمختګ او ګډې سمسورتيا په لار کې يو د بل ښه همکاران دي

سپتمبر 1, 2026
نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۶مې غونډې کې مهمه وينا وکړه

سپتمبر 1, 2026
نړیوال مدیریت په بدلېدونکې نړۍ کې؛ له ګډو مشورو تر متقابلو ګټو
ليکنې او تحلیلونه

نړیوال مدیریت په بدلېدونکې نړۍ کې؛ له ګډو مشورو تر متقابلو ګټو

سپتمبر 1, 2026
مجاهد: شانګهای سازمان کې د افغانستان ګډون د سیمې په ګټه دی
افغانستان

مجاهد: شانګهای سازمان کې د افغانستان ګډون د سیمې په ګټه دی

سپتمبر 1, 2026
شهباز شریف د افغان ټرانس پروژې د کار پر چټکتیا ټینګار کړی
افغانستان

شهباز شریف د افغان ټرانس پروژې د کار پر چټکتیا ټینګار کړی

سپتمبر 1, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ