چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين به د مکسيکو د تعرفو پر وړاندې ارام کېننني

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 22, 2025
in نړیوال خبرونه
0
چين به د مکسيکو د تعرفو پر وړاندې ارام کېننني
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د مکسيکو پارلمان د ډسمبر په لسمې نېټې هغه مسوده تصويب کړې، چې له مخې به یې دغه هېواد د راتلونکي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه پر شاوخوا ۱۴۰۰ ډولو چيني محصولاتو تر ۵۰ سلنې ګمرکي تعرفې ولګوي.

چين د مکسيکو له دغې پرېکړې سره سخت مخالفت څرګند کړ او ترې غوښتي یې دي، چې خپله پرېکړه تنظيم او يا لغوه کړي؛ که نه، پر وړاندې به یې په مختلفو لارو مقابله وکړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د مکسيکو حکومت د تېر سپتمبر په نهمې نېټې پارلمان ته د مالياتو د سمون او اصلاحاتو وړانديز وکړ او د چين سوداګرۍ وزارت همغه مهال د مکسیکو یادې مسودې ته ځواب ورکړ او ويې ویل، چې د تعرفو اصلاحاتو ته به يې پاملرنه وکړي او د مکسيکو د اخري اقداماتو جدي ارزونه به وکړي.

چين د همدې میاشتې په ۲۵مې نېټې له ارزونې وروسته اعلان وکړ، چې د مکسيکو د محدوديتونو او اقداماتو په مقابل کې یې پلټنې پيل کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې دغسې پلټنې به مخکې د تصديو او د صنعتي چارو ټولنو  لخوا ترسره کېدې او د سوداګرۍ وزارت له ارزونې وروسته به یې د پيل پرېکړه کېده، خو دا ځل د چين سوداګرۍ وزارت په خپله څېړنې پيل کړې دي.

دا د دې ښکارندويي کوي، چې مکسيکو دغه مسوده یوازې د چين پر وړاندې جوړه کړې او غواړي دغه هېواد ته د چيني محصولاتو او خدمتونو د ننوتلو په بهير کې خنډونه او محدوديتونه جوړ کړي.

د چين سوداګرۍ وزارت پرېکړه کړې، چې د دغه هېواد د ولسي جمهوريت د بهرنۍ سوداګرۍ د قانون او د بهرنۍ سوداګرۍ د خنډونو د پلټنې مقرراتو د اړوندو مادو له مخې به د مکسيکو د يادې مسودې په اړه پلټنې وکړي.

د چين د حقوقو او سياسي علومو پوهنتون د نړيوالو قوانينو پوهنځي پروفيسوره شه شياو لي پر دې اند ده، چې چين د اړوندې پلټنې د تر سره کولو له لارې مکسيکو ته خبرداری ورکوي.

د دې په خبره، مکسيکو د چين پر وړاندې تبعيضي کړنې ترسره کوي او چين هم کولی شي، چې پر وړاندې يې پياوړي ځوابي اقدامات وکړي، خو اوس یې يوازې د سوداګرۍ او پانګونې د خنډونو پلټنه پيل کړې او ښايي دا په دې مانا وي، چې چين غواړي د دواړو خواوو ترمنځ د مشورو او د ناسمو کړنو د اصلاح فرصتونه وساتي.

مکسيکو هم چين ته فعال غبرګون ښودلی، په موقت ډول یې د يادې مسودې اړوند قانوني بهير ځنډولی او د ابتدايي بڼې په پرتله تصويب شوې بڼې کې يې د اړوندو محصولاتو د تعرفو کچه هم ټيټه کړې ده.

دا د دې څرګندويي کوي، چې مکسيکو خپلې تېروتنې منلي، خو بیا هم په پای کې يې منفي فعاليت عملی کړی دی.

 ستونزې څه دي؟

چين په تېر سپتمبر کې د مکسيکو اړوندې مسودې ته ځواب ورکړی، چې هر هېواد بايد د نورو په ګواښ او زور سره د دريمې خوا ګټو ته زيانونه و نه رسوي.

راځئ وګورو! د مکسيکو د تعرفو د زياتوالي تدبير اعلان وروسته چا ډېره خوښي ښودلې؟

کله چې د مکسيکو پارلمان کې ياده مسوده تصويب شوې، د امريکا د ولسمشر د سوداګريزو چارو مشاور پيټير ناوارو يې تود هرکلی وکړ او د مکسيکو اقدامات يې د نړيوال تجارتي نظم د بدليدو لپاره د امريکا د هڅو يوه مهمه نښه وبلله.

دا په دې مانا ده، چې مکسيکو د امريکا په خوښه د تعرفو د زياتوالي له لارې چين ته ستونزې جوړوي.

مکسيکو په داسې حال کې د تعرفو د زياتوالي مسوده جوړه کړې، چې د امريکا، مکسيکو او کاناډا تړون به په ۲۰۲۶م کال کې تر سنجش لاندې ونیول شي. نو امريکا له دې نه مخکې پر مکسيکو فشار اچولی او ورڅخه يې غوښتي، چې د چين په هکله د امريکا د تعرفو د زياتوالي تدبير سره همکارۍ وکړي.

مکسيکو پوهېږي چې له چين سره همکاري يې د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره څه اهميت لري؟

چين د مکسيکو د موټرو د پرزو دوهم لوی برابرونکی هېواد دی او د مکسيکو د منسوجاتو محصولات بیا په لوړې کچې د چين پر وارداتو تکيه کوي. نو د مکسيکو لخوا په اخري تصويب شوې مسوده کې د چين د موټرو د پروزو، سپکو صنعتي محصولاتو او ټوکرو او لباسونو په شمول پر ډېرو توليداتو د تعرفو زياتوالي کچه ټيټه شوې ده. مکسيکو له چين سره د پانګونې، روزګار او ټېکنالوژۍ همکاريز فرصتونه لري او چين د برقي موټرو او بيټريو په توليدي چارو کې د مکسيکو د پرمختګ سرعت چټکولی شي.

که مکسيکو يوازې د ځان يا د لوېديځو هېوادونو پر پانګونې اتکا کوي، د پرمختګ سرعت به يې ډېر ورو شي. مکسيکو په خپله هم دا پېژني، خو يو متل دی وايي، چې مکسيکو جنت نه لرې، خو امريکا ته ډېره نږدې ده.

چين د مکسيکو له ستونزو سره درک کوي، نو د دغه هېواد د يادې مسودې تر تصويبېدو وروسته يې پر وړاندې يوازې د مقابلې تدبير غوره کړی دی. خو مکسيکو بايد په دې پوه شي، چې چين به خامخا خپل حقونه او ګټې ساتي. که مکسيکو ياده مسوده عملي کړي، نو چين به يې پر وړاندې ځوابي تدبيرونه ونيسي او خپل قانوني حقونه او ګټې به وساتي.

پروفيسوره شي شياو لي پر دې اند ده، چې چين به د اړوندې پلټنې د نتيجې له مخې د مکسيکو د تر ټولو غوره او ګټورو صنعتي چارو پر وړاندې د مقابلې تدبيرونه ونيسي. چين دا هم کولی شي، چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې د مکسيکو د يادې کړنې په اړه دعوا ثبت کړي.

که مکسيکو بیا هم ياده مسوده عملي کړي، نو چين به يې پر وړاندې مقابلې ته مخه کړي. مکسيکو بايد پر بېلانس فکر وکړي.

چين مکسيکو ته د همکارۍ دروازه نه بندوي، خو شرط يې دا دی، چې مکسيکو دې ياده مسوده لغوه کړي.

Previous Post

تېره ورځ له ایران او پاکستانه نږدې څلور زره کډوال راستانه شوي

Next Post

سرپل لوبډلې د وزلوبې غوره لیګ ۷م پړاو سیالیو اتلولي خپله کړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
سرپل لوبډلې د وزلوبې غوره لیګ ۷م پړاو سیالیو اتلولي خپله کړه

سرپل لوبډلې د وزلوبې غوره لیګ ۷م پړاو سیالیو اتلولي خپله کړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ننګرهار کې د یوې کورنۍ څلور غړي اوبو وړي

ننګرهار کې د یوې کورنۍ څلور غړي اوبو وړي

اپریل 3, 2025
له سياسي لارې د اوکراين کړکېچ حلول سم انتخاب دی

له سياسي لارې د اوکراين کړکېچ حلول سم انتخاب دی

فبروري 25, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ