چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چین او روسیې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو غوره نمونه جوړه کړې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 21, 2023
in نړیوال خبرونه
0
چین او روسیې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو غوره نمونه جوړه کړې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د روان ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۲۰مه نېټه په ځانګړې الوتکه کې مسکو ته ورسېد او روسیې ته يې رسمي سفر وکړ.

رئیس شي جین پينګ د مسکو په نړیوال هوايي ډګر کې کتبي وینا خپره کړه. هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې غواړي له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره د دوه اړخیزو اړیکو او د ګډې علاقې وړ مهمو نړیوالو او سیمه ییزو موضوعاتو په اړه د نظریو تبادلې وکړي او په نوې زمانه کې د دواړو خواوو د ستراتیژيکو او عملي همکاریو لپاره لارنقشه جوړه کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

شي جين پينګ د همدې ورځې تر دې مخکې د روسیې په رسنیو کې د یوې لیکنې په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه، چې د چین او روسیې اړیکې د نړیوال وضعیت له بدلون او ازموینې څخه وتلې او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو سمه لار يې پيدا کړې او په راتلونکې دوره کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پرمختګ په اړه يې هیله وښودله.

دا د چین د دولت رئیس په توګه د شي جين پينګ تر بيا ټاکل کېدو وروسته لومړی سفر دی. د بهرنیو رسنیو په اند، له دې څخه ښکاري، چې چین په نوې زمانه کې له روسیې سره هراړخیزو ستراتيژيکو اړیکو ته جدي پاملرنه کوي. د چین او روسیې اړیکې لا ټينګې شوې دي، دا د نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګټور اقدام دی.

د چین او روسیې مشرانو په دې وروستیو کلونو کې د نړیوال وضعیت له بدلون سره سره تل متقابلې تبادلې او تګ راتګ ساتلی. د دواړو هېوادونو مشرانو له ۲۰۱۳م کال راهیسې په دوه اړخیزو او نړیوالو صحنو کې ۴۰ ملاقاتونه ترسره کړل چې د دواړو خواوو اړیکو د سالم او ارام پرمختګ لپاره يې لارښوونې کړې دي.

د چین او روسیې د مشرانو تر لارښوونې لاندې، د دواړو خواوو متقابل سیاسي باور مخ په پياوړي کېدو او ژورېدو دی، عملي همکارۍ يې پر له پسې پراخې شوې دي، اغېزمنې نړیوالې همغږۍ يې ترسره کړې دي. د دواړو خواوو سوداګریز ارزښت تېر کال له ۱۹۰ میلیارډو ډالرو څخه زیات شوی او د ۲۰۱۲م کال په نسبت ۱۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي. چین د مسلسلو ۱۳ کلونو لپاره د روسیې لومړی لوی سوداګر هېواد ګرځېدلی.

د روسیې علومو اکاډمۍ د نړیوال اقتصاد او نړیوالو اړیکو د څېړنیز انسټيټیوټ مرستیال مشر الکساندر لومانوف وویل، د رئیس شي جين پينګ په دغه سفر سره به په نوې زمانه کې د روسیې او چین اړیکې لا نورې هم ټينګې شي.

اوس نړیوال وضعیت ارام نه دی، ځينو لویو هېوادونو د خپل تسلط د ساتلو لپاره د لویو هېوادونو ترمنځ سیالي راپارولې، تقابل او اختلاف يې پېچلی کړی دی. چین او روسیې خپلواکې ډیپلوماتیکې تګلارې غوره کړې او د درېيمې خوا ضد، متحدې يا مقابلې اړيکې يې نه دي ټينګې کړې، د دوی ترمنځ همکارۍ هم د درېيمې خوا نفاق او منفي اغېزې نه شي زغملی. د دواړو خواوو اړیکې په پرمختګ کې نورې پخې او ټينګې شوې، د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ پر بنسټ د لویو هېوادونو نوي ډول نمونه يې جوړه کړې ده. ویل کېږي چې چین او روسیې د لویو هېوادونو د اړیکو سمه لار پيدا کړې او د پېچلي نړیوال وضعیت لپاره د الهام ارزښت لري.

چین او روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي، دواړو خواوو په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړې دي او د نړۍ د سولې او ثبات ساتنې لپاره يې مهم رول لوبولی دی.

باور دی چې روسیې ته د رئیس شي جين پينګ دغه سفر به په بریالیتوب سره ترسره کېږي، د دواړو خواوو اړیکو د سالم او ثابت پرمختګ به حیاتي ځواک برابر کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به لا زیاتې ګټې ورسوي.

Previous Post

شي جين پينګ له ولاديمير پوتين سره وکتل

Next Post

د چين بهرنيو چارو وزارت: د اوکراين د جګړې ميدان ته وسلې چين نه، بلکې امريکا یې ليږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چين بهرنيو چارو وزارت: د اوکراين د جګړې ميدان ته وسلې چين نه، بلکې امريکا یې ليږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان پر افغان میوو د مالیې لوړولو حکم بېرته واخیست

پاکستان پر افغان میوو د مالیې لوړولو حکم بېرته واخیست

سپتمبر 9, 2022
د ماو ځه دونګ يادونه راته څه اهميت دی؟

د ماو ځه دونګ يادونه راته څه اهميت دی؟

دسمبر 27, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ