چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چین او روسیې د انرژۍ نړيوال بازار ته ثبات ورکړی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 26, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر په ۲۵مې نېټې د چین او روسيې د انرژۍ اووم سوداګريز فورم ته د مبارکۍ پيغام لېږلی، چې د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو پاملرنه يې راجلب کړې ده.

دوی د رئیس شي جين پينګ د مبارکۍ په پیغام کې د چين او روسيې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د خلکو د نيکمرغۍ لپاره د دواړو هېوادونو د انرژۍ د همکاريو لوړه ارزونه کړې او اکثرو یې ويلي، چې په ياد پيغام کې د دواړو هېوادونو تصديو ته د همکاريو لارښوونه شوې او د خپلمنځي هراړخيزو همکاريو د نوي جوړښت لپاره يې لوری روښانه کړی دی، چې دا به د انرژۍ نړيوال بازار ته ثبات ورکړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دغه ټولنې به د رئیس شي د مبارکۍ پيغام کې ورکړل شوې روحيه پلې کړي او د انرژۍ په هراړخيزو همکاريو کې به د دوه اړخيزو اړيکو لا ټينګښت ته ادامه ورکړي، څو دواړه هېوادونه او خلک ترې برخمن شي.

د چين او روسيې ترمنځ د انرژۍ سوداګريز فورم د دواړو هېوادونو د وړانديز له مخې جوړ شوی، مشرانو يې ورته پاملرنه کړې او د فورم د چارو لارښوونه يې کړې ده.

د معلوماتو له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم په همدې ورځ ياد فورم ته د مبارکۍ پیغام لېږلی دی.

د روسيې د انرژۍ د پرمختیایي ستراتيژۍ او بيولوژیکي خونديتوب د کمېټې سرمنشي او د دغه هېواد د نفتو شرکت عمومي مدير اګور اوانویچ  سيچن د دواړو هېوادونو له مشرانو څخه د زړه له کومي مننه کړې او ويلي يې دي، چې دغو مشرانو هميشه د انرژۍ په دوه اړخيزو همکاريو کې پر موجودو ستونزو او مسئلو تمرکز کړی دی.

 رئیس شي جين پینګ ډېر مخکې پر دې ټینګار کړی چې هر هېواد باید د انرژۍ د کنټرول حق ولري. چين اوس د بيا کارېدونکې انرژۍ داسې سيسټم جوړ کړی چې تر نورو مخکښ او پرمختیايي سرعت يې ډېر چټک دی او د نوې انرژۍ تر ټولو بشپړ صنعتي ځنځير لري.

 چين د نړۍ يو داسې هېواد دی چې د انرژۍ مصرفي سرعت یې په چټکۍ را ټيټ شوی دی.

د انرژۍ په برخه کې د چين او روسيې د همکاريو ژورتيا نه يوازې دغو هېوادونو ته ګټې رسوي، بلکې د انرژۍ نړيوال بازار لپاره هم ثابت عوامل برابروي او هم د انرژۍ د نړيوال امنيت د ساتلو او په دې برخه کې د نړيوال مديريتي سيسټم د لا بشپړتيا لپاره مهم رول لوبوي.

د روسيې د صدراعظم مرستيال اليکسندي نواک ويلي، چې د مشرانو د مبارکۍ يادو پيغامونو ټولو ته د دوه اړخيزو همکاريو پر ثابتې پياوړتيا باور ورکړی دی.

رئیس شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې ويلي، د انرژۍ په برخه کې د روسيې او چين ترمنځ همکارۍ ډېر مخکې پيل شوي، نو بنسټ يې ډېر ښه دی او د ګډو ګټو پر بنسټ د دوه اړخيزو همکاريو نمونه یې جوړه کړې ده.

دواړو هېوادونو د څو کچو هراړخيز ارتباطي ميکانيزم جوړ کړی، د انرژۍ د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه یې د نظريو تبادلې او د پروژو د پرمخبېولو پياوړی ضمانت برابر کړی او د نفتو، ګازو، اټومي انرژۍ او بيا کارېدونکو انرژيو په څو برخو کې يې د همکاريو او پرمختګ لپاره کلک بنسټ ايښی دی.

د چين د انرژۍ ملي ادارې د نړیوالو همکاريو مشر وي شياو وي پر دې اند دی، چې رئيس شي جين پینګ د مبارکۍ په پيغام کې د چین او روسيې د انرژيو په همکاريو کې د لاسته راوړنو مثبته ارزونه کړې او په راتلونکې کې یې د دغو همکاريو لپاره لوری روښانه کړی دی.

چين به په نږدې راتلونکې کې د دغه پیغام روحيه پلې کړي، د روسيې په شمول له بېلا بېلو  هېوادونو سره به د انرژيو همکارۍ لا پراخې کړي، د ورخلاصون له لارې به د انرژيو امنيت تضمين کړي او  په دې برخه کې به د لا عادلانه، برابر او پراخ ګټور مديريتي سيسټم د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.

Previous Post

تېره میاشت نږدې ۳زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

Next Post

شي جين پينګ ”له فلسطينيانو څخه ملاتړ نړيوالې ورځې“ يادغونډې ته پیغام ولېږه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جين پينګ ”له فلسطينيانو څخه ملاتړ نړيوالې ورځې“ يادغونډې ته پیغام ولېږه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چین صدراعظم لي‌ چيانګ د پيسو نړيوال صندوق له مشرې کريستالينا ګيورګيوا سره وکتل

د چین صدراعظم لي‌ چيانګ د پيسو نړيوال صندوق له مشرې کريستالينا ګيورګيوا سره وکتل

سپتمبر 2, 2023
ګوتریش پوتین ته: د انسانیت په خاطر خپل ځواکونه بېرته ستانه کړه

ملګري ملتونه: افغانستان کې دې بشري حقونه رعایت شي

مارچ 1, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ