د چين سوداګرۍ وزارت د دسمبر په ۱۴مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې چين د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ نه تر نومبر پورې ۷۴۹.۷ مليارډه ډالره بهرنۍ پانګې کارولې دي. دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۷.۹ سلنه کموالی ښودلی دی.
د شمېرو له مخې، د روان کال په لومړيو ۱۱ مياشتو کې د چين په ټول هېواد کې ۵۲۳۷۹ بهرنۍ تصدۍ جوړې شوې چې د تېر کال د همدې مودې په مقايسه ۸.۹ سلنه زياتوالی موندلی دی.












