چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چين به د کمونېست ګوند په مشرۍ د پرمختګ نوی پړاو پيل کړي

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 10, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کمیټې د شپږمه عمومي غونډه د نومبر په اتمه نېټه په بېجينګ کې پيل شوه او د نومبر تر يوولسمې به دوام ولري. دا په چين کې د اهميت وړغونډه ګڼل کيږي او ګډونوال به يې په عمده توګه د دغه ګوند د تېرو سلو کلونو هڅو پر لويو لاسته راوړنو او تاريخي تجربو خبرې وکړي.

د چين د کمونېست ګوند تاريخي بهير ته په کتو، دغه ګوند د مارکسيزم بنسټيز اصول د چين له مشخصاتو او د زمانې له ځانګړتياوو سره يو ځای کړي او په برياليتوب سره يې د چين ځانګړې سوسياليستې لاره هواره کړې ده.

چين د دغه ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې په درشل کې د بې وزلۍ پر وړاندې بريالۍ مبارزه وکړه، چې له امله يې په دغه هيواد کې ۹۸ ميليونه، ۹ لکه او ۹۰ زره کليوال له بې وزلۍ څخه وتلي او ۸۳۲ ولسواليو له شديدې بې وزلۍ سره مخه ښه کړې ده. د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ نوي چين د يو لړ ګامونو په پورته کولو سره نوې زمانې ته داخل شوی او د چيني ملت د بيا سمسورتيا ښه اينده ترې ښکاري.

د چين کمونېست ګوند خپلې هڅې نه دي درولي او د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره يې خپل ورخلاصون نور هم پراخ کړی دی.

شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۱ کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۸۲۳۱۳ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونو يوانو ته رسيدلی، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې9.8 زياتوالی ښيي.

په تېرو مسلسلو اوو کلونو کې، د چين د غلودانو کلنۍ توليدي اندازه څه باندې ۶۵۰ ميليارډه کيلو ګرامه ښودل شوې او د دې ترڅنګ د دغه هېواد د کليوالو سيمو د بيا سمسورتيا بهير هم ښه روان دی. د چين په ګوټ ګوټ کې د دغه ګوند څه باندې ۹۵ ميليونه غړي د خلکو د نيکمرغه ژوند لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه او سخت کارونه کوي.

د چين کمونېست ګوند سل کلن مزل وهلی، په تېرو سلو کلونو کې ګڼ شمېر ګوندي غړي د هېواد د ازادېدو لپاره قرباني شوي او د دوی د هڅو له کبله چين په نوي ډيموکراتيک انقلاب کې بريالی شوی دی او چيني خصوصيت لرونکې سوسياليستي لاره يې غوره کړې ده.

چين اوس مهال له يو بې وزلي هېواد څخه پر یوه داسې هېواد بدل شوی، چې اقتصادي پيمانه يې۱۰۰ټريليون يوانو ته رسيدلې او د نړۍ دوهم لوی اقتصاد ګرځېدلی دی او چيني ملت هم د هېواد د شتمنېدو او قوي کېدو پر لوري خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې مرکزي کميټې شپږمه عمومي غونډه چې اوس په بېجينګ کې روانه ده، د سوسياليستي او عصري هېواد د هر اړخيزې ابادۍ په برخه کې د چين د کمونېست ګوند غړو ته لارښوونه کوي او د چیني ملت د بيا سمسورتيا نوی پړاو به شروع کړي.

بهرنيو خبري رسنيو هم په خپلو راپورتاژونو کې يادې غونډې ته پام اړولی او د چين د کمونېست ګوند پر واکمنې ادارې يې باور څرګند کړی دی. د فليپين ستوري په نوم ورځپاڼې په يوه مقاله کې ليکلي، چې د کرونا وبا له امله د ډېرو هېوادونو پر وړاندې اقتصادي ستونزې شتون لري، خو د چين اقتصاد لا هم پرمختګ کوي.

 د روان کال د لومړيو ربعو اقتصادي شمېرې ښيي، چې د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د چين اقتصاد له خوځنده ځواک څخه مالامال دی.

د فليپين پر يادې ورځپاڼې سربېره د سويس، سينګاپور او امريکا په شمول د نورو هېوادونو خبري رسنیو هم دغې غوندې ته پاملرنه کړې ده. دوی باور ښودلی، چې د دغې غونډې په جوړېدو سره به چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د پرمختګ نوې زمانې ته داخل شي، ځکه په تېرو سلو کلونو کې د چين له سترو بدلونونو څخه بيا ښکاري، چې د چين د کمونېست ګوند رهبري د تاريخ او چينايانو سم انتخاب دی.

Previous Post

چودري: ټي‌ټي‌پي باید د پاکستان قانون ومني

Next Post

برېټانوي او امریکايي چارواکو پر افغانستان خبرې کړې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
برېټانوي او امریکايي چارواکو پر افغانستان خبرې کړې دي

برېټانوي او امریکايي چارواکو پر افغانستان خبرې کړې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د بې سرحده خبريالانو ټولنه: پاکستان دې خبريالان نه باسي

د بې سرحده خبريالانو ټولنه: پاکستان دې خبريالان نه باسي

نوومبر 8, 2023
تېرو ۹ میاشتو کې ۷۰۰ بهرنیو سیلانیانو بلخ ولایت ته سفر کړی

تېرو ۹ میاشتو کې ۷۰۰ بهرنیو سیلانیانو بلخ ولایت ته سفر کړی

جنوري 9, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved