سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چين له افغانستان سره د بشر ګډ برخليک ټولنه جوړوي او څواړخیزم فعال ساتي

لیکنه: وانګ یو؛ په افغانستان کې د چین لوی سفیر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 22, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
چين له افغانستان سره د بشر ګډ برخليک ټولنه جوړوي او څواړخیزم فعال ساتي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

نړۍ اوسمهال له لویې وبا او سترو بدلونونو سره مخ ده. ټول بشر د سختې ساري ناروغۍ تر سیوري لاندې راغلی او د نړۍ اقتصاد هم له دویم نړیوال جنګ وروسته له سختو کړکېچونو سره مخ او کمزوری شوی دی. یو اړخیزم، پروټېکشنیزم او تسلط شدت موندلی او د حکومتولۍ، باور، پرمختګ او سولې په برخو کې کسرونه مخ په ډېرېدو دي. په نړۍ کې څه ناسم روان دي او موږ څه کولی شو؟ دا یوه داسې پوښتنه ده، چې نړيوال یې هم په اړه فکر کوي.

د چین د دولت ريیس شي جین پینګ د جنورۍ په ۲۵مه د ویډیو کنفرانس له لارې د نړیوال اقتصادي فورم «داووس اجنډا» په ډیالوګ کې برخه واخیسته او «د څواړخیزم مشال دې د انسانیت د پرمختګ لار روښانه کړي» په عنوان یې یوه وینا وکړه. نوموړي د اوسني عصر پر وړاندې د څلورو لویو مسئلو په تړاو هر اړخيزې خبرې وکړې، د نړۍ د پرمختګ د کمزروتیا کلیدي ټکي يې په ګوته کړل، په متناسب ډول یې د څو اړخيز اصل ماهیت تشریح کړ او په نویو حالاتو کې يې د څو اړخيزم د ساتلو او عملي کولو لپاره لار روښانه کړه. نوموړي د څو اړخیزم د ساتلو او له نورو هېوادونو سره د ګډ کار او همکارۍ لپاره د چین هوډ څرګند کړ. نوموړي هغو لویو پوښتنو ته؛ لکه د تاریخ په څلورلار کې څنګه لیدلوری کوو؟ ځوابونه ورکړل او د بشر د پرمختګ لپاره یی د چین پلان او ځواب برابر کړی، چې د برخه‌والو لوړې ستاینې یی موندلې دي. د «کلیدي کال په پام کې نیسو او د ټولو خواوو باور بیا جوړوو» تر سرلیک لاندې «څو اړخیزم» په دې غونډه کې ډیر لیدل شوی دی. د څو اړخیزم ساتلو او عملي کولو او د بشر د ګډ برخلیک ټولنې د ابادولو په اړه د ريیس شي جین پینګ غوښتنو د نړیوالې ټولنې پراخې ستاینې ترلاسه کړې دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

 د څو اړخيز سياست ساتل او عملي کول د چين او افغانستان ترمنځ د همکارۍ اتفاق او سمت بدل شوی او ورځ تر بلې د غوړېدو په حال کې دی. چین پر نړیوال عدالت ټينګار کوي او د افغانستان د مسئلې د حل په موخه له نړیوالې ټولنې سره يو ځای نه ستومانه کېدونکې هلې ځلې کوي، څو په دغه هېواد کې سوله او ثبات راشي. چين د افغانستان د سوله‌يیزې بیارغونې په درشل کې د یوناما د چارو ملاتړ کوي، د افغانستان مسئلې په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او امنیت شورا د یو شمېر پرېکړو تصویب ته يې لار هواره کړه، د افغانستان مسئلې په اړه يې د امنیت شورا په بېلابېلو بحثونو کې فعاله برخه اخیستې او څو بېلابېلو میکانېزمونو کې يې ګډون کړی دی. چين د «افغانانو په ملکیت او مشرۍ» د چارو ملاتړ او درناوی کوي. ولسمشر محمد اشرف غني تېر کال د ملګرو ملتونو د ۷۵یمې عمومي اسمبلۍ په مباحثوي غونډه کې د څو اړخیزم پر اهمیت ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې ملګري ملتونه باید د افغانستان پر وړاندې د شته مختلفو ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي.

اوسمهال د افغانستان د سولې او پخلاینې پروسه یوه کلیدي پړاو ته رسېدلې ده. چین او افغانستان څنګه کولی شي، چې له څو اړخيزم ښه ګټه پورته کړي او له دې لارې څنګه کولی شي، چې د افغانستان مسئله ژر حل کړي؟ زه فکر کوم، دلته د ريیس شي جین پینګ وینا ځانګړی او مهم اهمیت لري.

لومړی– موږ بايد ورخلاصون او ټولشموليت وساتو‎

ريیس شي جین پینګ په خپلو خبرو کې څو ځله پر دې تاکيد کړی، چې موږ باید د بشر د ګډ برخلیک مفکوره تعقیب کړو، د سولې، پرمختګ، برابرۍ‎، عدالت، ډيموکراسۍ او ازادۍ پر ګډ ارزښت بايد ټینګار وکړو او تر وسې پورې بايد د همکاریو نظام، مفکوره، ورخلاصون او تګلارې او شاملتیا پیاوړي کړو. چین د افغانستان د باوري ګاونډي په توګه د زړه له کومې غواړي، چې په افغانستان کې سوله، ثبات او بیارغونه رامنځته شي. چين له اوږدې مودې راهیسې د یو کمربند او یوې لارې په چوکاټ کې له افغانستان سره همکارۍ پیاوړې کړي او په وروستیو کلونو کې د افغانستان درېیم لوی سوداګریز همکار پاتې شوی دی. چین د چین – افغانستان – پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیز ډیالوګ په ګډون د سیمه‌يیزو همکاریو د ډګرونو له لارې کار اخلي، ترڅو د افغانستان ځانګړې جغرافیایي امتیاز په ګټوره توګه ولوبوي، خپلمنځي متقابل پیوستون او تګ راتګ پیاوړی کړي او د افغانستان اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او د خلکو ژوند‎ ته وده ورکړي. چین به د روغتیا نړیوال سازمان په غوښتنه، د کووېډ-۱۹ ضد لس ميلیونه واکسینونه برابر کړي او په عمده توګه به د افغانستان په شمول د مخ پر ودې هېوادونو عاجلې اړتیاوې پوره کړي. چین په لوړې سویې ورخلاصون پرمخ بيايي او د کورني دوران پر محور، د کورنيو او بهرنيو دواړو دورانونو نوي انکشافي حالات جوړوي. چين غواړي له افغانستان سره یو ځای په لوړ کیفیت «یو کمربند او یوه لار» جوړه کړي او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه لوړه او د افغانستان اقتصاد او د خلکو ژوند وهڅوي.

دویم– موږ بايد پر مشورو او همکاريو ټینګار وکړو‎

 ريیس شي جین پینګ خپلو خبرو کې څو ځلې دې ته اشاره کړې، چې موږ باید د سړې جګړې ذهنیت او د صفر سام (zero sum) زاړه مفهومونه پرېږدو، متقابل درناوي او متقابل تفاهم ته بايد غاړه کېږدو، د ستراتېژیکو اړیکو له لارې سیاسي متقابل اعتماد ته بايد وده ورکړو او د متقابلو او ګډو ګټو همکارۍ بايد تعقیب کړو. چين د افغانستان د سولې او پخلاینې پروسې په برخه کې د دغه هېواد له ټولو ګوندونو او ډلو څخه غوښتنه کړې، چې د خپل هېواد ملي ګټې په نظر کې وساتي او د بین الافغاني خبرو اترو له لارې دې داسې ټولشموله سیاسي چوکاټ رامنځته کړي، چې د افغانستان ټول ګوندونه، ملیتونه او مذهبي ډلې پکې ځان وویني. چین به د افغانستان د مخلص ملګري په توګه د تل په شان د دغه هېواد د سولې او پخلاینې پروسې ملاتړ کوونکی، منځګړی او تسهیل کوونکی پاتې شي او له نړیوالې ټولنې او سیمه‌ییزو هېوادونو څخه هم غواړي، چې مساوات او عدالت تعقیب او په ګډه د افغانستان له سوله‌ییزې بیارغونې څخه ملاتړ وکړي او اړوند څو اړخیز میکانېزمونه باید د دې لپاره مثبت رول ولوبوي.

درېیم– له وخت سره سم بايد پرمختګ کوو‎

ريیس شي جین پینګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره کړې، چې نړۍ د ستر بدلون په حال کې ده، چې نه یوازې د لوی پرمختګ، بلکې د لویو اصلاحاتو دوره ده. موږ بايد راتلونکي ته په کتو، د ۲۱مې پېړۍ څو اړخیزم پر سمه لار بوځو او نوښت وکړو، د نړیوالو ننګونو پر وړاندې بايد مقابله وکړو او د پراخو مشورو او موافقو پر اساس بايد د نړیوالې حکومتولۍ سیستم اصلاح او بشپړ کړو. ترهګري د بشریت ګډ دښمن دی، چین او افغانستان د تروریزم قربانیان او په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي. د «ختیځ ترکستان غورځنګ» په ګډون نړیوالې ترهګرې ډلې د دواړو هېوادونو پر وړاندې ګډ ګواښ دی. چین د تروریزم له هر ډول سره مخالفت کوي او له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې د تروریزم پرضد بېړنۍ او اصلي مسئلې باید ټولې حل او نړیوالې همکارۍ دې پیاوړې کړي. چین په دې اند دی، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د امنیتي ظرفیتونو د لوړولو لپاره کلکه همغږي ولري او په دوامداره توګه بايد د تروریزم پر وړاندې د افغان ځواکونو وړتیاوې لوړې کړي. چین له بهرنيو ځواکونو څخه غواړي، چې له افغانستان څخه په منظمه او مسوولانه ډول ووځي، د تروریستي ډلو د بیا پورته کېدو مخه بايد ونیسي او په افغانستان کې بايد وضعیت ته په کتو پرېکړې وکړي. چين په ټينګ هوډ دا غوښتنه کوي، چې افغانستان بايد د لوبو ډګر ونه ګرځي او په دغه هېواد کې د نورو هېوادونو پرضد د «نوې سړې جګړې» او پراکسي جګړې سره ټینګ مخالفت کوي. چین چمتو دی، چې د افغانستان په ګډون له نړیوالې ټولنې سره د ترهګرۍ پرضد همکارۍ ژورې کړي او په ګډه په افغانستان او سیمه کې سوله او ثبات ټینګ کړي.

«چين مکلف دی، هغه څه ښه ترسره کړي، چې د ټول بشریت لپاره ګټور وي.» د ريیس شي جین پینګ دغو درنو خبرو نړۍ ته د چین جدي ژمنې او د لوی هېواد مسوولیت ښکاره کړی دی. چین به د تل په څېر، په ټینګ عزم او ارادې څو اړخیزم وساتي او عملي به یې کړي، د ګډو ګټو پر اساس به د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره یو ځای پرمختګ وکړي، د بدلون په حال کې به نړۍ ته باور ورکړي او د تاریخ په کلیدي نقطه کې به د افغانستان لپاره لازیات ابادوونکی رول ولوبوي.

Previous Post

امنیتي مسوولین د وضاحت لپاره ولسي جرګې ته وبلل شول

Next Post

ولسمشر د بودیجې د تصویب له امله له ولسي جرګې مننه وکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ولسمشر د بودیجې د تصویب له امله له ولسي جرګې مننه وکړه

ولسمشر د بودیجې د تصویب له امله له ولسي جرګې مننه وکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ولي خان: افغانستان کې د روانې جګړې لامل د پاکستان مداخله ده

ولي خان: افغانستان کې د روانې جګړې لامل د پاکستان مداخله ده

جون 29, 2021
د روان کال په لومړيو ۲ مياشتو کې د چين د صادراتو او وارداتو اندازه ۱۸ اعشاريه ۳ سلنه زياته شوې

د روان کال په لومړيو ۲ مياشتو کې د چين د صادراتو او وارداتو اندازه ۱۸ اعشاريه ۳ سلنه زياته شوې

مارچ 10, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved