چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين ته د ناورو ولسمشر سفر څه پیغام لري؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 27, 2024
in نړیوال خبرونه
0
چين ته د ناورو ولسمشر سفر څه پیغام لري؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ناورو ولسمشر ډېويد رانييوک اديانګ د مارچ له ۲۴مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه کوي. دا د روان کال په جنورۍ کې د چين او ناورو تر منځ د سياسي اړيکو د بيا اعاده کېدو څخه چين ته د ناورو ولسمشر لومړی سفر دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۵مې نېټې له غرمې وروسته د ناورو له ولسمشر اديانګ سره د خبرو اترو په وخت کې وويل، کله چې زموږ دوستي پيلېږي، نو روښانه راتلونکی به ولرو، هره همکاري چې له صميميت څخه برخمنه وي، سترې لاسته راوړنې به تر لاسه کړي. ولسمشر اديانګ وويل، چې ناورو د چين لوړه ستاينه کوي، چې لويو او کوچنيو هېوادونو ته په مساوي سترګه ګوري او غواړي چې د يو چين پېژندلو اصول مراعات کړي، په پر له پسې ډول له چين سره همکارۍ ټينګې کړي. د دواړو مشرانو تر منځ له خبرو څخه زياتې فعالې نښې خپرې شوې دي.

چين تل دا نظر لري، هر هېواد چې لوی يا کوچنی دی، قوي يا کمزوری دی، شتمن يا بېوزلی دی، ټول سره مساوي دي. چين د څه باندې ۱ميليارډ او څلور ميليونه تنو نفوس، ناورو هېواد يوازې لس زره تنه نفوس لري. چين د ناورو درناوی کوي او ورته په درنه سترګه ګوري، دا هم ثابتوي، چې له نورو سره د مساوي چلند کول د چين د ډيپلوماسۍ ځانګړتيا ده. شي جين پينګ اديانګ ته وويل، چې موږ په جنوبي سمندري سيمه کې زيات پخواني ملګري او اوس ستاسو په څېر نوي ملګري لرو، زه ډېر خوشاله شوم. د ارام سمندر په سيمه کې د ټاپو هېوادونه دغه مساوي ملګرتيا ته ارزښت ورکوي. لکه د ساموا جمهوريت خبريال ليوټا جان وويل، چې د ارام سمندر په سيمه کې د ټاپو هېوادونه يوه لویه کورنۍ ده، ناورو له چين سره همکارۍ کوي، چې د دغه هېواد او د دې سيمې لپاره ګټورې دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د يو چين پېژندل اصول د چين او ناورو تر منځ د سياسي اړيکو د بيا اعادې او له چين څخه د ناورو د ولسمشر د سفر کولو بنسټ دی. چين ته د ناورو ولسمشر اديانګ د سفر په موده کې دواړو خواوو بيا دغه اصول تصديق کړي دي. اديانګ دا نظر ښودلی، چې له چين سره د سياسي اړيکو اعاده کېدل سم تاريخي انتخاب دی او د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو مهم بنسټ يې بللی. له دې څخه څرګندېږي، چې د ۱۹۷۱م کال د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۲۷۵۸م پرېکړه ليک کې د يو چين پېژندلو اصول د نړۍ ګډې نظريې ګرځېدلې دي. په همدې وخت کې له تايوان سيمې سره د تش په نامه سياسي اړيکې لرونکي هېواد ته پیغام کېږي، چې د يو چين پېژندنې اصول لوی تمايل دی او بايد ژر تر ژره سم انتخاب وکړي.

چين او ناورو دواړه پرمختيايي هېوادونه دي او د پرمختګ دندې لري. د ناورو اقتصادي جوړښت کم دی او په عمده توګه د خپلو سرچينو صادراتو او سيلانیزو چارو په اتکا پرمختګ کوي. چين د توليدولو بشپړ ځنځير لري او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ او د اقتصاد او سوداګرۍ د پرمختګ له لارې له ناورو سره همکارۍ کوي. د ناورو يو ۲۷ کلن ځوان سوداګر سيرويست په دغه هېواد کې د ايوو بندر لوړه ستاينه وکړه، له چيني تصدۍ څخه يې مننه څرګنده کړه، چې له دوی سره یې دغه بندر جوړ کړی او اوس په دغه بندر کې بېړۍ ډېرې شوې دي او د لېږد رالېږد توکو اندازه په پر له پسې ډول زياته شوې ده. دغه عصري بندر د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوی او د ناورو د توکو لېږلو توان یې لوړ کړی او ځايي خلکو ته پرمختللي ټېکنالوژۍ او کاري فرصتونه يې رامنځته کړي دي.

چيني تصديو په ناورو کې د فوټوولټيک بريښنا او د انرژيو ذخيره کولو لومړۍ پروژې پیل کړې دي، خلکو ته يې د مشروم(مرخېړو) د کرلو ټېکنالوژۍ تعليم ورکړی او داسې نورې د پرمختګ لارې چارې يې ورته ښودلې دي. د ناورو خلک له چين سره د همکارۍ تمې لري.

چين ته د ناورو د ولسمشر د سفر په موده کې دغه هېواد له چين سره د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په هکله همکاريز سند لاسليک کړ. د دواړو هېوادونو د ګډې اعلاميې له مخې، چين غواړي د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ پلان او د ناورو د پرمختګ له ستراتيژۍ سره ونښلوي، په ناورو کې د تجارت او پانګونې، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، د کرنې او د کب نيولو چارو، د کانونو د علمي استخراج، د چاپېريال د ساتنې په شمول ساحو کې ورسره همکارۍ وکړي او د دغه هېواد سره د دوامدار پرمختګ په چارو کې مرسته وکړي.

د شنونکو په اند، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ پلان د ارام سمندر سيمې د زياتو هېوادونو اقتصادي سويې او د خلکو ګټې زياتې کړې، چې دغه واقعي لاسته راوړنې د ناورو د حکومت او خلکو په ژوند کې څرګندې دي. دواړه خواوې به د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې د سمندري اوبو د پاکولو، د زرغون انرژيو او د دوامدار پرمختګ په برخو کې به همکارۍ وکړي. چين ته د ناورو ولسمشر سفر به د ارام سمندري سيمې د ټاپوګانو په سيمه کې د سولې او پرمختګ هڅونه وکړي، د پرمختيايي هېوادونو تر منځ به همکارۍ پرمخ یوسي او دا د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ګډې ابادۍ د هڅولو وړ اهميت هم دی.

Previous Post

وانګ يي له امريکايي مېلمنو سره وکتل

Next Post

بښنې سازمان: پاکستان دې د کډوالو اېستل په سملاسي توګه بند کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
بښنې سازمان: پاکستان دې د کډوالو اېستل په سملاسي توګه بند کړي

بښنې سازمان: پاکستان دې د کډوالو اېستل په سملاسي توګه بند کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين د تايوان ټاپو په ختيځ بحري سيمه کې د ارضي پلان لپاره چمتوالی نيسي

چين د تايوان ټاپو په ختيځ بحري سيمه کې د ارضي پلان لپاره چمتوالی نيسي

جون 21, 2026
هېواد کې وروستیو اورښتونو کروندګر هیله‌‌‌مند کړي

هېواد کې وروستیو اورښتونو کروندګر هیله‌‌‌مند کړي

فبروري 20, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ