د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو به د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د افغانستان په اړه د نړیوالو خبرو اترو کوربتوب وکړي. د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، کابلوف د یادې غونډې جوړېدو خبره کړې ده خو د یادې غونډې د اجنډا په اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم روسیې په مارچ میاشت کې د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربتوب کړی و او په یاده غونډه کې د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو لوریو د سولې د تړون او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه شوې وه.












