چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين به نړيوال اقتصاد ته کوم نوي فرصتونه برابر کړي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 18, 2022
in نړیوال خبرونه
0
چين به نړيوال اقتصاد ته کوم نوي فرصتونه برابر کړي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين د مرکزي اقتصادي کارونو کلنۍ غونډه د دسمبر له ۱۵مې تر ۱۶مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې د روان کال اقتصادي کارونو ته بيا کتنه شوې، اوسنی اقتصادي وضعيت تحليل شوی او د ۲۰۲۳م کال لپاره اقتصادي کارونه ترتيب شوي دي. نړيوال د چين اقتصادي کارونو ته ډېره ځانګړې پاملرنه کوي. په دغه غونډه کې پر دې ټيڼګار شوی، چې چین به په راتلونکي کال کې د اقتصاد ثبات ته لومړيتوب ورکړي او د ثبات ساتلو پر بنسټ به پرمختګ وموندل شي، د اقتصاد کيفيت به په اغيزمنه توګه لوړ شي، د اقتصاد اندازه به په معقوله توګه زياته شي او په هراړخيزه توګه به د عصري سوسياليستي هېواد د ابادۍ لپاره نوی پيل رامنځته شي. دغو ټولو څرګندونو د راتلونکي کال اقتصادي کارونه روښانه کړي او دا د ټولې نړۍ لپاره يو ښه خبر دی.

د دې غونډې په راپور کې ويل شوي، د اقتصاد د عمومي وضعيت د ښه والي هڅونه به وشي او راپور کې ۳۱ ځلې د”اقتصادي ثبات“ يادونه شوې. د کورنيو او بهرنيو څيړنو له مخې په ۲۰۲۲م کال کې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ سرعت په څرګنده توګه ورو شوی او د اټکل له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې به د نړيوال اقتصاد پرمختګ سوکه شي. نړيوال بانک د روان کال په جون کې اټکل وکړ چې د ۲۰۲۳م کال نړيوال اقتصادي وده به ۳٪ وي، خو دغه بانک پدې وروستيو ورځو کې دغه اټکل ٪ ۱.۹ ته راټيټه کړی دی. په دې حال کې د نړۍ د دويم لوی اقتصاد په توګه د چين د اقتصاد ثابت پرمختګ ستر اهميت لري.

د چين اقتصاد اوس لا هم له زياتو ننګونو سره مخ دی، مثلا د اقتصاد د بيا احيا کېدو بنسټونه ټينګ نه دي او پر اقتصاد فشارونه لا زيات دي. خو بايد دا هم وکتل شي، چې د چين اقتصاد قوي دی، ستر بالقوه توان لري او د بېلا بېلو اغيزمنو تګلارو له امله لاسته راوړنې لري، نو ځکه په راتلونکي کال کې ښايي د چين عمومي اقتصاد کچه بيا لوړه شي. په وروستيو ورځو کې په چين کې د کرونا وبا د وقايي او کنټرول تدبيرونه تنظيم شوي او د چين د جه جيانګ، جيانګ سو او سی چوان په شمول د ډېرو ولايتونو سوداګريز پلاوي د بهرنۍ سوداګرۍ د تقويه کولو او د پانګونو د راجلبولو په موخه نورو هېوادونو ته تللي دي.

په ياده غونډه کې پر دې ټيڼګار شوی، چې د راتلونکي کال د اقتصادي کارونو لپاره بايد په شپږو برخو کې همغږۍ وشي او لومړی بايد د کرونا وبا د کنټرول او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ چارې همغږې شي. له دې څخه ښکاري، چې ښايي د چين اقتصاد په چټک ډول بيا پرمختګ وکړي او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ انجن به قوي شي.

بهرنيو خبري رسنيو ویلي، چې د يادې غونډې له مخې، د چين په دننه کې د کورنيو اړتياوو پراخولو او د مصرف زياتولو ته به لومړيتوب ورکړل شي. په چين کې د کورنيو اړتياوو زياتول به هرو مرو د چين لوی بازار ته د بهرنيو تصديو د ننوتلو په ترڅ کې فرصتونه جوړ کړي او د چين بازار به د نړيوال مشارکت بازار وګرځي.

همداراز په غونډه کې ویل شوي، چې د باکیفیته پرمختګ موندل په هراړخيزه توګه د عصري سوسياليستي هېواد د آبادۍ لپاره لومړۍ مهمه دنده ده. د باکيفيته پرمختګ لپاره نوښت تر ټولو مهم انجن دی. د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان په تېر سپتمبر کې د ۲۰۲۲م کال لپاره د نوښت نړیوال ګراف خپور کړ، چې له مخې يې چين لسم مقام خپل کړی او د نوښت ځواک يې په مسلسلو لسو کلونو کې په ثابته توګه لوړ شوی دی.

ورخلاصون د يادې غونډې يوه بله مهمه موضوع وه. په دغه غونډه کې راغلي چې چين به د لوړې سويې پر ورخلاصون ټينګار وکړي او د ورخلاصون لپاره به اړوند قوانين، ميکانيزمونه، اداري لارې چارې او معيارونه تنظيم کړي، څو لا زياتې بهرنۍ پانګونې راجلب او وکارول شي.  چين پدې اړه يو لړ تدبيرونه نيولي، چې بهرنيو پانګو ته به لا پراخې او ثابتې زمینې برابرې کړي.

د چين پرمختګ د نړۍ له پرمختګ سره ټينګ تړاو لري او د نړۍ پرمختګ چين ته اړتيا لري. د روان کال په پای کې د چين د کمونېست ګوند له شلم ملي کانګرېس وروسته د مرکزي اقتصادي کارونو غونډه تر سره شوې او نړۍ ته يې د چين د اقتصاد قوی توان، د بازار بالقوه توان، د نوښت فعال قوت او د ورخلاصون د راجلبولو توان ښودلی دی.

Previous Post

چین د اقتصادي پرمختګ تر څنګ طبیعت او د طبعي سرچینو خوندیتوب ته هم جدي پاملرنه کوي

Next Post

د استوايي ګينې ولسمشر:”یو کمربند او يوه لار“ له بې وزلۍ څخه د افريقايي هېوادونو د وتلو ښه چانس دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د استوايي ګينې ولسمشر:”یو کمربند او يوه لار“ له بې وزلۍ څخه د افريقايي هېوادونو د وتلو ښه چانس دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې؛ اکټیډ موسسې سره د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړې

له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې؛ اکټیډ موسسې سره د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړې

اگست 26, 2025
ویلیم مېلي: افغان سوله کې باید د پاکستان مداخلات ختم کړل شي

ویلیم مېلي: افغان سوله کې باید د پاکستان مداخلات ختم کړل شي

دسمبر 29, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ