چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين د نړۍ د ګډ پرمختګ کومه نقشه پنځولې؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 20, 2024
in نړیوال خبرونه
0
چين د نړۍ د ګډ پرمختګ کومه نقشه پنځولې؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د جي شل یا د شلو لویو صنعتي هېوادونو ۱۹مه سرمشريزه پدې وروستيو کې د برازيل په ريو جانيرو کې ترسره شوه او د ګردې نړۍ پاملرنه یې راجلب کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نړيواله ټولنه د څو پوښتنو د ځوابونو په لټه ده، چې انسانان باید نړۍ څرنګه جوړه او اباده کړي؟ نړيوالې ادارې کې باید کوم سمون او بدلون راشي؟ جي ۲۰ باید څه رول ولوبوي؟

د چين دولت رئيس شي جين بينګ د نومبر په ۱۸ مې نېټې يادې سرمشريزې ته په وينا کې دغو پوښتنو ته روښانه ځوابونه ويلي دي.

نوموړي نړيوالې ټولنې ته وړانديز کړی، چې د ګډ پرمختګ پر اساس عادلانه نړۍ اباده او په ګډو هڅو عادلانه او معقول نړيوال اداري سيسټم جوړ کړي.

رئیس شي د نړيوال پرمختګ د ملاتړ په پار د چين اته ماده ييز پلان اعلان کړی او د اقتصاد، ماليې، سوداګرۍ، ډيجيټلي چارو، ايکولوژيکي چاپېريال په برخو کې یې د نړيوال مديريت په تړاو د چين نظريات بيان کړي، چې د بېلا بېلو خواوو له اجماع سره مطابقت لري.

څېړونکي پدې باور دي، چې د چين نظرياتو او کړنو د نړۍ ګډ پرمختګ ته بصیرت او حياتي ځواک برابر کړی، د نړيوالې ادارې د ښه والي نقشه يې پنځولې، د نړيوال اقتصاد او د انسانانو د پرمختګ د تمايل په اړه يې د ژور پوهاوي او درک ښودنه کړې او د لوی هېواد په توګه یې د مسئولیت احساس او کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

ښه ژوند او عصريتوب د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ګډه هيله ده.

 پدې وروستيو کلونو کې د پرمختيايي هېوادونو او پرمختللو هېوادونو ترمنځ واټن پراخ شوی، د اقتصادونو د بيا سمسورتيا او تخنيکي پرمختګ وضعيت يو له بل سره لاندیوالی او باندیيوالی لري او یو شمېر پرمختيايي هېوادونه په ستونزمنو حالاتو کې راګير شوي دي.

د ملګرو ملتونو تازه شمېرې ښيي، چې په تېر ۲۰۲۳م کال کې په ګردې نړۍ کې ۷۳۳ میليونه خلک له لوږي سره مخ وو او په هرو ۱۱ کسانو کې يوه یې کافي خوړو ته لاسرسی نه درلود.

 بېوزلي څنګه له منځه تللی شي؟

د چين تجربو نورو هېوادونو ته الهام ورکړی، چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو پر وړاندې پرېکنده ګامونه واخلي.

 په چین کې ۸۰۰ ميليونه بېوزله وګړي له بېوزلۍ څخه ژغورل شوي او دغه هېواد د بېوزلۍ د کمولو نړيوالو چارو ته وده او پرمختيايي هېوادونو ته يې ټينګ هوډ او باور ورکړی دی.

ګډه وده رښتينې وده بلل کېږي.

 د چين دولت رئیس شي جين پينګ د جي ۲۰ سرمشريزې ته په وينا کې د سوداګرۍ او پانګونې، ايکولوژيکي تمدن، د نړيوالو اقتصادي همکاريو د فضا او د څواړخيزم د دوام په تړاو څلور فقره ييز وړانديز کړی او د چين دايمي دريځ يې پکې څرګند کړی دی: ((نړیواله سمسورتيا د بډايه او غريب ترمنځ د پراخېدونکي واټن پر اساس نه شي رامنخته کېدای، بلکې هېوادونه باید لاټولشموله، پراخې ګټې رسوونکې او انعطاف منونکې وده ومومي.))

شي جين پينګ يادې سرمشريزې ته په وينا کې له نړیوال پرمختګ څخه د ملاتړ په پار د چين اته ماده ييز مشخص پلان اعلان کړی دی. د بېلګې په توګه چين له نورو هېوادونو سره په ګډې همکارۍ کمربند او لارې ته باکیفيته وده ورکوي، د بېوزلۍ د کمولو، د خوړو د امنيت ساتلو او د ډيجيټل اقتصاد د انکشاف موندلو په برخو کې عملي همکارۍ کوي، د افريقا له پرمختګ ملاتړ کوي او د هغو هېوادونو پر مخ، چې د ملګرو ملتونو لخوا د لږ پرمختللو هېوادونو (LDCs) په ډله کې شامل دي، خپل ورخلاصون پراخوي.

ګډ پرمختګ د نړيوال اداري سيسټم اصلاحاتو ته اړتيا لري

 شي جين پينګ د اقتصاد، ماليې، سوداګرۍ، ډيجيټلي چارو او ايکولوژيکي چاپېريال د مديريت په تړاو يو لړ مشخص وړانديزونه کړي او په خبره يې، نړيواله ټولنه دې د همکاريو، ثبات، ورخلاصون، نوښت او چاپېريال ساتنې پر اساس نړيوال اقتصاد ته وده ورکړي او اقتصادي مشارکت دې پیاوی کړي.

چين پر دې اند دی، د نړۍ يو هېواد هم باید د عصري کېدو پر لارې پاتې نشي او جي ۲۰ باید د نړيوالې ادارې د ښه والي او د نړيوال پرمختګ د پیاوړتيا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. چين به د جي ۲۰ د يوه مهم غړي په توګه د نړۍ د څو قطبي کېدو او مساوي، منظم او د پراخې ګټې رسوونکي او ټولشموله اقتصادي نړيوالتوب بهیر پرمخ يوسي او د ګډې ودې په راوستلو او د نړيوالې ادارې اصلاحاتو کې به خپل بصيرت او ځواک وکاروي.

Previous Post

د ملګرو ملتونو پخوانی مرستيال سرمنشي ايريک سولهيم: د چين زرغون توليدي ظرفيت د نړۍ چاپېريال ساتنه پياوړې کوي

Next Post

چين: د اوکراين د کړکېچ حل او اوربند په امريکې پسې تړاو لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

چين: د اوکراين د کړکېچ حل او اوربند په امريکې پسې تړاو لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کندهار-هرات پر لویه لار ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې ده

د کندهار-هرات پر لویه لار ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې ده

مارچ 28, 2021
د مسکو غونډه؛ څلور هېوادونه اسلامي امارت بېرته رامنځته کېدل نه غواړي

د مسکو غونډه؛ څلور هېوادونه اسلامي امارت بېرته رامنځته کېدل نه غواړي

مارچ 19, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ