چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چین له ملګرو ملتونو سره د ښځو چارو د پرمختګ لپاره ګډې هڅې کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 13, 2025
in نړیوال خبرونه
0
چین له ملګرو ملتونو سره د ښځو چارو د پرمختګ لپاره ګډې هڅې کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په ۱۹۹۵م کال کې د ښځو څلورمه نړيواله غونډه د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه او ((د بېجينګ اعلاميه)) او ((عملياتي مرامنامه)) پکې تصويب شوې، چې له مخې یې د جنسياتي برابرۍ او د ښځو د پرمختګ نقشه وټاکل شوه او همدا اعلاميه او مرامنامه د ښځو چارو د پرمختګ لارښوونکي سندونه وګرځېدل.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

تر يادې غونډې دېرش کاله وروسته يو ځل بيا د ښځو دوه ورځنۍ نړيواله سرمشريزه د اکتوبر په ۱۳مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې پيل کېږي چې د جنسياتي برابرۍ او د ښځو پر هر اړخيز پرمختګ تمرکز لري او د نړۍ د ښځو زیاتې هيلې يې راټوکولې دي.

د ملګرو ملتونو څو چارواکو او کارپوهانو رسنيو ته ويلي، چې چين له دريو لسیزو راپدېخوا د ښځو د څلورمې نړيوالې غونډې روحيه پلې کوي او په کور دننه یې د ښځو د چارو د لاسته راوړنو لپاره ډېرې هڅې کړي او له ملګرو ملتونو سره يو ځای يې د ښځو له چارو څخه ملاتړ کړی دی. دوی تمه ښودلې، چې د سږنۍ غونډې ګډونوال به ګډو نظريو ته ورسېږي او د ښځو د نړيوالو چارو د پر له پسې پرمختګ لپاره به هڅې وکړي.

((د بېجينګ اعلاميه)) د ګډونوالو د يووالي او ځيرکتيا ښکارندويي کوي

د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر په نهمه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۷مې غونډې کې د بېلا بېلو هېوادونو استازي راټول شول او ((د بېجينګ اعلاميه )) او (( عملياتي مرامنامه)) د تصويبېدو د دېرشمې کاليزې د يادونې هغه پرېکړه ليک يې تصويب کړ، چې د چين په شمول د څه باندې ۱۱۰ هېوادونو د استازو له خوا وړاندې شوی و.

په وروستيو کلونو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د سياسي کېدو او افراطيت فضا مخ په سختېدو ده، خو اوس بېلا بېل هېوادونه ((د بېجينګ اعلاميې )) د روحيې په هکله ګډو نظريو ته رسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو څو چارواکو ويلي، چې ياد پرېکړه ليک نه يوازې د مختلفو هېوادونو (( د بېجينګ اعلامیه)) او (( عملياتي مرامنامه )) د کليدي افکارو د ګډو نظريو، بلکې د يووالي او د زمانې د ارزښت ښکارندويي هم کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو لوړ پوړې کميشنرې تورک رسنيو ته ويلي، چې دېرش کاله مخکې په بېجينګ کې د ښځو په نړيوالې غونډې کې ((د بېجينګ اعلاميه )) او ((عملياتي مرامنامه )) تصويب شوې او د ښځو د حقونو او جنسيتي برابرۍ په تاريخ کې يې څلی ودراوه او هم يې د ټولو غړو يووالی او ځيرکتيا ښکاره کړه.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې او د دې سازمان د ښځو ادارې اجرائيوي مسؤلې سيما باهوس ياد سندونه ((د بېجينګ اعلاميه )) او ((عملياتي مرامنامه )) نه يوازې د غړيو هېوادونو ژمنه، بلکې عملياتي نقشه هم بللې ده او په خبره یې، له درو لسیزو راهيسې ډېری هېوادونه پوه شوي، چې جنسياتي برابري د ټولنيز پرمختګ لازمه غوښتنه ده.

چين د ښځو چارو د پرمختګ په برخه کې نمونوي لاسته راوړنې لري

چين په فضايي چارو کې هم مساوي مفکوره لري او په دغې برخې کې يې ښځينه ستورمزلو ته ځای ورکړی دی، چې دا د چين د ښځو چارو د پرمختګ کليدي منطق ښکاره کوي. چين د همدې منطق له مخې د اغېزمن نظام په جوړولو د ښځينه ستورمزلو لپاره عادلانه چاپېريال برابر کړی او دا د بېجينګ اعلاميې د روحيې د پلې کولو لپاره مشخصه بېلګه ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعيض د لرې کولو کمېټې رئيسې ناحيلې حیدر خبريال ته ويلي، چې چين نه يوازې د خپل هېواد د ښځو چارو د پرمختګ لپاره دغه بېلګه وړاندې کړې، بلکې د نړۍ لپاره يې هم يوه نمونه برابره کړې ده. د ناحیلې حیدر په وينا، د چين حکومت په وروستيو کلونو کې د جنسياتي برابرۍ لپاره ډېرې هڅې کړي او د قانوني چوکاټ د بشپړولو او په څو نوښتي تګلارو کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

د ملګرو ملتونو د ۷۹ مې عمومي اسمبلې رئيس فيليمون يانګ رسنيو ته ويلي، چې روان کال د بېجينګ اعلاميې او عملياتي مرامنامې له دېرشمې کاليزې سره برابر دی او اوس د ښځو د چارو د ښه کولو د اقداماتو د بيا پيل لپاره تر ټولو ښه فرصت دی او په خبره یې، ټول هېوادونه دې د بېجينګ اعلاميې د روحیې پلې کولو ته ادامه ورکړي او د ښځو نړيوالو چارو د لا پرمختګ لپاره دې اړين ګامونه پورته کړي.

Previous Post

سروې: د تايوان سيمې ادارې پارونکې کړنې له پراخو غندنو سره مخ دي

Next Post

د ښځو د څلورم نړیوال کنفرانس سرمنشې: چين د نړۍ د ښځو چارو په پرمختيا کې مثبت رول لوبوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د ښځو د څلورم نړیوال کنفرانس سرمنشې: چين د نړۍ د ښځو چارو په پرمختيا کې مثبت رول لوبوي

د ښځو د څلورم نړیوال کنفرانس سرمنشې: چين د نړۍ د ښځو چارو په پرمختيا کې مثبت رول لوبوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د نېشن: د افغان جګړې؛ له ختمېدو سره سم باید ګوانتانامو زندان هم وتړل شي

د نېشن: د افغان جګړې؛ له ختمېدو سره سم باید ګوانتانامو زندان هم وتړل شي

جون 1, 2021
جوز جان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۹کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جوز جان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۹کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جنوري 28, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ