د چين د چاپېريال وزارت په دې وروستيو کې اعلان وکړ، هېواد يې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون او د پاريس هوکړه ليک د اړوندو پرېکړه ليکونو له مخې پر وخت د ياد چوکاټي تړون سکريتريت ته په چين کې د اقليمي بدلون حالت په اړه دوه راپورونه وړاندې کړي دي.
په دغو دوو راپورونو کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په چارو کې د چين اغېزمنې تګلارې، عملونه او لاسته راوړنې روښانه شوې او د يوه مسؤلانه او لوی هېواد په توګه د چين مثبت خدمتونه څرګند شوي دي.










