سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين د ورخلاصون په پراختيا کې يوه نوې پاڼه اړولې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2025
in نړیوال خبرونه
0
چين د ورخلاصون په پراختيا کې يوه نوې پاڼه اړولې

default

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر په ۱۸ مه ځانګړي ګمرکي تګلارې رسماً پلې کړې او دا د چين د ورخلاصون لپاره نوې ارزښتناکه شېبه بلل شوې ده. دغه بندر ټول های نان ټاپو پوښلې، چې عمومي مساحت یې څه باندې ۳۰زره مربع کيلومترو ته رسېږي او په نړۍ کې د ازادې سوداګرۍ له ډېرو لویو بندرونو څخه شمېرل کيږي. کارپوهان په دې باور دي، چې په ټولهای نان ټاپو کې د ځانګړو ګمرکي تګلارو تطبیق به ورخلاصون ته زیاتې ګټې ورسوي او د چين او نورو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي او سوداګريزو اړیکو، سيمه يیزو ژورو همکاريو او آن د نړيوال اقتصاد پر حکومتدارۍ به مثبتې اغېزې ولري.

ځانګړې ګمرکي تګلارې د های نان ټاپو د بندېدو معنې نه لري، بلکې پدې معنا ده چې دغه ټاپو د ګمرکي څارنې ځانګړۍ سيمه ګرځېدلې او پکې د ” لومړې کرښې“ د پرانيستنې، د ”دويمې کرښې “ د مديريت او د ټاپو دننه ازادۍ په بڼه د ازادې او اسانې سوداګرۍ لپاره ځانګړی سيسټم  تطبيقيږي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

” لومړۍ کرښه“د های نان او د چین له ګمرکي پولې څخه بهر هېوادونو او سیمو ترمنځ سوداګرۍ ته اشاره کوي، د ياد سیسټم له لارې پدې لومړۍ کرښه کې د سوداګرۍ د اسانولو او ازادولو يولړ ګمرکي تدبيرونه پلي کيږي. د دویمې کرښې مديريت پدې معنا دی چې د های نان ازادې سوداګرۍ بندر او د چين لويې برخې ترمنځ معیاري ګمرکي مديریت ساتل کیږي او له لومړۍ کرښې څخه د چين لويې برخې ته ننوتونکي مالونه تر هدفي او دقیق مديريت لاندې دي. ” د ټاپو دننه  ازادي “ پدې معنی ده چې د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر په دننه کې  د توليد د عواملو تبادلې او تګ راتګ په نسبتاً ازاد دی او عام خلک له اضافي سند پرته های نان ته کاري يا تفريحي سفر کولی شي.

د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر په ځانګړو ګمرکي تګلارو کې د صفر تعرفې، د ماليې ټيټې کچې او د مالياتو د اسانه سیسټم په اړه تګلارې شاملې دي.

د ځانګړو ګمرکي تګلارو له تطبيق وروسته، د صفر تعرفې د تجارتي توکو ډولونه له ۱۹۰۰ څخه ۶۶۰۰ ته زيات شوي، چې دغه رقم په ټولو ډولونو کې ٪ ۷۴ نيسي. دغه ډول توکي په های نان ټاپو کې د امتياز لرونکو ترمنځ له وارداتي تعرفې پرته معامله کيږي. که د پروسيس له لارې د توکو نور ۳۰٪ ارزښت پیدا شي، نو توکي له تعرفې پرته د چين پر لويې برخې پلورل کېدای شي.

برسيره پردې د سوداګرۍ مديريت لا نرم شوی. پخوا په چين کې د ځينو ډولونو مالونو واردات او صادرات منع وو، خو اوس يې وارداتو ته اجازه ورکړل شوې. د بېلګې په توګه د چين سوداګرۍ وزارت د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر له لارې د وادراتو او صادراتو د منع یا محدود شوو توکو لیست خپور کړی، چې له مخې يې د نويو ۹۸ ډوله تجارتي توکو وارداتو ته اجازه ورکړل شوې ده.

د های نان ولایت د ژورو اصلاحاتو دفتر مسئول وايي،  د ځانګړو ګمرکي تعرفو له تطبیق وروسته د صفر تعرفې د تجارتي توکو ډولونه ډېر زياتيږي او د وارداتو او صادراتو مديريت نور هم نرميږي، چې پدې سره به د تصديو د وارداتو او صادراتو لګښت کم شي، د پرمختګ فضا به يې نوره هم پراخه شي او تصدۍ توانیږي چې ځانونه په لاښه توګه له نړيوالو صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو سره وصل کړي.

د کلومبيا اقتصادپوه جوليان روسیلو ويلي، د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر کې د ځانګړو ګمرکي تګلارو تطبيق چين ته د ورخلاصون د پراخولو مهم فرصتونه رسوي او  دغه زار نورو هېوادونو ته به پر چين د خپلو تجارتي توکو د پلور لازيات فرصتونه برابر کړي.

د جنوبي افريقا د جهانیزبورګ پوهنتون پروفیسور پيټر بویر د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر يو نوښتي سوداګريز زون بللی او په وينا يې دغه بندر به د نړۍ د بېلابېلو ځايونو تصدۍ او تاجيران راجلب کړي. هغه زياته کړه، چې دغه بندر نه يوازې د جنوبي افريقا محصولاتو ته  لاپراخ بازار مومي، بلکې د جنوبي افريقا او چين ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې به نورې هم نږدې کړي.

د سويډن د کمربند او لارې انسټيټيوټ مرستيال حسین عسکري ويلي، چې د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر لپاره ځانګړې ګمرکي تګلارې به د نوښتګرو صنايعو او خدماتو پر نوي نړيوال مرکز د های نان ټاپو په ګرځېدو کې مرسته وکړي.

Previous Post

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۸ کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې

Next Post

چين په بريالي ټوګه د مخابراتي ټېکنالوژۍ د ۲۳م نمبر ازمويښتي سوږمکۍ وتوغوله

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چين په بريالي ټوګه د مخابراتي ټېکنالوژۍ د ۲۳م نمبر ازمويښتي سوږمکۍ وتوغوله

چين په بريالي ټوګه د مخابراتي ټېکنالوژۍ د ۲۳م نمبر ازمويښتي سوږمکۍ وتوغوله

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د نوي پرمختګ بانک مشرې ديلما روسيف له چين ميډيا ګروپ سره مرکه وکړه

د نوي پرمختګ بانک مشرې ديلما روسيف له چين ميډيا ګروپ سره مرکه وکړه

اگست 19, 2023

اسدالله خالد او مسعود اندرابي یو وار بیا پر خپلو دندو سرپرستان شول

جولای 18, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ